1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

بنو کې پر لاريون کوونکو ډزې؛ يو تن وژل شوی

۱۴۰۳ تیر ۲۹, جمعه

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د پوځ له خوا د پلان شويو پوځي عملیاتو پر ضد پر یوه ستر لاریون باندې د پاکستان امنيتي ځواکونو فېرونه کړي دي. په دې ترڅ کې د يوه تن د وژل کيدو او يو شمير نورو د ټپي کيدو خبرونه ورکړل شوي دي.

په بنو کې لاريون
په بنو کې پر لاريو ن د فېرونو په ترڅ کې يو تن وژل شوی او په سلګونو نور ټپيان ديانځور: Salam Baitab

د چارواکو او عيني شاهدانو په حواله د جمعې په ورځ (۲۰۲۴ د جولای ۱۹) د خيبر پښتونخوا په بنو ښار کې په زرګونو کسان د پاکستان د پوځ له خوا د پلان شويو عملیاتو پر ضد د احتجاج په موخه راوتلي ول چې په دې ترڅ کې پرې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا فېرونه وشول.

په دې ترڅ کې د يوه تن د وژل کيدو او څو نورو کسانو د ټپي کیدو خبرونه هم ورکړل شوی دي.

په بنو ښار کې چې د افغانستان له پولې څخه د ۴۰ کيلومترو په واټن کې پروت دی، تر لسو زرو ډېرو کسانو چې سپين بیرغونه ورسره ول، د سولې او امن غوښتنه کوله.

په بنو کې همدا د دوشنبې په ورځ يوه ځانمرګي بریدګر خپل په چاودېدونکو بار موټر د پوځ پر يوې چاوڼې ور وځغلاوه چې په دې ترڅ کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو اته غړي ووژل شول. 

د جمال الدين وزير، په نامه يوه احتجاج کوونکي د فرانسې خبری آژانس ته وويل: «پوځي عمليات خو له تېرو شلو کلونو راهېسې روان دي، خو تر اوسه د سولې باعث شوي نه دي.»

نوموړي وویل: «پوځي عمليات هيڅکله هم د سولې ځای ناستی نه شي ګرځېدلای.»

په بنو ښار کې تر لسو زرو ډېرو کسانو چې سپين بیرغونه ورسره ول، د سولې او امن غوښتنه کوله.انځور: Salam Baitab

د پاکستان پوځ د روان میلادي کال په پېل کې د ډېرو جزياتو د ورکولو پرته اعلان وکړ چې پوځ به له افغانستان سره پولې ته په نږدې پرتو سيمو کې د تاوتريخوالي ضد چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ډېر شوی دی، يو نوی کمپاين پيل کړي.

پر لارينوالو د امنيتي ځواکونو ډزې

چارواکو او عيني شاهدانو ويلي دي چې د جمعې د ورځې په دې سوله ایز لاريون کې هغه وخت زورزياتی رامنځته شو کله چې خلک په ډله ایزه توګه د يوه پوځي ودانۍ ديوالونو ته ورسېدل. 

په پېښور کې د استخباراتو يوه چارواکي د نوم نه بربنډولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دوی [احتجاج کوونکو] د پوځ پر ضد شعارونه ورکول او ځينو یې د پوځي ودانۍ ديوالونه په ډبرو وويشتل. دا څه باعث شول چې پوځيان هوايي فېرونه وکړی چې په نتیجه یې ګډوډي رامنځته شوه.»

د خيبر پښتونخوا د عامې روغتيا وزیر پښتون يار، چې د لاريون له ويناوالو څخه يو وو، وويل چې په دې ترڅ کې يو تن وژل شوی دی.

پښتون يار، د پاکستان پر پوځ پر مظاهره کوونکو د ډزو تور ولګاوه.

ګیله من وزیر خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو

04:34

This browser does not support the video element.

نوموړي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د غونډې په ترڅ کې نیغ په نيغه پر ما او زما ترڅنګ پر ولاړو کسانو ډزې وشوې. دا هوايي فېرونه نه ول.» 

نوموړي زياته کړه: «فېرونه د هغو له خوا شوي دي چې غواړي زموږ سوله او امن له منځه يوسي. دوی غواړي چې زموږ د خلکو وينه وبهوي، خو زموږ ټولنه نور نه غواړي دا څه وزغمي.»

تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې له کلونو راهېسې په سيمه کې يو خونړۍ کمپاين پيل کړی دی او د زرونو ملکیانو ژوند یې اخيستی دی. دغه ډله تر هغه وروسته چې د يو شمير سرحدي سيمو کنترول یې په لاس کې واخيست، د پاکستان د پوځ له خوا په ۲۰۱۴م کال کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې پر شا تمبول شوې وه.

د تصفیې د دې عملیاتو په ترڅ کې په سلونو زره کسان بې ځايه شول او بې شمېره کورونه او د خلکو سوداګرې یې زيانمنې کړې. دا څه د خلکو د سختو غبرګونو باعث شول او د پښتنو د حقونو د ساتنې غږونه پورته شول.

خو د پاکستان د ځواکمن پوځ پر ضد احتجاجونه چې د شنونکو په آند د هيواد پر حکومت او بهرنۍ تګلاره ډېر نفوذ لري، په ندرت سره ترسره کيږي او ډېر ژر خاموشه کيږي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان، چې د واک څخه تر ګوښه کيدو وروسته یې د پوځ د مشر پر ضد مقاومت پېل کړی وو، دمګړۍ د بېلا بېلو تورونو او قضيو له کبله په زندان کې دی.

د نوموړي ګوند او د ګوند چارواکي او پلويان یې هم وځپل شول.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له هغه وخت راهېسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل د پاکستان په سرحدي سيمو کې يو ځل بيا تاوتريخوالی ډېر شوی دی.

اسلام آباد په کابل کې پر واکمني ادارې تور لګوي چې د هغو ډلو په له منځه وړلو کې پاتي راغلې چې د افغانستان په خاوره کې پټنځايونه لري او پر پاکستان بريدونه پلانوي.

خو د طالبانو اداره پر دې ټينګار کوي چې هیڅ بهرنيو وسله والو ته به اجازه ور نه کړي چې پر نورو هيوادونو د بريدونو له پاره د افغانستان خاوره وکاروي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب