د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اندېښنه ښوولې چې د افغان کډوالو د راستنیدو تازه څپه په بې ساري توګه چټکه، بې نظمه او له کړاوونو اوستونزو ډکه ده. ملګري ملتونه وايي دغه څه به د افغانستان وضعیت لا تر فشار لاندې راولي.
ملګري ملتونه اندیښمن دي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنیدو څپه به په افغانستان کې وضعیت لا پسې خراب کړي. انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
اعلان
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو ان اچ سي آر یوه چارواکي ویلي چې ښايي سږکال درې میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. نوموړي خبرداری ورکړ چې افغان کډوالو د راستنیدو دا څپه به پر افغانستان چې له مخکې یوه ستر بشري ناورین سره مخامخ دی، لا ډیر منفي اغیز وکړي.
د افغانستان دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان چې د ګڼ شمیر افغان کډوالو کوربه هیوادونه دي، په دې وروستیو کې داسې نوې پالیسۍ اعلان کړې چې پر افغانانو یې ژور اغېز کړی دی. تهران له وړاندې نه په دغه هیواد کې شاوخوا څلور میلیونه «بېاسناده» افغانانو ته د روان میلادي کال تر جولای ۶ پورې وخت ورکړی و چې د ایران له خاورې ووځي. پاکستان هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي عرفات جمال د کابل څخه په یوه ویډیويي خبري غونډه کې وویل: «موږ دا وینو چې له دواړو هېوادونو د افغانانو په سپکاوي، بې نظمي او پراخ شکل ایستل ادامه لري چې دا اقدام پر یوه داسې هېواد ډېر فشارونه راوړي چې خپلو کډوالو ته د هرکلي کولو اراده لري، خو هېڅ چمتووالی نه لري.» نوموړي اندیښنه وښوده چې «زموږ لپاره د دې بیرته ستنېدنې اندازه، شدت او طریقه ډېره د اندېښنې وړ ده.»
انځوریز رپوټ: له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج څپه
ایران پر افغان مهاجرو فشار زیات کړی او د اسرائیل او امریکا د پریدونو په پایله کې د دوی اخراج ته یې شدت ورکړی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته داخلیږي.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د ۲۰۲۵م کال د جولای ۴ نیټه: له ایران څخه ستانه شوي مهاجر د خپلو اداري کارونو بشپړیدو ته انتظار باسې، څو خپل هیواد ته ستانه شي. ایران په دې وروستیو کې د افغان مهاجرو نیولو او اخراج ته زور ورکړی دی.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ډیری بیرته ستنیدونکي وایي چې نیول شوي او له تاوتریخوالي څخه په استفادې په زور اخراج کړای شوي دي.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
اکثره دغه اخراج شوي او بیرته ستنیدونکي کسان وایي چې د ایران انتظامي مسؤلینو ورسره له ناوړه چلند څخه کار اخیستی دی. دوی یې وهلي او ټکولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د تیرو برعکس چې اکثره بې فامیله نارينه به اخراجیدل، دا وار ډیر شمیر کورنۍ له ښځو، ماشومانو او سپينږیرو سره لیدل کیږي چې هیواد ته ستنیږي او یا هم اخراج شوي دي.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ایراني چارواکو پر دغه هیواد د اسرائیل او امریکا له برید څخه وروسته پر افغان مهاجرو محدودیتونه ډیر کړي او ژوند یې ورته ستونزمن کړی دی.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو سازمان د عالي کمیسارۍ رئیس عرفات جمال د اسلام قلعه د سرحدي پولې وضعیت په اړه وویل: «دوی له بسونو سره راځي او ځیني وختونه پنځه بسونه په یو وخت کې را رسیږي او خلک له بسونو ښکته کیږي. دوی گنگس، سرگردانه، ستړي ستومانه او وږي دي.»
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images