1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ايران له امريکا سره اتومي تړون ته چمتو دی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د رسنيو د رپوټونو په حواله ایران ويلي دي چمتو دی چې د بندیزونو د لغوه کولو په بدل کې له امريکا سره اتومي تړون لاسليک کړي. ترمپ، د دې تړون له پاره د ایران د اماده کولو په برخه کې له قطر څخه مرسته غوښتې ده.

آرشيف انځور: په تهران کې د امريکا ايران د اتومي خبرو اترو په اړه د يوې مجلې د سر عکس
ترمپ، د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې هم د خليج د همکاريو شورا مشرانو ته وويل چې دی د يوه تړون له پاره چمتو دی.انځور: Atta Kenare/AFP/Getty Images

يوه لوړپوړي ايراني چارواکي د امريکا متحده ايالاتو «ان بي سي نیوز» رسنۍ ته ويلي دي چې ايران د اقتصادي بندیزونو د لغوه کولو په بدل کې له امريکا سره د اتومي تړون لاسليک کولو ته چمتو دی.

د ايران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي، مشاور علي شمخاني، وويل چې که چېرې اقتصادي بندیزونه لغوه شي نو تهران به هیڅکله اتومي وسلې جوړې نه کړي، د ډېرو غني شويو يورانيمو خپلې زیرمې به ختمې کړي، يورانيم به يوازې تر ټيټې کچې غني کوي چې يوازې د ملکي موخو له پاره کاريږي او نړيوالو څارونکو ته به اجازه ورکړي چې د دې عمل څارنه وکړي. 

اړونده موضوع: ایران: که واشنګټن واقعیتونه له پامه ونه غورځوي، اتومي هوکړه ممکنه ده

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که دا شرطونه پوره کړای شي نو آيا ايران به د اتومي وسلې پر تړون لاسليک ته رضا شي؟ شمخاني، وويل «هو.»

د شمخاني، دا تبصره اتومي تړون ته د رسېدو له پاره د ايران د تمو او چمتووالي له درکه تر اوسه پورې تر ټولو روښانه عوامي بيان بريښي.

شمخاني، وويل: «دا اوس هم امکان لري. که امريکا د دوی له خبرو سره سم عمل وکړي نو امکان لري زموږ اړيکي ښې شي. »

نوموړي زياته کړه: «دا په نږدې راتلونکي کې د وضعيت د ښه کيدو باعث کيدلی شي.»

له قطر څخه د مرستې غوښتنه

تر دې دمخه د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د چهار شنبې په ورځ پر قطر ټينګا وکړ چې پر ايران د خپل نفوذ په کارولو سره د تهران مشرتابه دې ته اماده کړي چې له امريکا سره يوه تړون ته ورسيږي.

ترمپ، چې د منځني ختيځ د دريو هېوادونو په سفر بوخت دی، د قطر د امير شيخ تميم بن حمد الثاني، له لوري په چمتو کړل شوې رسمي ماښامنۍ کې دا څرګندونې وکړې. قطر په دې وروستيو کې د امريکا او ایران ترمنځ د منځکړي نقش لوبولی دی.

آيا له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د ستنيدو وخت رارسيږي؟

01:39

This browser does not support the video element.

ترمپ، په دغه ميلمستيا کې د وينا په ترڅ کې وويل چې زه تمه لرم چې تاسې به د ايران په وضعيت کې زما سره مرسته وکولی شئ. هغه وويل: «دا يو خطرناک وضعيت دی او موږ غواړو سم کار وکړو.»

اړونده موضوع: اټومي مذاکرات؛ د ایران او امریکا پلاوي عمان ته رسېدلي

ترمپ، د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې هم د خليج د همکاريو شورا مشرانو ته وويل چې دی د يوه تړون له پاره چمتو دی، خو تاکيد یې وکړ چې ایران د راتلونکي د هر تړون د برخې په توګه په ټوله سيمه کې د خپلو نیابتي ډلو له ملاتړه بايد لاس واخلي.

امريکا او ايران په ۲۰۱۵م کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما، په دوره کې يو تړون لاسليک کړی وو چې ايران پکې د يورانيمو د خپلو زيرمو تر ډېره بريده د کمولو او د يورانيمو يوازې تر ۳،۶۸ فيصدو پورې غني کولو باندې توافق کړی وو. خو دغه تړون ترمپ، په خپله لومړۍ دوره کې په يو اړخیزه توګه لغوه کړ.

امريکا او ايران د دغه هېواد د اتومي پروګرام په اړه د تېرې میاشتې له پېل راهېسې تر اوسه څلور پړاوه خبرې اترې کړي دي. ترمپ، د يوه تړون د رامنځته کيدو هيله څرګنده کړې ده.

د ايراني او اروپايي ډيپلوماتانو ملاقاتونه

د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي، د چهارشنبې په ورځ وويل چې د می پر دويمه نیټه په نظر کې د نيول شوي ملاقات تر ځنډيدو وروسته به ايران د جمعې په ورځ له اروپايي اړخ سره په استانبول کې د اتومي تړون په اړه ملاقات وکړي.

رويترز خبري آژانس تر دې دمخه خبر ورکړی وو چې د ایران د بهرنيو چارو مرستيال وزير به له فرانسوي، بريتانوي او آلماني ديپلوماتو سره د خبرو اترو د جاري ساتلو او په دې اړه د نظر شريکولو په موخه چې هغوی له امريکا سره د اتومي تړون له معيارونو څه تصور لري، خبرې اترې وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب