1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

کوم کسان واقعاً د کرونا واکسین دریم دوز ته ضرورت لري؟

۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

د امریکا روغتیایي چارواکي د بایونتیک او فایزر شرکتونو د دریم واکسین طرحه تر اوسه پورې غیر ضروري بولي. خو یو اضافي «تقویتي» واکسین واقعاً هم د کومو کسانو له پاره کیدای شي معقول وي؟

Arzt in Schutzkleidung
انځور: Robert Kneschke/Zoonar/picture alliance

لوموړی ستاسې د اطمينان په خاطر: تر اوسه پورې اصلاً نه دي ویل شوي چې هغه کسان چې د بایونتیک- فایزر واکسین یې ترلاسه کړی دی، دریم واکسین ته هم اړتیا لري.

که څه هم د درمل جوړونې دغه دواړه شرکتونه (بایونتیک او فایزر) د کرونا ویروس د دلتا بڼې په خاطر د واکسینونو پر نوي کولو او یا د یوه تقویتي واکسین پر جوړولو کار کوي، خو تر هغې چې د کرونا ویروس د اوښتونونو په ترڅ کې په خپل جوړښت او څرنګوالي کې اساسي بدلون رامنځته نه کړي، په هغه صورت کې به احتمالاً یوازې هغه شمیر کسان دریم واکسین ته ضرورت ولري چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری وي. د بیلګې په توګه د پاخه عمر درلودونکي او یا هغه کسان چې د تقویه کوونکو درملو د استعمال په وسیله خپل د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

دا د هغې یوې څیړنې پایله ده چې په امریکا متحده ایالاتو کې د «ام. آر. ان. ای» واکسینونو د دوامداره اغیزو په هکله د روان میلادي کال په جون میاشت کې ترسره شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د درمل جوړونې او روغتیاي چارواکو د بایونتیک او فایزر شرکتونو د دغه اعلان په مقابل کې محتاطانه غبرګون ښودلی دی او په یوه ګډه اعلامیه کې یې ویلي دي: تر اوسه پورې زمونږ د موندنو په اساس هغه امریکایان چې په بشپړ ډول یې واکسین ترلاسه کړی دی، دریم واکسین ته اړتیا نه لري.

خو په عین وخت کې دغو چارواکو زیاته کړې ده چې که علمي څیړنې داسې یوه اړتیا وينې، نو په هغه صورت کې د دریم واکسین له پاره امادګي موجوده ده.

په دغه اعلامیه کې زیاته شوې ده چې پر دې موضوع کار کوي او یوازې د دغو دوو شرکتونو پر معلوماتو اکتفا نه کوي.

»د واکسین د اغیزمنتوب کمیدل«

د بایونتیک او فایزر شرکتونه په دې باور دي چې وروسته له شپږو میاشتو به د دغو دواړو شرکتونو د ګډ واکسین اغیزمنتوب راکم شي.

د دغو دواړو شرکتونو په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي دي: «د اسرائیل د روغتیا وزارت له خوا را ټول کړل شوي معلومات ښيې چې د بایونټیک- فایزر واکسین د دویم دوز له تطبیق څخه شپږ میاشتې وروسته دغه واکسین خپل اغیزمنتوب کموي.»

د دې له پاره د اسرائیلو له خوا پر ورکړل شویو معلوماتو اتکا شوې ده چې د دغه هیواد د وګړو اکثریت د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شوي دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي دي چې د موجوده ارقامو او معلوماتو په اساس د دې امکان شتون لري چې د دوه دوزه واکسین له تطبیقولو شپږ میاشتې تر یوه کال وروسته پورې احتمالاً یو دریم واکسین ته به اړتیا وي.

دواړه شرکتونه په دې باور دي چې د دریم دوز په تطبیقولو سره د کرونا ویروس د دلتا په شمول د مختلفو ډولونو پر وړاندې د تر ټولو لوړې کچې حفاظت ترلاسه کیدلی شي.

دویچه ویله: ش.ن/ خ.ح

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل