1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توماس وېسټ پاکستان ته تللی، د خبرو اجنډا یې څه ده؟

۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبه

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر موضوع غږېدلی. سیمي ته د نوموړي د سفر په اجنډا کې د افغانستان اړوند نور موضوعات هم شته.

آرشیف انځور: توماس وسټ، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی
آرشیف انځور: توماس وسټ، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازیانځور: Stian Lysberg Solum/NTB//AFP/Getty Images

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ سیمې ته د خپلو سفرونو په لړ کې اسلام آباد ته تللی او هلته له پاکستاني چارواکو سره پر افغان کشاله غږېدلی.

ده پر خپله ايکس پاڼه لېکلي، چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني، د پوځ مشر سید عاصم منیر او نورو چارواکو سره ګټورې خبرې کړي.

د توماس وېسټ د وینا پر بنسټ، د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ګواښونه او د افغان کډوالو ساتنه ددې خبرو مهمه اجنډا وه.

وېسټ زیاته کړه: «اسلام آباد کې مو د یو ان اچ سي آر او د مهاجرت د نړيوال سازمان مشرتابه سره په خطر کې افغانانو د د ملاتړ په اړه بحث وکړ.»

هاخوا د امریکا د سولې انستیتوت پر خپله ايکس پاڼه لیکلي، توماس وېسټ په اسلام آباد کې له سیمه ییزو کارپوهانو سره د افغانستان – پاکستان او امریکا پر اړیکو او پر راتلونکو لارو چارو خبرې اترې کړي.

توماس وېسټ تر پاکستان وروسته متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته هم سفر کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل