د المان چارواکو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د دسمبر ۱۰) وویل چې په دې هیواد کې یې درې کسان د یوه شکمن «اسلامپاله» برید د پلان په تور نیولي دي. د پولیسو په خبره، د دغو کسانو د کورونو د پلټنې پرمهال یې وسلې او چړې موندلې او زیاتوي چې داسې شواهد یې هم موندلي چې د «تاوتریخوالي ډک شکمنو فعالیتونو» پر پلان کولو دلالت کوي.
آلماني چارواکو ویلي دي چې یادو درې کسانو داسې څه پلانول چې له کبله یې «دولت له خطر سره مخامخ کیدو» خو ټینګار کوي چې د دوی پلان اوس په لومړیو پړاونو کې وو او دا چې اوس عامو خلکو ته کوم خطر متوجه نه دی.
له داعش سره پخوانی بندي، اوس د ترهګرو په موندلو کې مرسته کوي
آلماني پلټونکو د نیول شویو کسانو په ډله کې پر دوو وروڼو تور پورې کړی دی چې دوی «سخت دریځه مذهبي نظریه درلوده او له اسلامي دولت یا داعش ډلې سره یې «ژوره خواخوږي» لرله.
د آلماني چارواکو په خبره په نیولو شویو کسانو کې دوه وروڼه لبناني الاصله آلمانان دي چې د دې هیواد په مانهایم ښار کې ژوند کوي او عمرونه یې هم د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي. د چارواکو په خبره، دریم کس ۲۲ کلن ترکي الاصله آلمانۍ دی چې د آلمان د هیسن ایالت په هوختانوس سیمه کې ژوند کوي.
د آلمان په بادن وتمبرګ ایالت کې چې منهایم یې هم یو له ښارونو دی، پولیسو ویلي دي چې تورنو کسانو د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره ژوره خواخوږي درلوده. د دې ښار پولیس زیاتوي چې د شکمنو کسانو د کورونو د پلټنې پرمهال امنیتي چارواکو د وسلو ترڅنګ حفاظتي واسکټونه، د مخ پټولو ماسکونه او ګڼ شمیر موبایلونه هم نیولي دي.
په آلمان کې ناکامه کړای شوي ترهګریز پلانونه
په تیرو اتلسو میاشتو کې د آلمان پولیسو ډیر شمیر ترهګریز پلانونه شنډ کړي دي، کوم چې په ظاهره کې د جهادیانو له خوا جوړ شوي ول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sohnپه آلمان کې د لایبزیک ښار پولیسو سوریایې مهاجر جابر البکر تر دوو ورځو پلټنو وروسته ونیوه. نوموړی د برلین پر هوایې ډګر د برید کولو په پلان تورن وو. د البکر له کور څخه چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي ول. خو تر نیول کیدو دوه ورځې وروسته هغه په زندان کې ځان وزړاوه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnowد جولای په میاشت کې یوه سوریایې مهاجر د انسباخ په ښار کې پر یو کنسرت د برید کولو هڅه کړې وه. هغه د کنسرت په دروازه کې تر نیول درول کیدو وروسته خپل ځان پورې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې په پایله کې یې ۱۵ تنه ټپیان شول.
انځور: picture alliance/AP Photo/D. Karmannد ۲۰۱۶ کال جولای میاشت، ووڅبورګ
د جولای په میاشت کې یو ۱۷ کلن افغان مهاجر د چاقو او تبر په وسیله د اورګاډې په مسافرو برید وکړ او څلور تنه سیلانیان یې ډیر سخت ټپیان کړل. نوموړی شخت بیا د پولیسو د ځوابي عمل په ترڅ کې ووژل شو.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Hildenbrandد می په میاشت کې پولیسو د آلمان په دریو مختلفو ایالتونو کې عملیات ترسره کړل او د داعش دری تنه شکمن کسان یې ونیول. د پولیسو په حواله له دوی څخه دوه تنو غوښتنل چې په دوسلدورف کې ځانمرګي بریدونه وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitijد اپریل په میاشت کې پولیسو د ایسن په ښار کې دری شکمن کسان ونیول. دوی د سکانو پر یوه عبادتځای د بمي برید په تور نیول شوي ول. د دغه بمي برید په پایله کې دری تنه ټپیان شوي ول.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kuschد آلمان په شمالي ښار هنوور کې پولیسو یوه مراکشي الاصله آلمانۍ صافیه ایس، پر یوه پولیس د چاقویې برید په تور ونیوله. پر صافیه ایس، تور لګول کیږي چې هغې د داعش تر فشار لاندې دا کار کړی دی.
انځور: Polizeiد فبروري په میاشت کې آلماني پولیسو په مختلفو ځایونو کې عملیات ترسره کړل او دری شکمن کسان یې ونیول. دغه کسان په برلین کې د ترهګریزو فعالیتونو د پلان درلودلو په تور نیول شوي دي. دغه کسان چې د مراکش هیواد څخه دي پر دوی شک کیده چې د داعش غړي دي.
انځور: Reuters/F. Benschاوبراورزل، د می میاشت ۲۰۱۵کال
تیر کال د می په میاشت کې په فرانکفورت کې د بایسیکل ځغلونې یوه سیالي منسوخ کړای شوه. پولیسو په هغه وخت کې د یوه ترهګریز برید په اړه اطلاع ترلاسه کړی وه او یو ترکي الاصله آلمانې او د هغې میرمنه یې نیولي ول. د دوی له کور څخه چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي ول.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert