1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

زهرجنو شرابو د هند په بِهار ايالت کي ۳۷ انسانان ووژل

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

د هند په ختيځ ايالت بِهار کي د زهرجنو شرابو د چښلو له کبله لږ تر لږه ۳۷ انسانان مړه شوي دي. په دغه ايالت کي شراب منع دي.

Indien, Bihar | Mehrere Tote nach Konsum von selbstgebranntem Schnaps
انځور: IANS

د هند په بِهار ايالت کي د شرابو خرڅلاو منع دی. د دغه ايالت چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسامبر ۱۷ نېټه) تائيد کړه چي د زهرجنو شرابو د چښلو له کبله لږ تر لږه ۳۷ انسانان مړه شوي دي. د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور په حواله د دغي پيښي په هکله نا تائيد شوي راپورونه وايي چي د مړو شمېر تر ۶۰ هم اوښتی دی.

بِهار ايالت د هند د يو شمېر هغو سيمو څخه دی چيري چي پر شرابو بېلابېل ممانعتونه وضع دي. خو د دغو ممانعتونو باوجوده د شرابو ناقانونه پېر او پلور کيږي. په دې ترڅ کي په شاته کوڅو کي د خودساخته شرابو د جوړولو او خرڅولو بازار ګرم دی. په دې ترڅ کي زيات وختونه د الکهولو د فيصدي زياتولو په مقصد په شرابو کي ايتانول هم ورګډيږي چي له کبله يې هر کال په هند کي په سلونو انسانان د دغو زهرجنو شرابو د چښلو له وجي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هند: د نړۍ تر ټولو ستر مندر جوړولو ته ځمکه يوه مسلمان ورکړې

د بِهار د تازه پيښي د قربانيانو کورنۍ ويلي دي چي خپلوانو  يې ځايي جوړ کړل شوي شراب چښلي ول چي ورته «دېسي دارو» يا «ماهوا» هم ويل کيږي. دغو کورنيو ويلي دي چي د بيلو کليو سره تړاو لرونکو خلکو ياد شراب د دوشنبې په ورځ د يو واده په مراسو او په نورو محفلونو کي چښلي ول.

د راپورونو له مخي هغو کسانو چي ياد شراب وچښل نو يې له نس درد څخه شکايت کاوه او په استفراق کولو يې پېل وکړ. د پنجشنبې تر ورځي تر ۲۰ زيات انسانان مړه شوي ول. د شنبې په ورځ په روغتون کي لا په لسونو  انسانان داخل ول چي د اندېښنې وړ روغتيايي حالت کي تر طبي مراقبت لاندي ول. دا هم هغه کسان ول چي زهرجن شراب يې چښلي ول.

الکول: د انسان بدن ته زهر دي

د پوليسو يو چارواکي و فرانس پرېس خبري آژانس ته وويل چي تر دوو درځنو څخه زيات انسانانو د ۴۸ ساعتو په جريان کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په وينا تر اوسه ۳۷ انسانان مړه شوي دي. خو د پوليسو دغه چارواکي د ځايي رسنيو هغه راپورونه نه شوای تائيدولای چي په وينا يې ۶۲ انسانان مړه شوي دي.

ويل شوي چي پوليسو تقريبا ۱۰۰ کسان په دې تور نيولي دي چي په ناقانونه توګه د شرابو په جوړولو او خرڅولو کي يې لاس درلود. په تيرو درو ورځو کي د ۶۰۰ ليټره غيرمعياري شرابو د نيول کېدلو خبر هم ورکول شوی دی.

ځايي چارواکي د بې پلوټه الوتکو يا ډرون، څرخي الوتکو او کښتيو په مرسته د شرابو د تر سره کېدونکي قاچاق د مخنيوي هڅه کوي. خو د هغه باوجوده د زهرجنو شرابو د استعمال له کبله د مړينو پېښي رامنځته کيږي چي د بِهار پېښه يې تر ټولو تازه ده.

آ./ا.ا./ن.ص.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل