1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت شورا نن د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي

۱۴۰۰ مرداد ۱۵, جمعه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن په افغانستان کې د تاوتريخوالي د ډيرېدو په تړاو ځانګړې غونډه کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر په خپرولو دغه ناسته د افغانستان ناوړه وضعيت ته د نړيوالې ټولني پام راګرزول ښودلي.

Symbolbild UN-Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gombert

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان کړي چې په هېواد کې د جګړو شدت او د تاوتريخوالي په زياتیدلو سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا نن جمعه د (اګست ۶ مه ) د افغانستان د وضعيت ارزونې په موخه غونډه جوړوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد ويلي چې د غوندي جوړیدل د دې ښکارندوي کوي چې نړۍ په دغه هېواد کي د وضعيت خرابيدلو ته پام کوي.

هغه زياتوي چې د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او د دغې  خاصې ناستي له ګډون کونکو څخه تمه کوي چې په داسي مسايلو پريکړه وکړي چې په هېواد کې د وضعيت په ښه والي او د سولی په تامینولو کي مستقيم اغيز ولري.

 ګران هېواد زیاته کړي: «د افغانستان جمهوري دولت تمه لری چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا  په هيواد کې د تاو تريخوالی او د طالبانو بريدونو په  قطع کولو کي په بيړنۍ توګه پريکړه وکړي. دغه هېواد هيله  لري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  د غونډې پريکړې د دې سبب شي، چې د بشري حقوقو ناورين د رامنځ ته کیدلو مخنيوی وشي.«

دا په  داسی حال کې ده چې له يو کال راهیسې په دوحه کي د افغانستان د حکومت استازو او طالبانو تر منځ خبري دوام لري، خو تر اوسه دواړه خواوي نه دي توانیدلي، حتي د سولي له پاره د رسمی خبرو پیل کیدلو په اجندا سره توافق وکړي. پر دې سربیره د جګړو په زور اخیستلو سره د حکومت او طالبنو تر منځ خبرې هم له خنډونو سره مخ شوي. خو د افغانستان حکومت، د دغې شورا د پريکړې له مخې  د سولی خبرو اترو بهیر چټکیدلو ته انتظار لری.

سربيره پر دې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د دې غوښتونکې دی، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان حکومت امنيتي پلان چې د راتلونکو شپږو مياشتو له پاره تر لاس لاندې دی، د هوای او دفاعی امنيتی قواو څخه ملاتړ وکړي، تر څو په دغه هېواد کې روان وضعيت بدلون ومومي. د حکومت په باور تر هغه وخت پوري چې د جګړې په ډګر کی وضعيت تغیر ونه کړي، طالبان د جدی خبرو اترو له پاره تیار نه دی. له همدی کبله د افغانستان جمهور رئيس ويلی چې د راتلونکو شپږو مياشتو له پاره يو نوی امنیتي پلان جوړ شوی، چې له عملی کولو سره به  يې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب