1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو نړیواله ورځ: په آسیا کي په زرونو ښځي سړکونو ته راووتلې

۱۳۹۹ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت د هند او پاکستان په ګډون په ځینو آسیایي هیوادونو کي ډیري ښځي سړکونو ته راووتلې او په مظاهرو کي یې پر خپل نقش ټینګاره کاوه.

Proteste beim Weltfrauentag in Asien Pakistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash

د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت په آسیا کي په زرو ښځي سړکونو ته راووتلې او له ډیره وخته راهیسي دوامداره مظاهرو کي یې خپل نقش برجسته کړ. د نوي ډهلي په شاوخوا ناحیو کي ښځي چي ساړۍ یې اغوستي وې، په ډله ایز ډول هغو مظاهرو ته ورننوتلې چي له میاشتو راهیسي ددغه هیواد د زراعتي ریفورمونو پرضد رواني دي.

په ګاونډي هیواد میانمار کي ښځو په غټ ښار یانګون کي یووار بیا د هغه پوځ په وړاندي مظاهرې وکړې چي له څه د پاسه یوې میاشتي راهیسي د کودتا له لاري قدرت ته رسیدلی دی.

په یانګون کي چیري چي تل د مظاهره کوونکو او امنیتي چارواکو ترمنځ اخ و ډبونه رامنځته کیږي، ځینو خپلي عنعنوي لمني (لونګ) د پاڅون په توګه ښورولې. یوې ۳۰ کلني مظاهره کوونکي وویل: «سیاسي پوښتني موږ ټولو ته متوجه دي. ښځو او نارینه وو ته. په دغو مظاهرو کي ښځي هم سړکونو ته راووتلې او د مظاهرو رهبري یې پر خپله غاړه واخیسته.»

انځور: Getty Images/AFP/T. Aljibe

په هندوستان کي په هغو مظاهرو کي چي له نووامبر مياشتي راهیسي د زراعتي ریفورمونو پرضد رواني دي، او د صدراعظم نریندا مودي د حکومت له پاره په یوه لوی چلنج اوښتي، ښځو پر خپل رول باندي ټینګار کاوه.

همدارنګه په محافظه کاره هیواد پاکستان کي هم ښځو له لاهور څخه تر بلوچستان ایالت پوري چي د افغانستان سرحد ته نیژدې پروت دی، مظاهرې ترسره کړې.

د فلیپین په پایتخت مانیلا کي هم په سونو ښځي راټولي سوي وې تر څو، یوه ورځ مخکي د ډیریو فعالانو د وژلو پرضد مظاهرې وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب