1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د نرښځیو له پاره لومړۍ مدرسه

۱۴۰۰ فروردین ۲, دوشنبه

په پاکستان کې یوه مدرسه هڅه کوي چې د نرښځیانو له پاره د قرآن کریم او نورو مسلکونو د زړه کړې زمينه مساعده کړي. د دې مدرسې مسؤله راني خان وایي هڅه کوي د نرښځیانو د هغو کارونو مخه ونیسي چې ټولنه یې کولو ته دوی مجبوره کوي.

Transgender in Pakistan
انځور: picture-alliance/Zumapress/PPI

راني خان چې یو اوږد سپین شال یې پر سر او اوږو پروت دی هره ورځ نرښځیانو ته په دغه مدرسه کې د قرآن کریم تدریس کوي. د پاکستان په محافظه پاله ټولنه کې نوموړې دا مدرسه په هغو پيسو جوړه کړې ده چې دې د ځان له پاره سپما کړې وې.

۳۴ کلنه راني خان وایي: «ډیري کورنۍ نرښځیان نه قبولوي او دغه کسان بیا خرابو کارونو ته مخه کوي.»

نوموړې زیاتوي چې دوی لکه د نورو په شان څادرونه پر سر کړي دي او د قرآن کریم تلاوت کوي: «یو وخت زه هم یوه له دوی څخه ومه.»

نوموړې چې غواړي خپلې اوښکې پټې کړي وایې چې څنګه کورنۍ یې په ۱۳ کلنۍ کې سوالګرۍ ته مجبوره کړې وه. په ۱۷ کلنۍ دا د نرښځیانو له یوې ډلې سره یوځای شوه او په ودونو کې به نڅیدله. خو وروسته یي بیا خپله یوه بله نرښځۍ ملګرې چې مړه شوې وه په خوب کې ولیدله چې ورته وایي باید د دې ټولنې له پاره یو څه وکړي. بیا نو دې دينې مسائلو ته خپله توجه زیاته کړه.

راني خان قرآن کریم په کور کې او دينې درسونه په مدرسه کې زده کړل. بیا یې خپله یوه مدرسه جوړه کړه: «زه د قرآن د تدریس په حال کې یم، څو خپل خدای ج راضي کړم او په دنیا او آخرت کې خپل ژوند جوړ کړم.»

دغه ښوونکې وایي چې داسې ځای یې د نرښځیانو په اختیار کې ورکړی دی چې دوی هلته عبادت وکولی شي او له خپلو کړو اعمالو توبه وباسي.

دا وایي چې حکومت له دې مدرسې سره مرسته نه کوي، خو یو شمیر چارواکو ژمنه کړې ده چې له دې مدرسې څخه فارغیدونکو زده کوونکو ته به د کار زمېنه مساعده کړي.

په پاکستان کې نرښځیان ډیري وختونه د واده او ښادئ په محفلونو کې نڅیږيانځور: Reuters/C. Firouz

راني خان چې په دې مدرسه کې خپلو زده کونکو ته خیاطي او ګلدوزې هم ورزده کوي هیله لري چې له دې لارې به په ترلاسه کیدونکو پيسو د مدرسې د مالي ستونزو د حل په برخه کې استفاده وکړي.

د پاکستان پارلمان په ۲۰۱۸م کال کې دریم جنسیت په دې هیواد کې په رسمیت وپيژاند او دغو افرادو ته یې فردي اساسي حقونه، لکه د رای ورکولو او په تذکره یا شناختې کارډ کې د جنسیت د انتخابولو حق تصویب کړ.

دا په داسې حال کې ده چې نرښځیان تر اوسه پورې په پاکستان کې څنډې ته پریښودل شوي دي او اکثره یې د خپلو ورځنیو اړتیاو پوره کولو او ژوند تیرولو له پاره سوالګرۍ، نڅا او بدلمنۍ ته مخه کوي.

د حکومتي کمیشنر مرستیال حمزه شفقت، په اسلام آباد کې رویټرز خبري آژانس ته وویل چې مدرسې له نرښځیانو سره مرسته کوي، څو په ټولنه کې مدغم شي: «که دغه ماډل په نورو ښارونو کې هم عملي شي، وضعیت به ډیر ښه شي.»

مخکې تر دې د بنګله دیش په پلازمېنه ډاکه کې د نرښځیانو له پاره یو ځانګړی ښوونځې او تیر کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د عیسویانو له پاره یوه کلیسا هم پرانیستل شوې وه.

د ۲۰۱۷م کال په سرشمیرنه کې په پاکستان کې د نرښځیانو شمیر ۱۰ زره ثبت شوی وو، خو د بشري حقونو مدافع ډلې ادعا کوي چې د پاکستان په ۲۲۰ میلیونې هیواد کې د نرښځیانو شمیر ۳۰۰ زره تنو ته رسیږي.

د دې مدرسې یوه زده کوونکې سمرن خان وایي: «کله چې قرآن کریم لولم زړه ته مې سکون را بخښي.»

دغه ۱۹ کلنه چې په دې مدرسه کې یې ټول مهارتونه زده کړې دي، زیاتوي: «دا تر هغه، له ذلته ډک ژوند ډیر بهتره دی».

(ns/nz (reuters

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل