1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو او پاکستان يو د بل د پوستو د نيولو خبر ورکړی

۱۴۰۴ اسفند ۱۵, جمعه

د طالبانو ادارې او پاکستان د حکومت ترمنځ نښتې نهمې ورځې ته داخلې شوي دي او دواړه لوري ادعا کوي چې د تازه نښتو په ترڅ کې یې د يو بل امنيتي پوستې يې هدف ګرځولي او تخريب کړي دي. د زرونو کسانو د بې ځايه کيدو خبرونه هم شته.

يو طالب جنګيالی وسله په لاس ليدل کيږي
د طالبانو او پاکستان د ځواکونو ترمنځ نښتې نهمې ورځې ته داخلې شوي دي.انځور: Saifullah Zahir/AP Photo/picture alliance

د طالبانو او پاکستان د ځواکونو ترمنځ نښتې نهمې ورځې ته داخلې شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې تېره شپه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کندهار په ښورابک ولسوالۍ او همدا راز د خوست، پکتيا او کونړ ولايتونو په يو شمير سرحدي سيمو کې نښتې روانې وې.

اړونده موضوع: طالبان وايي جلال آباد کې ېې یوه پاکستانۍ جيت راغورځولې او پیلوټ ېې ژوندی نیولی

د دغه وزارت وياند ادعا کړې ده چې په دې تازه نښتو کې یې په ښورابک ولسوالۍ کې د پاکستاني عسکرو يوه اډه نيولی ده او د ماين په چاودنه کې یې ۳۰ پاکستاني عسکر وژلي دي.

هغه همدا راز زياته کړې چې د خوست ولايت په سرحدي ولسوالۍ علي شير کې یې د نښتو په ترڅ کې څلور او همدا شان په کونړ کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

دا نښتې د شپې د نهو بجو په شا او خوا کې پيل شوي او تر اوسه روانې دي. د نښتو په ترڅ کې د ملکيانو د احتمالي تلفاتو په اړه دقيق معلومات په لاس کې نشته.

پاکستان ادعا کړې ده چې د طالبانو يو شمیر پوستې یې تخريب کړي 

پاکستان همدا راز نښتې او د افغانستان پر خاوره د توپخانې بريدونه هم تائيد کړي دي.

پاکستان ويلي دي چې د افغان او «فتنه الخوارج» پر ضد ځمکني او هوايي عمليات په اغیزمنه توګه ادامه لري.

د پاکستان دولتي راډيو د امنيتي او استخباراتي سرچينو په خواله خبر ورکړی دی چې د پاکستان پوځ د افغان طالبانو پر وړاندې د برياليو عملياتو په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د کرم په سيمه کې د هغوی يو شمير قرارګاوې ويجاړې کړي دي.

اړونده موضوع: د پاکستان او طالبانو يو بل ته د درنو زيانونو اړولو ادعاوې

پاکستان ټینګار کړی دی چې دا پوځي عمليات به د ټاکل شويو اهدافو ترلاسه کيدو پورې ادامه ورلري.

په دې وروستيو کې ملګرو ملتونو او نورې نړیوالو بنسټونو د جګړې د دوام په اړه اندیښنې څرګندې کړي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه رپوټ کې ويلي دي چې تر اوسه د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۶ ملکيان وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپيان شوي دي.

م. م: د تازه نښتو له کبله تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې ځای شوي


په دې منځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د تازه نښتو له کبله د زرونو کسانو د بې ځايه کيدو رپوټ ورکړی دی. 
ملګرو ملتونو ويلي: «د پولې په اوږدو کې د تازه شخړې له کبله په افغانستان او پاکستان کې وضعيت ترينګلی دی.» ياد سازمان زياته کړې چې په افغانستان کې د تازه نښتو له امله شا او خوا ۱۱۵ زره کسان او په پاکستان کې ۳۰۰۰ کسانو خپل کورونه پرېښي دي. 

د پاکستان او طالبانو ځواکونو ترمنځ نښتې؛ په زرونو کورنۍ بې ځایه شوي

02:14

This browser does not support the video element.


يو شمیر هېوادونو د دې ګاونډي هېوادونو ترمنځ د اوربند له پاره د خبرو اترو وړاندیز کړی دی خو تر اوسه د سولې کوم څرک نه ترسترګو کيږي. ترکیې هم په دې تېرو ورځو کې د منځګړيتوب وړاندیز کړی وو خو د ایران کړکيچ د خليج د هېوادونو توجو جلب کړې ده چې تر دې د مخه یې ورته وړاندیزونه کړي ول. 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب