1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

د سویلي کوریا پر ولسمشر له هیواده وتلو بندیز لګول شوی

۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبه

د سویلي کوریا چارواکو ولسمشر یون سوک یول، ممنوع الخروج اعلان کړی دی. دغه اقدام د جمهور رئیس له خوا تیره اونۍ د لنډ مهاله پوځي حکومت د اعلانولو په اړه د تحقیقاتو په پایله کې شوی دی.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول
ګوندونه ټینګار کوي چې یون باید د «شورش او کودتا» اړوندو تورونو ته ځواب ووایيانځور: South Korean Presidential Office/Yonhap/AP/picture alliance

د یونهاپ خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د سویلي کوریا پولیس د ولسمشر یون سوک یول، د بهرني سفر د بندیز عملي کولو د ارزونې په حال کې دي.

د دې اقدام دلیل دولسمشر له خوا د پوځي حکومت د اعلانولو په هکله د روانو تحقیقاتو دوام ښودل شوی دی.

ویل کیږي چې دې قضیې ته د رسیدګۍ په خاطر یو ځانګړی ۱۵۰ کسیز ټیم ګمارل شوی دی.

د یکشنبې (د دسمبر میاشتې ۸ نیټه) په ورځ د سویلي کوریا لوی څارنوالۍ پخوانی د دفاع وزیر کیم یونګ-هیون چې ولسمشر ته د پوځي حکومت اعلانولو په وړاندیز کولو تورن دی، نیولی دی.

کیم یونګ- هیون په دې تورن دی چې پارلمان ته یې د ځواکونو استولو امر ورکړی دی. همدارنګه د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر سانګ مین، چې ولسمشر ته د نزدې کسانو له ډلې څخه دی، له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د پوځي حکومت اعلانول چې له ۴۰ ډیرو کلونو راهیسې په جنوبي کوریا کې نه و رامنځته شوی، په هیواد کې دننه او همدا رنګه د سویلي کوریا د دیپلوماتیکو شریکانو د هغو له ډلې د امریکا متحده ایالاتو او جاپان له خوا له شدیدو انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

دغه اقدام د دې سبب شو چې ځانګړي نظامي ځواکونه د پارلمان ودانۍ محاصره کړي او پوځي چورلکې یې پر فضا پروازونه وکړي.

د «خلکو ځواک» واکمن ګوند اعلان کړی دی چې په بیړنۍ توګه له واک څخه د یون سوک یول، د لیري کولو له پاره د یوه منظم بهیر رامنځته کولو په هڅه کې دی.

سره له دې هم مخالف ګوندونه ټینګار کوي چې یون باید د «شورش او کودتا» اړوندو تورونو ته ځواب ووایي او په عاجل ډول ونیول شي.

داسې سرویسونه چې چلوونکی نه لري!

02:23

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب