1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآلمان

آلمان: درې تنه ځوانان د ترهګریز برید په پلان تورن شول

۱۴۰۳ مهر ۱۵, یکشنبه

آلمان کې درې تنه ځوانانو باندې د یوه ترهګریز خونړي پلان جوړولو تور پورې شوی دی. پر دغو دریو تنو ځوانانو باندې چې دوه یې هلکان او یوه یې نجلۍ ده همدا راز له آلمان څخه بهر د یوې جهادي ډلې سره د تماس تور هم لګول شوی دی.

څارنوالانو ویلي چې د یوه څلورم کس په هکله هم پلټنې روانې دي او دا چې قضیه یې د المان په شتوتګارت ښار کې یوې محکمې ته سپارلې ده.
د آلمان په لویدځ کې درې تنه ځوانانو باندې په آلمان کې د یوه ترهګریز خونړي پلان جوړولو تور پور کړل شوی دی.انځور: David Young/dpa/picture alliance

د المان د نورد راین وستفالن ایالت په مرکز دوسلدورف کې د محکمې یوه ویاند د آلمان خبري اژانس ته ویلي چې په نورد راین ویستفالن کې یوې محکمې پر دغو دریو ځوانانو باندې د یوه خونړي ترهګریز برید د پلانولو تور پورې کړی دی. په دغه برید تورن کسان چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي، د اپریل میاشتې راهیسې د پولیسو په توقیف کې دي. یادې محکمې په دې وروستیو کې په بند کې د دوی د ساتلو حکم صادر کړی وو.

پر دغو کسانو باندې تور دی چې دوی په آلمان کې داسلامي دولت یا داعش ډلې د اهدافو او ایدیولوژۍ سره سم د یوه ترهګریز برید پلاندرلود. د څارنوالانو په خبره، ویل کیږي چې دغو دریو ځوانانو د تلګرام ټولنیزې شبکې له لارې د ترهګریز برید طرح له یو بل سره شریکه کړې وه. د دوی په پلانونو کې، په کلیساګانو، د اورګاډو په تم ځایونو، د پولیسو پر مرکزونو او ان د محاکمو پر دفاترو باندې بریدونه شامل وو چې دوی یې په هکله بحثونه کړي ول.

په ورته وختو کې په جرم تورنو کسانو هم یادو تورونو ته غبرګون ښوولی خو لا واضح نه ده چې دوی دغه تورونه رد کړي او یا یې منلي دي. تراوسه پورې د دوی د محاکمې له پاره کومه نیټه نه ده اعلان شوې.

زیاته شوې چې د یوه څلورم تورن کس په هکله د پلټنو دوسیه د المان په بادن ويورتمبرګ ایالات کې د اشتوتګارت عمومي څارنوالۍ ته سپارل شوې ده. یوه څارنوال ویلي چې دغه ځوان د یوه داسې «عملي او له خشونته ډک جرم کولو» سره موافقت کړی وو چې دولت له خطر سره مخامخ کوي.

د هاګن ښار پولیسو په لومړیو کې په ایزرلون ښار کې د یوې داسې ۱۶ کلنې نجلۍ په هکله معلومات ترلاسه کړي ول چې غوښتل یې آلمان ترک کړي او له داعش ډلې سره یوځای شي. زیاته شوې چې دغې مظنونې نجلۍ خپل پلان په دوسلدورف کې له تورن شخص سره شریک کړی وو او دا چې وروسته له هغې د پولیسو له لوري ونیول شوه. د پلټنو په جریان کې معلومه شوه چې هغې د خپلو بریدونو په تړاو له دوو ځوانانو سره خبرې او معلومات شریک کړي ول.

له داعش سره پخوانی بندي، اوس د ترهګرو په موندلو کې مرسته کوي

03:33

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب