د آلمان خبري آژانس په حواله، د پولیسو یوې ویاندې د یکشنبې په ورځ د می ۱۶مه وویل چې دغه پېښه د آلمان ختيځ ښار لایپزیګ ته څېرمه په شکويدیتس ښار کې شوې ده.
ویاندې وويل چې یو کس برسېرن ټپی شوی چې روغتون ته رسول شوی او له دې پرته «نور د خلکو له پاره کوم خطر نشته.»
چارواکو ويلي چې پړانګ په یو شخصي ځای کې ساتل کېده چې تر تېښتې وروسته په یوه باغ کې په ډزو ووژل شو، خو دا ېې نه دي ويلي چې پړانګ څنګه تښتېدلی وو.
پولیسو ډاډ ورکړی چې په حاضر وخت کې داسې کومې نښې نښانې نشته چې کوم بل حیوان دې هم تښتېدلی وي. چارواکي په پام کې لري يو ډرون پورته او ټوله سیمه وڅاري تر څو ډاډ ترلاسه شي چې په ټوله سیمه کې بل تښتېدلی خطرناک حیوان نه شته.
ځايي رسنیو ويلي تر دې مخکې د لايپزيک پر یوه اوسېدونکي د پړانګانو د ساتنې پر له پسې ادعاوې شوې وې.
د ژويو له نړۍ څخه د کال لس غوره انځورونه
په لندن کې د طبيعت د تاريخ موزيم هر کال د طبيعت او ژويو تر ټولو ښه عکسونه انتخابوي. په دغه البوم کې د ۲۰۲۰م کال غوره عکسونه او هغه انځورونه هم ووينئ چې د جایزې اخيستلو وروستۍ مرحلې ته رسېدلي ول.
انځور: Mogens Trolleاصلي جايزه: پړانګ يوه ونه په غېږ کې نيولې ده
سرګي ګورشکوف د ۲۰۲۰م کال د ژويو د نړۍ د غوره عکس جايزه تر لاسه کړې ده. يوه پړانګه د ختيځې سايبريا په ځنګل کې يوې ونې ته ورغاړه وتلې ده. وتلي روسي عکاس ګورشکوف د دې شېبې د ثبت له پاره ۱۱ مياشتې انتظار ويستلی وو.
انځور: Sergey Gorshkovژوري پلاوي د اوږدې پوزې لرونکې دغې بيزو عکس د کال د غوره پورترې په عنوان خوښ کړی دی. د دغو بيزوګانو چې يوازې د بورنيو په جزيرو کې ژوند کوي، پوزې د فيل د خرطوم په څېر اوږديږي. سره له دې چې دغسې پوزې د خوراک کولو پر مهال يو څه خنډ ګرځي، خو نور حواس بيا پياوړي کوي. دغه عکس دنمارکي موګنس ترول اخيستی دی.
انځور: Mogens Trolleدغه عکس چې چينايي، سودا کای، په فيليپين کې د يوه کوچني مرکب کب څخه اخيستی دی، د اوبو د غوره عکس جايزه وړې ده. ژوري پلاوي د سيالۍ په دې دور کې په يوه آنلاين سيالۍ کې د ۴۹ زرو انځورونو څخه انتخاب کړی دی. دغه انځورونه حرفه يي او آماتور عکسانو اخيستي ول چې سل تنه ورڅخه وروستي پړاو ته هم ورسېدل.
انځور: Songda Caiدغه ښيښه يي چندښه يو نادر ژوی دی چې يوازې په اکوادور کې ژوند کوي او نوع يې په ورکېدو دی. دغې چندښې په باران کې يوه غڼه نيولې ده. دغه عکس هسپانوۍ خايمه کولبراس اخيستی چې د ذولحياتينو او خزنده ګانو په برخه کې يې جایزه ګټلې ده.
انځور: Jaime Culebrasد ځمکې له تله د اورونو لړۍ
د ايټاليا په سيسيل سيمه کې د اتنا اورشيندی د اروپا تر ټولو فعال اورغورځونکی غر دی. ايټاليايي لوچانو ګاودنسيو په دې عکس سره د ژوند د چاپېريال جايزه ګټلې ده. دغه تصوير داسې يو سمبوليک حالت ښيی چې د ځمکې له تله پکې ويلي شوو ډبرو د اورونو يوه لړۍ رامنځ ته کړې ده.
انځور: Luciano Gaudenzioماکوک يوه وړه بيزو ده چې په زنځير کې د بالي په يوه بازار کې پلورل کيږي. دغه بيزو ډېره غمجنه ښکاري. هغه د يوه بې ژبي مرئي په څېر له آزاد طبيعته يرغمل شوې او د يوه ترخه برخليک سره مخامخ د انسانانو ښار ته راغلې ده. دغه عکس د پل هيلتون دی.
انځور: Paul Hiltonلينا هايکينن يوه فنلنډۍ ځوانه عکاسه ده چې د ۱۵ تر ۱۷ کلنو عکسانو په کټګورۍ کې يې سيالي وړې ده. په دې عکس کې يوه ځيرکه او ښکلې ګيدړه ښکاري چې يو قاز يې ښکار کړی. دغه انځور له طبيعت سره د مينې له يوې زاويې څخه اخيستل شوی دی.
انځور: Liina Heikkinenسام سلوس چې ښايي د ۱۱ تر ۱۴ کالو پورې عمر ولري، د اندونيزيا په اوبو کې د دغه رنګين کب عکس اخيستی دی. سام د کب د وازې خولې له کبله حيران شو چې وروسته ورته تشريح شول چې دغه کب د «غوښه خوړونکو بوټو» په لومه کښېوتی دی.
انځور: Sam Slossفرانک دشاندول يو فرانسوی عکاس دی چې په نورماندي کې يې خپل کور ته څېرمه د دغو تورو مچيو عکس اخيستی دی. دغه مچۍ د خپلې ځالې په لور الوتنه کوي. دغه عکس په ډېر مهارت سره اخيستل شوی دی.
انځور: Frank Deschandolدا هم د تي لرونکو حيواناتو يو عکس
دا په تيبت يعنې د چين په شمال لويديځ کې پيشو ته ورته ژوي دي. چينايي عکاس شانيوان لي د دغو پيشوګانو په کمين کې ناست و کومې چې د خوراک په لټه کې وې. په دې ترڅ کې مور يې خطر ته متوجه شوله چې بچيانو يې ورسره يو ځای تېښته اختيار کړه.
انځور: Shanyuan Li