پاکستان: د ترانس جندر له پاره تليفوني ليکه فعاله شوه
۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه
پاکستان د جمعې په ورځ د ترانس جنسيتي خلکو يا نرښځيانو له پاره تليفوني ليکه فعاله کړه. يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي وويل هڅه يې دا ده چې هغوی له سپکاوي او ځورونې څخه وژغورل شي.
بوبي اټکل کوي چې په پاکستان کې به تقريبا ۱۰ زره ترانس وګړي ژوند کوي. تېر کال پاکستان د پاکستان په ملتان ښار کې د ترانس جندر زدکوونکو له پاره خپل لومړی حکومتي ښوونځی پرانيست او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به نور دغسې ښوونځي هم پرانيزي. په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان سترې محکمې يا سوپريم کورټ داسې مهمه پرېکړه وکړه چې له مخې يې ترانس وګړي د دريم جنس په صفت منل کيږي. پخوا به ترانس خلکو ته ډېری وخت د طبي درملنې حق هم نه ورکول کېده ځکه چې ډاکترانو پرېکړه نه شوای کولی چې د نارينه يا ښځينه ناروغانو په برخه کې يې درملنه وشي.
اې. پي / ن. ص / خ. ح
د پاکستان په شمال لويديځو پخوانيو قبايلي سيمو کې ښځې اوس هم په سياست کې د ونډه اخيستو اجازه نه لري. دنيا بي بي چې په سيمه ایزو ټاکنو کې بریالۍ شوې ده، په دې ترڅ کې له دېرو ننګونو سره مخامخ شوې ده.
انځور: Saba Rahman/DW
د دودونو پر وړاندې مبارزه
۵۸ کلنه دنيا بي بي لوستې نه ده خو د هېواد پر سياسي پرمختګ خبره ده. د هغې ميړه هره ورځ هغې ته له ورځپاڼو مهم خبرونه لولي. دنيا بي بي د مومندو په يکه غونډ سيمه کې په دې وروستيو سيمه ایزو ټاکنو کې د پاکستان تحريک انصاف او پاکستان مسلم ليګ په څېر ستر ګوندونو کانديدانو ته ماتې ورکړه.
څاښت موده دنيا بي بي له خپل لمسيانو سره چای څښي او د هغوی د زده کړو په اړه ورسره غږيږي. هغه وايي چې په قبايلي سيمو کې د پرمختګ له پاره زده کړې ډېرې مهمې دي: «زموږ په سيمه کې نجونې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري.» د دنيا بي بي په حواله همدا علت دی چې هغوی په خپلو کورونو کې د پريکړو صلاحيت نه لري او نه یې هم په ټولنه کې څوک غږ اوري. هغه وايي چې غواړي دې وضعيت ته تغير ور کړي.
انځور: Saba Rahman/DW
د میړه ملاتړ او تشويق
د قبايلي سيمو په پلارواکه فضا کې د يوې ښځې له پاره نن هم د کور د نارينه مرسته او ملاتړ ډېر مهم دي. د دنيا بي بي ميړه غبدالغفور د هغې له سياسي فعاليتونو څخه په کلکه ملاتړ کوي او مرسته ورسره کوي. هغه وايي: «په دې سيمه کې نارينه د ښځو د ستونزو په اړه ډېر معلومات نه لري. ما خپله ميرمن تشويق کړه چې په ټاکنو کې برخه واخلي څو نورې ښځې هم رامخکې شي او خپل نقش ولوبوي.»
انځور: Saba Rahman/DW
پر مور وياړ کوونکی ځوی
د دنيا بي بي ځوی علي مراد چې په «نيشنل کالج آف آرتس» کې د ليسانس تر کچې یې زده کړې کړي دي، د خپلې مور پر خدماتو وياړي. هغه وايي: «په عمومي توګه خلک په دې آند دي چې د قبايلي سيمو ښځې د کوره دباندې هيڅ نقش نه لري. زما مور دې فکر ته تغير ورکړی.»
انځور: Saba Rahman/DW
په ټولنیز او کورني نقش کې انډول
په ټولنیزه کچه د خپل نقش او خدماتو سره سره دنيا بي بي د کور کار هم کوي. د بيلګې په توګه د پخلي له پاره د لرګيو راټولول، کالي پريلل، پخلی او يا د کور پاکول. هغه وايي چې دا ټول کارونه يې بدني روغتيا ته ګټه رسوي.
انځور: Saba Rahman/DW
طالبانو ته پېغام
دنيا بي بي وايي چې په ګاونډي هېواد افغانستان کې د ګډوډۍ له کبله د دوی سيمه هم د مذهبي تندلاريتوب له وجې په شديده توګه اغيزمنه شوې ده. هغه وايي چې طالبان بايد ښځو ته په خپلو پښو د دريدو چانس ورکړي او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. دنيا زياتوي: «که چېرې هغوی [طالبان] داسې وکړي نو له کبله به یې نه يوازې په افغانستان کې ثبات رامنځته او پرمختګ وشي بلکې د پاکستان قبايلي سيمې به هم ورته څه تجربه کړي.»