آلمان کې د داعش ملاتړي ته درې کلنه د بند سزا
۱۴۰۴ دی ۲۷, شنبه
آلمان کې د برلين عالي محکمې د «اسلامي دولت» یا (داعش) د ملاتړ په تور يو کس د ځوانانو د بند په درې کلنې سزا محکوم کړی دی. د برلین د دغې محکمې د جمعې د ورځې (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۱۶مه) د اعلاميې له مخې، د دولت د امنيت څانګې محکمې چيچنی اخماد ا. د يوې سختې دولت ګواښونکې تاوتريخجنې کړنې د ترسره کولو د تيارۍ او د يوې ترهګرې ټولنې د ملاتړ په ګډون په بېلابېلو تورونو مجرم وباله. د محکمې د دوسیې د معلوماتو له مخې اخماد ا. د جرم پر مهال ۱۸ کلن و.
د روسيې تابعيت لرونکی دغه کس لږ تر لږه د ۲۰۲۴ کال له پيل راهيسې په جدي ډول له اسلام سره بوخت شوی او په انټرنېټ کې تندلارۍ ته مايل شوی و. د راپور له مخې، هغه تر ټولو ناوخته د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې پرېکړه کړې وي چې د آلمان په فدرالي جمهوريت کې بريد ترسره کړي.د معلوماتو په اساس د بريد يو احتمالي هدف په برلين کې د اسرائيلو سفارت و. هغه په انلاين ډول د چاودېدونکو توکو د کيمياوي جوړولو لارښوونې ترلاسه کړې وې، خو ځکه چې هغه اړينې برخې او مواد نه شو ترلاسه کولی، نو له دې پلان څخه يې لاس واخيست.
د وتلو د هڅې پر مهال نیول کیدل
د راپور له مخې، هغه د داعش له غړو سره چټ هم کړی و او تبليغاتي مواد يې روسي او چيچني ژبو ته ژباړلي ول. سربېره پر دې، هغه افغانستان ته د تګ پلان هم جوړ کړی و، څو هلته د داعش لپاره وجنګېږي. د تېر کال د فبرورۍ په ۲۰مه، کله چې هغه د هېواد پرېښودو هڅه کوله، نو د برلين په هوايي ډګر کې ونيول شو.
محکمې وويل، د هغه د عمر له امله چې د جرم پر مهال يې اتلس کاله نه وو پوره کړي، او د پخېدنې د ځنډ له کبله، د ځوانانو سزا ورته واورول شوه. په همدې وخت کې د محکمې مشر قاضي ټينګار وکړ چې دا «ډېرې جدي کړنې» وې، «چې د لوړې بې احساسۍ او د داعش د موخو د ژور منلو نښې پکې ښکاري». دا حکم لا وروستی نه دی.