1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتنیوزیلند

د ښځو فوټبال نړیوال جام تر پېل مخکې درې کسان په ډزو وژل سوي

۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبه

په نیوزیلنډ کې د ښځو فوټبال د نړیوال جام له پیلیدو څو ساعته مخکې د ډزو له امله درې کسان وژل سوي او شپږ نور ژوبل سوي دي. په وژل سویو کسانو کې برید کوونکی هم شامل دی.

Neuseeland Schüsse in Auckland
انځور: Nathan Frandino/REUTERS

له دې پېښې سره سره به نن د ټاکل سوي مهالوېش سره سم دا سیالۍ پیل سي. په نیوزیلینډ او اسټرالیا کې د ښځو فوټبال نړیوال جام پیل د یوې خونړۍ پیښې له امله اغیزمن سوی.

پر ځايي وخت د جولای پر ۲۰مه د پنجشنبې په سهار، یوه سړي په اوکلنډ کې لوبو ته څېرمه په یوه ساختماني ځای کې ډزې وکړې.

  د دویچه ویله فیس بوک پاڼه همدلته درسره تعقیب کړئ

د دغه برید په پایله کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل سوي دي، چې د درو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل سوی دی. برید کوونکی هم د پولیسو په مخامخ ډزو کې ویشتل سوی دی.

اړوند مطالب:په مزار شريف کي د ښځينه فوتسال اتلولۍ تر سره سوې

د نیوزیلنډ لومړي وزیر کریس هیپکنز وویل چې نړیوال جام به له پلان سره سم پرمخ ځي. د هغه په ​​وینا «دا ډزې سیاسي انګیزه نه وه او ملي امنیت ته کوم ګواښ نه دی.»

د نیوزیلنډ د ورزش  وزیر ګرانټ رابرټسن وویل چې هغه د فیفا رئیس انفینتینو او د فیفا عمومي منشي فاطمه سامورا سره خبرې کړې او دوی خپله خواخوږي ورسره څرګنده کړې ده.

د ښځینو فوټبال | ریال ماډریډ او والنسیاانځور: Alberto Gardin/Zuma/IMAGO

د اوکلنډ ښاروال وین براون په وینا، د فیفا ټول کارکوونکي او د نړیوال جام ټیمونه خوندي دي. د شهراډن پارک لوبغالی، چې نن د ناروې او نیوزیلنډ ترمنځ د ښځو د نړیوال جام د پرانیستلو لوبه پکې ترسره کیږي، د پیښې له ځايه په اورګاډي کي شل دقیقې لري دی.

اړوند مطالب:په افغانستان کې ښځې سپورتي کلبونو ته له تلو څخه منع سوي

د فیفا د ښځو فوټبال نړیوال جام نهمه سیالۍ به د نیوزیلنډ او استرالیا ترمنځ په ګډه ترسره سي.

ص.ذ/ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب