1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر نجونو د تحصيل بنديز؛ پر طالبانو ولې فشارونه نه زیاتیږي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ دی ۱, جمعه

امریکا وايي، د زده کړو ټولو کچو ته د ښځو لاسرسی باید په لومړیتوبونو کې وي. امنیت شورا ته د یوناما مشرې په وینا کې هم د افغان ښځو وضعیت اندېښمنونکی بلل شوی، خو آیا له نړېوالې ټولنې سره پر طالبانو د فشار عملي وسېلې نشته؟

افغانستان - پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز پر وړاندې د ښځینه محصلانو اعتراض
افغانستان - پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز پر وړاندې د ښځینه محصلانو اعتراضانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

طالبانو پر افغان نجونو او ښځو د بندیزونوپه لړۍ کې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر پر ۲۱مه، د افغان نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. تردې وړاندې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي ول او ترڅنګ یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز او ورسره جوخت یې په دولتي ادارو کې د ښځو کار وځنډاوه.

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وسټ، پر افغان نجونو د تحصیل بندیز د یوکال پوره کېدو په تړاؤ په خپل وروستي پيغام کې ویلي، افغانان چې ده ورسره خبرې کړي په دې باور لري چې افغانستان ښځو ډاکټرانو، انجینرانو او ښوونکو ته اړتیا لري.

ده پر خپله اکس پاڼه زیاته کړې: «د افغانستان د راتلونکي او په یوه باثباته سیمه کې زموږ د خپلو ګټو په خاطر، موږ باید د تعلیم ټولو کچو ته د ښځو لاسرسی د خپلو لومړیتوبونو په منځ کې وساتو.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان وروستي وضعیت په اړه په خپل بیان کې ویلي دي چې د ښځو او نجونو پروړاندې سیستماتیک توپيري چلند د ریکارډ په کچه دوام لري.

نوموړې زیاته کړې: «د لږکیو مانا لرونکي استازوالي نه شتون، له محکمې پرته وژنې، خپلسر نېونې او توقیف، شکنجه او ناوړه چلند د بشري ناوړه وضعیت له پاره بیلګې دي.»

خو بنسټیز بحث دا دی چې امریکا، ملګرو ملتونو او په ټوله کې نړېوالې ټولنې په تېرو دوو کلونو کې افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه تر ډېره په اندېښنو او بیانونو تکیه کړې.

د چارو کتونکي وايي، د وضعیت بدلون له پاره پر طالبانو عملي فشارونو ته اړتیا ده.

د پکتیا پوهنتون پخواني استاد جانداد جهاني دویچه ویله ته وویل، طالبان اوس د امریکا کورني امنیت له پاره یوه ګواښوونکې ډله نه ده، نو ځکه یې پردې ډله فشارونه هم اغیزمن نه دي: «امریکا له پاره لومړی ګام یا لومړیتوب د هغوی داخلي امنیت دی، د بیلګې په توګه طالبانو دا ژمنې ورسره کړي چې دی نورو تروریستي ډلو ته اجازه نه ورکوي چې نړېوالې ټولنې امنیت وګواښي، زما په نظر دا بنیادي علت دی چې د نړېوالې ټولنې غبرګون ډېر پڅ دی.»

په آلمان کې میشت د پوهنتون دغه استاد په خبره دبشري حقونو سرغړونو اړوند د نړېوالې ټولنې ځینې فشارونه د طالبانو پر ځای تر ډېره ولس اغیزمن کړی او ځپلی: «د نړېوالې ټولنې هره وسیله چې د طالبانو پر وړاندې یې کاروي په نهایت کې یې زیان ملت ته رسیږي، د بیلګې په توګه د مرکزي بانک د پانګو کنګل کېدل سره له دې چې د طالبانو پروړاندې د فشار یوه وسېله وه، نهایت کې خصوصي بانکونه ورڅخه متضرر شول، افغان سوداګر ورڅخه اغیزمن شوي او ان افغانستان ته یې د بشري مرستو رسولو پروړاندې خنډ ایجاد کړی.»

شمېرې ښيي چې د طالبانو د پرېکړې پر بنسټ، میلیونونه افغان نجونې له زده کړو او لوړو زده کړو بې برخې شويانځور: Majid Saeedi/Getty Images

خو هاخوا سیاسي شنونکي خوشال روهي بیا د بشري حقونو په برخه کې پر طالبانو د یوشمېر نړېوالو فشارونو هرکلی کوي او اغیزمن یې بولي.

روهي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل او پر یو شمېر طالب چارواکو چې پر ښځو د بندیزونو په تړاؤ پرېکړو کې ښکېل دي د سفر بندېزونه د قدر وړ دي.

روهي زیاتوي دا فشارونه اغیزمن دي، خو بسنه نه کوي: «دا د قدر وړ دي خو په هیڅ صورت کفایت نه کوي، زه فکر کوم هغه کوم تعاملات چې د طالبانو له حکومت سره کیږي، طالبان په خپله په یوه ناسم پوهاوي کې ښکېل کیږي، یو علت یې دادی چې د افغانستان د ګاونډیانو، یوشمېر زبرځواکونو او په ټوله کې د نړېوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د کچې په اړه یو واحد دریځ نشته.»

دغه افغان کارپوه زیاتوي د طالبانو پر وړاندې د یوه واحد دريځ په اړه اړتیا ده چې نړېوال کنفرانسونه راوبلل شي.

روهي د اسلامي همکاریو پر سازمان نېوکې وکړې چې د نجونو د زده کړو او تحصیل اړوند یې دریځ خورا پڅ دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب