د امريکا د استازو مجلس د رایو په اکثريت سره د «مهسا قانون» تصويب کړ. دا قانون د امريکا حکومت موظف کوي چې د ايران د روحاني مشر علي خامنه اي په ګډون د ایران د اسلامي جمهوريت پر لوړپوړو چارواکو بندیزونه وضع کړي.
اعلان
د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د سې شنبې په ورځ د «مهسا قانون» په ۴۱۰ مثبتو او یوازې دریو منفي رایو سره تصویب کړ.
د «مهسا قانون» له مخې به، د ایران اسلامي جمهوریت لوړ پوړي چارواکي چې د مشرتابه بنسټ، ولسمشر، د اسلامي جمهوریت د مشر لخوا ټاکل سوي چارواکي او د دوی تر څارنې لاندې د بنسټونو او شرکتونو شبکي پکې شاملې دي، باندي به «د بشري حقونو د پراخو سرغړونو» او پر«لاریون کوونکو باندي د فشار» اچولو له پاره بندیزونه وضع شي.
د دې له پاره چې پر د استازو مجلس دا پريکړه لیک د اجرا کيدو وړ قانون باندې بدل شي، باید د سنا مجلس لخوا هم تصویب سي او بیا د متحده ایالاتو د ولسمشرجو بایډن لخوا لاسلیک سي.
د «مهسا امینې قانون» اهمیت دا دی چې که چیري دا قانون سي، نو د امریکا ولسمشر نسي کولای په اسانۍ سره د ایران د حکومت په وړاندې د بشري حقونو بندیزونه لغوه کړي، حتی د ایران اسلامي جمهوریت سره د احتمالي موافقې په صورت کې هم او هر کال د دې تحريمونو د تمدید او يا نه عځولو په اړه د استازو کنګرې ته توضيحات هم ورکړی.
باید یادونه وسي چې د تیر اګست په پیل کې جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو، او دیموکرات سناتور الیکس پاډیلا، د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته د «مهسا قانون» وړاندې کړ.
همدارنګه د «مهسا قانون» د اپریل په ۲۶مه د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې رای ورکولو ته وړاندې سو او د « رایو په اکثریت» سره تصویب سو.
د «مهسا قانون» د متحده ایالاتو د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکي غړي جیم بانکس لخوا وړاندې سو؛ هغه د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د دغه پلان له تصویب وروسته ټینګار وکړ چې «کانګرس به د ایران د رژیم له خوا د بشري حقونو سرغړونه ونه زغمي».
همداشان د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر هم یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې « د ایران حکومت د ایران د خلکو په خلاف د بشری حقوقو په وحشیانه سرغړونو لاس پورې کړی دی او کانګرس ژمن دی چې دغه حکومت او لوړ پوړی چارواکی به د دي جرمونو په هکله حساب ورکوی.» د مهسا امینی د مړینې د لومړۍ کلیزې په مناسبت په ایران کښې د وژل سویو کسانو د کورنیو، سیاسی بندیانو او سیاسی او مدنی فعالانو په وړاندې د اسلامی جمهوریت له خوا امنیتی ګواښونه او فشارونه خورا ډیر سوي دي او همدا څه لامل سوی چې په ایران کې له بشري حقونو څخه سرغړونو او د مظاهرو سرکوبه کولوته د نړيوالې ټولنې زیاته پاملرنه راجلبه کړي.
ص.ذ/ب.ص
زموږ له آرشيف څخه:
د ایران په زندانونو کې شکمنې وژنې
د ایران په زندانونو کې د زرګونه سیاسي زندانیانو سربیره چې د ایران د حکومت له لوري اعدام او په ډله ایزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي، داسې سیاسي زندانیان هم شته چې په بند کې مړه شوي او مرګونه یې مشکوک ښوول شوي دي.
انځور: khaandaniha.com
علي اکبر سعیدي سیرجاني
سعيدي سيرجاني یو ایرانی لیکوال، څیړونکی، اديب، سیاسی فعال او تر انقلاب وروسته د ایران یو له منتقدینو څخه وو. هغه د ١٣٧٢ د حوت پر ۲۳ مه د اطلاعاتو وزارت د مامورینو له لوري ونيول شو. سیرجاني پرته له دې چې په هکله یې معلومات خپاره شي، تر نهه میاشتیني بند وروسته د ۱۳۷۳ د لیندۍ په ۴مه په زندان کې ومړ. سعید امامي، چې په ځنځیري وژنو تورن دی، ویلي وو چې د هغه د وژلو له پاره "پوتاشیم" کارول شوی وو.
انځور: khaandaniha.com
سعید امامی
سعید امامي چې د ایران یو له لوړ پوړو امنیتي چارواکو او د ځنځیري قتلونو له اصلي تورنو دی، د ۱۳۷۷ کال په دلو میاشت کې زنداني شو. د ایران د وسلوالو ځواکونو د قضايه څانګې څارنوال په ۱۳۷۸ کال کې ادعا کړې وه چې امامي د اوین زندان په حمام کې د نظافت له پاره کاریدونکي کیمايي موادو په خوړلو سره مړ شوی. باور دا دي چې هغه د حکومت د مخالفینو د قتل په هکله د معلوماتو د افشا کیدو د مخنیوي له پاره وژل شوی دی.
انځور: Kodoom.com
اکبر محمدي
اکبر محمدي په ۱۹۷۸ کال کې له خپل ورور منوچهر محمدي او یو شمېر محصلینو سره د تهران په پوهنتون کې د مظاهرو پر مهال ونیول شو او د انقلاب ځانګړې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو. خو له څه مودې وروسته د هغه سزا ۱۵ کاله بند (۱۰ کاله بند او پنځه کاله تعلیقي بند) ته راټيټه شوه. اکبر محمدي د لوږې تر څو ورځني اعتصاب وروسته د ۲۰۰۵ کال د اګست په اتمه په اوین زندان کې په مرموز ډول مړ شو.
انځور: isdmovement.com
کاوه عزیزپور
کاوه عزیزپور په ایران کې یو له کردي سیاسي بندیانو څخه و چې د ۱۳۷۸ کال د ثور په ۲۷ مه د ۲۵ کلونو په عمر د مهاباد په زندان کې مړ شو. هغه تر مرګ دوه کاله وړاندې د ایران د حکومت ضد د کردانو د ګوند د غړیتوب په تور محاکمه شو او په درې کاله بند محکوم شو. د هغه د کورنۍ په وینا، نوموړی په زندان کې د استخباراتي کړیو تر شکنجې لاندې مغزي سکته کړې وه او بیا کوما ته تللی وو.
انځور: kurdistannet
زهرا کاظمي
د ۱۳۸۲ کال په جوزا کې په ایران کې د محصلینو تر اعتراضونو وروسته د نیول شویو اعتراض کوونکو کسانو کورنیو د اوین زندان مخې ته لاریون وکړ. ایراني الاصله کاناډايي عکاسه چې هغه وخت یې عمر ۵۵ کلونه وو، د زندان مخې ته د لاریون د عکاسۍ له پاره تللې وه چې ونیول شوه چې بیا وروسته مړه شوه. ایراني چارواکو، د هغې د مرګ دلیل د «سر په ناحیه کې کلک جسم لګیدل» یا پر سر باندې د «کلک جسم لیګدل» اعلان کړي و.
انځور: Getty Images/AFP/B. Mehri
امیرحسین حشمت ساران
امیر حسین حشمت ساران د «ایران د ملي اتحاد جبهې» عمومي منشي و چې په ۱۳۸۲ کال کې په دغه نامه د ګوند د جوړلو په جرم په اته کاله بند محکوم شو. نوموړی په بند کې بیا محاکمه شو او په اته کلونو نور بند محکوم شو. هغه د زندان د ځانګړو ساتونکو له لوري د سر په ناحیه کې تر شدیدو ګوزارونو وروسته کوما ته تللی وو او د ۱۳۸۷ کال د حوت پر ۱۶مه د رجايي کرج په روغتون کې تر ۴۸ ساعته کوما وروسته ومړ.
انځور: Radiofarhang
زهرا بنی یعقوب
زهرا بني یعقوب یوه ایرانۍ ډاکټره وه چې د ۱۳۸۶ کال د میزان په ۲۲مه د ایران په همدان ښار کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په توقیف خونه کې وفات شوه. د رسمي راپورونو له مخې زهرا بني یعقوب د نیول کېدو په شپه په زندان کې ځان وژنه کړې. ورور یې وايي چې د مرګ له رسمي وخت څخه یو ساعت مخکې یې له خپلې خور سره په ټیلیفون خبرې وکړې او دا چې هغه له روحي پلوه په ښه حالت کې وه.