طالبان: په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه افتتاح شوه
۱۴۰۴ آذر ۲۶, چهارشنبه
د طالبانو ادارې اعلان کړی دی چې د قرغیزستان يو پلاوی د دغه هېواد د اقتصاد او تجارت د وزير په مشرتوب کابل ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې د سوداګرۍ پر موضوع خبرې اترې کړي دي.
د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ د وزير بکيت صديکوف، په مشرتوب دغه پلاوی چې د تجارت، انرژۍ او ترانسپورت وزارتونو د معينانو په ګډون د دغه هېواد د خصوصي سيکتور استازي هم پکې شامل ول، د سې شنبې په ورځ کابل ته رسيدلی وو.
اړونده موضوع: بارتر سوداګري د اقتصادي بندیزونو د اغیزو کمولو بدیل لاره؟
د طالبانو د ادارې د معلوماتو په حواله د سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي، د چهارشنبې په ورځ د قرغیزستان جمهوريت د اقتصاد او سوداګرۍ له وزير سره په يوه دوه اړخیزه ناسته کې د سوداګرۍ د حجم زياتولو، د ترانزيت د پراختيا او بهرنيو او ګډو پانګونو د جذبولو په اړه خبرې اترې وکړې.
په کابل کې د «قرغیزستان د سوداګرۍ» خونه
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير اعلان وکړ چې د قرغیزستان جمهوريت د پلاوي د سفر په ترڅ کې په کابل کې د «قرغیزستان د سوداګرۍ خونه» پرانيستل شوه.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د دې خونې پرانيستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په لاره کې يو مهم ګام بللی دی او ويلي یې دي چې دا ګام د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پراخوالي، د تجارتي تبادلاتو د ډيرېدو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړيکو په برخه کې آسانتياو او ګډو پانګونو د تشويق زمینه برابروي.
د تجارتي اړيکو د پراخوالي هڅې
دا ليده کاته په داسې وخت کې کیږي چې د طالبانو اداره له پاکستان سره د سرحدي لارو د بندیدو په ترڅ کې له ګاونډيو او د سيمې له نورو هېوادونو سره سوداګرۍ ته د ودې ورکولو په لټه کې ده.
قرغیزستان د سيمې له هغو هېوادونو څخه يو دی چې له طالبانو سره یې اړيکې او ملاقاتونه لرلي دي او په تېر کال کې یې د دغه دلې نوم د منع شويو ډلو له نوملړ څخه لیرې کړ.
تر اوسه يوازې روسیې د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پيژندلې ده. د افغانستان ځیني ګاونډيانو او د سيمې ځيني هېوادونه له رسميت پيژنې پرته له طالبانو سره خپل ديپلوماتیک او سوداګریز تعاملات ډېر کړي دي.