1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ولي ټيک ټاک بند کړ؟

۱۳۹۹ اسفند ۲۲, جمعه

د پاکستان د رسنيو څارونکې ادارې ونه ويل چې دغه بنديز موقتي يا دايمي دی. د پېښور های کورټ يا لوړې محکمې وويل چې په دغه پليټ فارم کې ځينې ويډيوګانې د پاکتساني ټولنې له پاره «د منلو وړ نه» دي.

TikTok App Smartphone Handy Symbolbild
انځور: Drew Angerer/Getty Images

پاکستان ټيک ټاک بند کړ چې د چين تر ټولو ستر د ويډيو شريکولو اپليکيشن دی. دا هم په دوهم ځل. د پاکستان د رسنيو څارونکې ادارې دغه ګام وروسته له هغه پورته کړ چې يوې محکمې په دغه پليټ فارم کې له «غير اخلاقي او نامناسبې منځپانګې» څخه يادونه وکړه. 
دغې ادارې د پاکستان د های کورټ (لوړې آيالتي محکمې) تر پرېکړې وروسته وويل چې «د پاکستان د تليکام ادارې (PTA) د خدماتو عرضه کوونکو ته هدايت کړی چې سملاسي د ټيک ټاک اپ ته لاسرسی بند کړي». 
دغې ادارې نور جزئيات ورنه کړل چې آيا دغه بنديز به موقتي که دايمي وي. د پېښور آيالتي محکمې وويل چې ځينې ويډيوګانې په دغه پلېټ فارم کې د پاکستان ټولنې ته «د منلو وړ نه» دي.
دوو حقوقپوهانو دغه ويډيوګانې «د پاکستان له اخلاقي معيارونو او ارزښتنو سره خلافې» بللي. هغوی له محکمې څخه غوښتنه وکړه چې ټيک ټاک تر هغه پورې بند کړي چې فعاليت يې د پاکستان د تليکام ادارې له هغو لارښوونو سره سمون ولري چې تېر کال وړاندې شوې.
دغه اپ پخوا هم د لومړي وزير عمران خان د سلاکارانو تر انتقاد لاندې راغی چې ويلي يې دي دغه
پلېټ فارم د ځوانو نجونو څخه «ناوړې استفادې» ته لاره هواروي.

دا لومړی بنديز نه دی

پاکستان د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کې هم ټيک ټاک په موقتي توګه د يو څو ورځو له پاره بند کړی وو، چې دغه بنديز وروسته له هغه لېرې شو چې د ټيک ټاک مديريتي څانګې د پاکستان له حکومت سره ژمنه وکړه چې ټول هغه حسابونه به تړي چې «په تکرار سره په بدو اخلاقو کې ښکېل» وي. 
دغه هيواد د ټولنيزو رسنيو له محتوا سره يو ستونزمن تاريخ لري، چې د ګاونډي هېواد هند کړو وړو ته ورته دی. هند هم ټيک ټاک وروسته له هغه بند کړی وو چې له چين سره يې د لدخ سيمې په سر سرحدي شخړه لرلې وه.
ټيک ټاک د پاکستان وروستی بنديز ننګولی هم دی او ويلي يې دي چې «ټيک ټاک د خلاقيت او نظر څرګندونې پر بنسټ جوړ شوی، چې پياوړي د ساتنې تدابير لري څو نامناسبه منځپانګه له پلېټ فارم څخه لېرې پاتې شي.»
تېر کال د پاکستان څارونکو له يوټيوب څخه هم غوښتنه وکړه چې ټولې هغه ويډيوګانې سمدلاسه بندې کړي چې دوی يې په هيواد کې ورته د لاسرسي مخه نيول غواړي. پر دغې غوښتنې د حقوقو مدافعينو بيا نيوکه وکړه.

ټيک ټاک د ويډيوګانو د شريکولو يو اپليکيشن دیانځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب