1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليامریکا متحده ایالات

د ترمپ حکومت د افغانانو د انتقال د همغږۍ اداره لغوه کوي

۱۴۰۴ خرداد ۹, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير د دغه هېواد کانګرس ته په رسمي توګه د افغانانو د انتقال د همغږۍ د دفتر او د افغانستان د بيارغونې د څار د ځانګړي استازي د دفتر د لغوه کولو په اړه خبر ورکړی دی.

آرشيف انځور: له کابل څخه د افغانانو د تخلیې پرواز
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د افغانانو د انتقال د همغږۍ د دفتر د لغوه کيدو په اړه خبر ورکړی. انځور: Wakil Kohsar/AFP

امريکايي رسنيو او د «افغان ايواک» په نوم موسسې خبر ورکړی دی چې د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير مارکو روبيو، د دغه هېواد کانګرس ته د هغو ادارو د تړلو په اړه خبر ورکړی دی چې د افغانستان په تړاو یې فعاليت درلود.

«افغان ايواک» متحده ايالاتو ته د افغانانو د انتقال او ځای پر ځای کيدو له پاره هلې ځلې کوي، دا سند نشر کړی دی چې پر اساس یې د افغانانو د انتقال د هڅو د همغږۍ دفتر «کي یر» او د افغانستان د بيارغونې په اړه د څار ځانګړی دفتر لغوه کيږي.

اړونده موضوع: د امريکا يوې قاضۍ د ترمپ د مهاجرت د يوه پروګرام ځنډول رد کړي

په دې سند کې راغلي دي چې د افغانانو د انتقال د همغږۍ د ادارې فعاليتونه د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د چارو دفتر پر غاړه اخلي او د افغانستان د بیارغونې د څار د پخواني ځانګړي دفتر چارې به د بهرنیو مرستو يوې نوې ادارې ته وسپارلې شي.

له بندېزونو سربېره هم یوه افغانه کورنۍ امریکا ته ورسېده

02:23

This browser does not support the video element.

د امريکا د بهرنیو چار وزارت دا ټکي د دغه وزارت د ساختار د نوي کولو او لګښتونو د راکمولو په اړه سند کې وړاندې کړي دي.

د ترمپ، حکومت په فیبرورۍ میاشت کې د افغانانو د بیرته ځای پر ځای کولو د نظارت ادارې ته ويلي ول چې تر اپريل میاشتې پوري د تړلو طرحه ور سپاري.

اړونده موضوع: زيات شمیر افغانان لا هم په البانيا کې د امريکا ويزې ته په انتظار دي

د افغانانو د انتقال د همغږۍ دفتر د هغو په زرونو افغانانو امريکا ته په انتقال او په دغه هېواد کې د ځای پر ځای کولو په مورد کې همکاري کړې ده چې په افغانستان کې یې د امريکايي ځواکونو سره کار کړی وو او د طالبانو په راتګ سره یې خپل ژوند په خطر کې ګاڼه.

د افغانستان د بيارغونې د څار ادارې په افغانستان کې د امريکا د مرستو د مصرفولو د څرنګوالي په اړه په منظم ډول رپوټونه چمتو کول او د اصراف او فساد ډېر موارد یې بربنډ کړي ول. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب