1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایورست غره کې سلګونه غره ختونکي بند پاتې دي

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، رويترز
۱۴۰۴ مهر ۱۴, دوشنبه

د ايورست غره د تبت لوري ته د سختو وارو له کبله سلګونه غره ختونکي بند پاتې دي. د ايورست شمالي لوري کمپ کې د خيمو د زيانمېدو له کبله د غره ختونکو د ټپي کیدو او په لومړي سر کې د لارو د بندیدو خبرونه ورکړل شوي ول.

آرشيف انځور: د ايورست غره په لمن کې د غره ختونکو زيړ رنګه خیمې
جيمو نيوز ويلي ول چې غره ختونکي په هغو کمپونو کې ول چې د شا او خوا ۴۹۰۰ مترو په ارتفاع کې پراته دي.انځور: Peter Giovannini/imageBROKER/picture alliance

د چين د «سي سي ټي وي» په نوم دولتي تلویزيون ويلی چې د يکشنبې په ورځ د ايورست غره د تبت له لوري ۳۵۰ غره ختونکي ژغورل شوي او دا چې له نورو بندو پاتو ۲۰۰ کسانو سره اړيکه ټينګه شوې ده. زياته شوې چې دغه کسان به په کوچنيو ډلو کې د کوډانګ کوچني ښارګوټي ته واستول شوي.

د چين د جيمو نیوز په نوم دولتي رسنۍ تر دې مخه خبر ورکړی وو چې شا او خوا زر تنه غره ختونکي د ايورست غره د شمال لوري تر بېس کمپ څخه په لاندې پرتې سيمه کې بند پاتې شوي ول. 

جيمو نيوز ويلي ول چې غره ختونکي په هغو کمپونو کې ول چې د شا او خوا ۴۹۰۰ مترو په ارتفاع کې پراته دي.

د چين د «سي سي ټي وي» تلویزيون په رپوټ کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې آیا هلته د ګرځندويانو سيمه ایز لارښود ډلې او د مرستې عمله موجوده وه او که نه.

د رپوټونو په حواله د غره ختونکو خیمې زيانمې شوي او د يو شمیر غره ختونکو د ټپي کيدو خبرونه هم ورکړل شوي خو تر اوسه د تلفاتو په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

که څه هم چې د دغه غره ختونکو د ژغورنې له پاره عمليات روان دي چې د دوامدارې واورې او تېزو بادونو هغه ټکني کړي دي.

اړونده موضوع: ایران: پنځه غره ختونکي د واوري ښویدني له امله مړه شوي

د سيلانيانو د سفرونو برابرونکو سيمه ایزو شرکتونو ويلي دي چې له جمعې ورځې راهېسې په دوامداره توګه واورې اوري. کمپونو ته د غځيدلو لارو د پاکولو په موخه د سيمې خلک هم استخدام شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټوله سيمه دمګړۍ له واورو او اورښتونو سره مخامخ ده. په نيپال کې هم پرله پسې ورښتونو د ځمکې ښوېدو او سېلابونو باعث شوي چې د يو شمیر کسانو ژوند یې اخیستی دی.

ایورست د نړۍ تر ټولو لوړ غر دی چې څوکه یې د سمندر له سطحې ۸۸۴۸ متړه لوړه ده.

دا غر خونړۍ بلل کيږي او له ۱۹۵۳م کال راهېسې چې تنزينګ نورګی، او ايدموند هيلري، د لومړيو غره ختونکو په توګه ور ختلي ول، په سونو غره ختونکو د دې هڅې په ترڅ کې خپل ژوندونه بايللي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب