د فرانسې خبري آژانس په وینا، د تیو جکسن زامنو تاج، تاريل او تي جي د یکشنبې په ورځ ناوخته د خپل پلار د مړيني خبر تائید کړ. دوي ويلي دي: «په ډېرې خواشينۍ سره موږ اعلانوو چې زموږ ګران پلار، د «راک اينډ رول د مشاهرو تالار» تیتو جکسن نور زموږ په منځ کې نشته.»
د جکسن د کورنۍ یو ملګري، ستيف ماننیګ، انترټایمنټ ټونايټ (ET) تلویزون ته ويلي دي چې تیتو يکشنبه په داسې حال کې چې له نیو مکسیکو په اوکلاما کې خپل کور پر لور ېې موټر چلاوه، ظاهراً د زړه حملې له کبله مړه شوی دی.
د تيتو جکسن زامنو د خپل پلار مرګ یوه «ټګان ورکونکې، غمجنه او زړه ماتوونکی» پېښه بللې ده. دوي ويلي دي چې «پلار ېې یو غښتلی سړی وو چې د هر چا د ودې او هوساينې فکر ېې درلود.»
تاج، تاریل او تي جي ويلي چې پلار به ېې تل دوی ته نصیحت کاوه چې «له یو بل سره مينه وکړئ.»
تيتو په وروستیو کې له خپلو وروڼو مرلان او جکي سره د جکسن ډلې په توګه په آلمان، انګلستان او د امریکا په کالیفورنیا کې کنسرتونه درلودل.
په دغه د ۱۹۷۱ کال په انځور کې تیتو جکسن له خپلو وروڼو او پلار جو جکسن سره لېدل کيږيانځور: Imago/ZUMA Press/P. Roach تيتو د خپلې کورنۍ، جکسن۵ په نوم د هنري ډلې، له اصلي غړو يو وو. د دغې ډلې نور غړي د هغه وروڼه جکي، جرماین، مرلان او مایکل جکسن وو.
جکسن۵ ډلې، په ۱۹۶۹ کې د موسيقي د ثبت له موټاون شرکت سره تر تړون وروسته یو لړ نړېوالې لاسته راوړنې درلودې. په دغو لاسته راوړنو کې د ۱۹۶۰م کلونو په وروستیو کې «زه تا بېرته غواړم» او د ۷۰مې لسیزې په سر کې د «زه به هلته یم» او «اې بي سي» سندرې شاملي دي.
مایکل جکسن د کورنۍ کشر ورور وو چې په ۲۰۰۹م کال د ۵۰ کلونو په عمر ومړ. سندرغاړې جانت جکسن د دوی کشرۍ خور ده.
تیتو له خپلو وروڼو سره په ۱۹۹۷ کې د موتاون له وتلې سندرغاړې دیانا روز سره په ګډه د «راک اينډ رول د مشاهرو تالار» کې داخل شول.
د تیتو جکسن د ويب پاڼې پر اساس، هغه له ۲۰۲۳م کال راهيسې له خپل بیګ بلوز او فنک باند سره کنسرټونه اجرا کول.
(AFP)mks/nz
له آرشیف څخه:
د راک ملکه مړه شوه؛ د تینا ترنر د ژوند لوړې ژورې
د پاپ موسیقۍ مشهوره سندرغاړې تینا ترنر، چې ژوند یې له سختیو او کړاونو ډک غږ یې بيا سخت ځواکمن و. دغه ستورې چې د راک د ملکې په نوم مشهوره وه په ۸۳ کلنۍ کې مړه شوه. انځور: Sven Simon/dpa/picture alliance د راک ملکه تینا ترنر چې لسیزې لوی سالونونه او ستدیومونه د دې د کنسترت له پاره له خلکو ډک ول، په ۸۳ کلنۍ کې مړه شوه. ترنر په وروستیو کلنو کې له بیلابیلو ناروغیو کړېده. تینا ترنر، چې ژوند یې له سختیو او کړاونو ډک و خو غږ یې له سختیو سره په پر تله همدومره استثنایي او ځواکمن و. د فعالیت پر مهال یې شاوخوا ۱۸۰ میلیونه آثار وپلورل شول.
انځور: Sven Simon/dpa/picture alliance تینا ترنر چې د امریکا د تنسي ایالت په ناتبوش ښار کې زیږیدلې د خپل څو لسیزو فعالیتونو په لړ کې یې ډیرې لوړې ژورې تجربه کړي. هغه په ۱۹۹۳م کال کې د تانسي ایالت د یوه کلي په یوه مذهبي کورنۍ کې وزیږیده. یواځنی څه چې هغه مهال یې فکر هم پرې نشو کولی د دې نړیوال شهرت و.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Oudenaarden د تینا ترنر پلار د یویې کارخانې کارګر وو. کورنۍ یې د سویلي امریکا د تورپوستانو د موسیقۍ په سیمه کې ژوند کاوه. ترنر سره له دې د سيبن پوستانو راک موسیقۍ ته مخه کړه او سندرو یې د سپین پوستانو او تور پوستانو تر منځ پوله ماته کړه.
انځور: Miguel Villagran/Getty Images تینا ترنر لا ۲۰ کلنه نه وه چې د موسیقۍ یوه مدیر یې هنر کشف کړ. پر همدې بنسټ هغې خپله همکاري د آیکه په نوم یوه موسیقۍ غږوونکي سره پیل کړه. دوئ دواړو ډېرو ښارونو ته سفرونه وکړل چې د وخت په تیریدو یې نوم د ټولو په خوله شو. نه یواځې په موسیقۍ کې په شخصي ژوند کې یې هم سره واده وکړ. سره له دې چې د موسیقۍ بریالي ژوند تر شا یې د شخصي ژوند تیارې شیبې پټې وې.
انځور: picture-alliance/Keystone لومړنۍ تر ټولو ډیره پلورل شوې سندره په ۱۹۶۰م کال کې ترنر خپله لومړنۍ تر ټولو ډیره پلور شوې سندره ثبت کړه. دغه سندره د A fool in love په نوم د امریکا په هغو ۲۷ سندرو کې راغله چې ډېري پلورل شوې وې. دا یې د مجبوبیت لوړمنی ګام و.
انځور: imago/United Archives آیکه یو معتاد او خیانت کوونکی سړی و. خپله ښځه به یې وهله نشوو یې نه یواځې مسلکي ژوند بلکې شخصي ژوند هم خراب کړ. وروسته له یوې شخړې ترنر نیمه شپه له کوره وتښتېده. پیسې یې نه درلودې او پوروړې هم وه. په لومړیو کې يې له دوستانو سره ژوند کاوه او وروسته یې د ټولنیزو مرستو او په کوچنیو کافي دوکانونو کې په سندرو ویلو خپل لګښتونه پوره کول.
انځور: Getty Images/Evening Standard هغې ته د ۱۹۸۳م کال په ډسمبر میاشت کې ژوند خپله ښه څیره وروښودله. د تمې خلاف یوه غزله یې "راځه چې سره پاتې شو" د کال په تر ټولو ډېره پلورل شوې سندري بدله شوه. یو کال وروسته یې افسانوي آلبوم د Private Dancer په نوم خپور شو چې تر ۱۱ میلیونه ډیرې کاپۍ یې وپلورل شوې. دا د تینا له پاره چې هغه مهال ۴۵ کلنه وه، ځواکمن بیا راتګ و.
انځور: picture-alliance/Keystone/Röhnert نه یواځې ځانګړی غږ یې بلکې ظاهري څېره، سینګار او ویښتانو یې هم هغه یوه ستورې کړه: «زه په خپلو کنسرتونو کې هغه څه وایم چې د خلکو خوښ دي. هغوئ زما د ویښتانو سټایل، پښې او سرې شونډې خوښوي. ټول هغه څه چې ما پرې شهرت پیدا کړ.» (انځور: په ۱۹۹۵م کال کې د Live Aid نه هیریدونکی کنسرت کې تینا ترنر او میک جاګر ګډ انځور).
انځور: Getty Images/F. Micelotta/ تینا ترنر د خپلو فعالیتونو په اوږدو کې جوړيي سندرې هم ډیرې ویلي او د راک او پاب له ډیرو ستورو سره یې همکاري درلوده. هغې په ۲۰۰۸م کال کې د ګرمي په نوم جایزو په مشهور محفل کې له بیانسه سره یو ځای سندره وویله.
انځور: Mike Blake/REUTERS په ۱۹۸۹م کال کې د ترنر نوم د ریکاډونو په ګینس کتاب کې ځکه ثبت شو چې د برازیل په ریو د ژينيرو کې یې یوه کنسرت ته ۱۸۶زره خلک راغلي و چې دا تر ټولو ډیر لوی شمیر ګڼل کیږي.
انځور: AP تینا ترنر یو ځل په یوه مرکه کې خپلو ځوانو پلویانو ته لارښوونه کړې وه: «د خبرو مخاطبانې مې نجونې دي، که غواړئ چې ښکلې ښکاره شئ دا کار د ځان له پاره وکړئ نه د مېړه یا ژوند د ملګري له پاره مو باید په هنداره کې وګورئ او ځانته ښایسته اوسئ دا باید د ځان له پاره وغواړئ.»
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen تینا ترنر په ۲۰۱۳م کال کې له خپل پخواني شریک سره واده وکړ. د دواړو ګډ ژوند په اتیایمې لسیزه کې پیل شوی و دواړو لومړی په کولن بیا په سویس کې ژوند کاوه. د راک دغې ملکې نه یوازې دا چې ډیر کلونه یې په سویس کې تیر کړل، بلکې د دغه هیواد تابعيت یې هم اخیستی و او په ۸۳ کلنۍ کې يې په دغه هیواد کې له نړۍ سره خدای په آماني وکړه.
انځور: Sven Simon/dpa/picture alliance