1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ټيک ټاک آپلکیشن پر کارولو بنديز ولګاوه

۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبه

پاکستاني چارواکو ويلی چې په دغه اقدام يې وروسته ترهغه لاس پورې کړ چې د ټيک ټاک شرکت د «غیر اخلاقي» محتویاتو درلودونکو موادو په فلټر کولو کې پاتې راغلی دی.

China App TikTok
انځور: picture-alliance/dpa/Da Qing

ټيک ټاک هغه آپلکیشن دی چې کارونکي يې پر انټرنيت خپلې ويډيو ګانې خپروي. د ټيک ټاک ډيری کارونکي ځوانان دي. پاکستان دغه آپلکيشن د جمعې په ورځ په داسې حال کې بند کړ چې تر دې يوه مياشت مخکې يې د ټینډر په ګډون دې ته ورته نورآپلکيشونه هم بند کړي وو.

د پاکستان د مخابراتو سازمان (PTA) په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د ټيک ټاک آپلکيشن «د ټولنې د مختلفو اقشارو له خوا د دغه آپلکيشن د غیراخلاقي او ناوړه محتوياتو په اړه د شکايتونو په نتيجه کې بند کړل شو.»

د پاکستان د مخابراتو سازمان چارواکي وايي چې دوی ټيک ټاک ته خبردرای ورکړی وو چې د غيرقانوني محتوياتو درلودونکي مطالب مديريت کړي، خو دغه ټولنيزه انټرنيټي شبکه په دغه کار کې پاتې راغله.

د پاکستان د لومړي وزير، عمران خان، يو سلاکار، ارسلان خالد، چې د پاکستان د مخابراتو ادارې له اقدام څخه ملاتړ کوي، په جون مياشت کې يې ټيک ټاک شرکت ته د خپلو «ناوړه محتویاتو» د فلټر کولو څخه خبرداری ورکړی وو.

هغه ادعا کوي چې په «ټيک ټاک کې د ځوانو نجونو له خوا ناوړه استفادې، اعتراضونه (او) جنسي مسايل د والدينو له پاره پر یوه سرخوږي واقع شوی دی.»

خو د پاکستان د مخابراتو ادارې د جمعې په ورځ دا هم وويل چې دوی تيار دې چې پر خپل دغه تصمیم له سره کتنه وکړي. په دې معنی چې دوی «د ټيک ټاک له خوا د ناوړه محتوياتو د مديريت کولو يو مناسب میکانیزم ته تيار دي.»

ټيک ټاک چې د چينايي شرکت، بايت ډانس ملکيت دی، ويلي دي چې «دوی په هغو سيمو کې چې دغه آپلکيشن په کې کارول کيږي د قوانينو عملي کولو ته ژمن دي.»

ټيک ټاک ټولنيزې رسنۍ په يوې اعلاميه کې ويلي دي: «موږ د پاکستان د مخابراتو له سازمان سره په منظم ډول په ارتباط کې يو او د هغوی سره په ګډه کار کوو. موږ اميد لرو، داسې يوې نتيجې ته ورسيږو چې وشو کړای خپل متحرک او تخليقي آنلاين خدمات په دغه هیواد کې جاري وساتو.»

دا په داسې حال کې ده چې يوه مياشت مخکې د پاکستان په ګاونډي هيواد، هندوستان کې هم ټيک ټاک آپلکيشن بند کړل شو. يو کال مخکې بنګله ديش هم د فحشاوو د مخنيوي د يوې برخې په توګه دغه اقدام کړی وو او په ۲۰۱۸م کال کې اندونيزيا هم ټيک ټاک ته لاسرسی ناڅاپي بند کړی وو.

دویچه ويله/م.ک.ص./م.ق.ن.

زموږ د آرشيف دغه انځوريز البوم هم کتلای شئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب