1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: ترافيکي پيښو د ۷۰۰ کسانو ژوند اخيستی

۱۴۰۱ آذر ۳, پنجشنبه

د طالبانو د ترافیکو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې ۷۰۰ کسانو په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. د دغه ادارې د شمېرو له مخې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوې دي.

ټکر شوی موټر
ټکر شوی موټرانځور: Herat Gov Press office

د باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت لري، د ترافیکو ادارې د مسؤلینو له قوله تازه شمېرې نشر کړې دي. د يادي ادارې مسؤلینو ویلي دي چې سږ کال د ترافیکې پېښو شمېر د تېر کال په پرتله په سلو کې پنځه سلنه راټیټ شوی دی.

د باختر خبري آژانس لیکلي دي چې د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست د شمېرو له مخې، په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې یو زر او شپږ سوه ترافیکي پېښې په دغه اداره کې ثبت شوې دي.

اړوند مطلب: په افغانستان کې ترافیکي پیښې ۱۴ کسان وژلي دي

د ترافیکو ریاست یوه مسؤل ویلي دي چې په دغو پېښو کې ۴۵۳ نارینه و، ۷۲ ښځو او ۱۸۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یوازې په کابل کې درې سوه ترافیکي پېښې رامنځته شوي دي او دغه راز د دغه هېواد لویې لاریې مرګونې وې.

دغه راز د روانې اونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو کې په هرات، بغلان او دایکندي ولایتونو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې ۲۰ کسان ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا پنځوس کسان ټپیان شوې دي.

اړوند مطلب: په افغانستان کې یوې ترافیکې پیښې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي

د ملګرو ملتونو سرمنشي په تازه څرګندونو کې د نړۍ په کچه د ترافیکو پېښو د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې ویلي دي چې په نړۍ کې په کلني ډول ۱،۳ میلیونه کسان د ترافیکو پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او ۵۰ میلیونو نور کسان ټپیان کیږي.

د موټروانانو بې اختیاطي، د سړکونو خرابولی او په افغانستان کې د ځینو موټروانانو له لورې د نشه يي موادو کارونه په دغه هيواد کې د ترافیکي پېښو د اصلي لامل په توګه یادیږي.

ترافیکي پېښې په نړۍ کې د هرې بلې پېښې په پرتله ډېر د ځوانانو او ماشومانو د مړینې لامل ګڼل کیږي.

د کابل-کندهار پر لویه لارې ولي ترافیکې پیښې رامنځ ته کیږي؟

This browser does not support the audio element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل