1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرمه کې د ۱۱۱ کسانو له وژل کیدو وروسته پر اوربند توافق شوی

شمس الرحمن ناصر | رویټرز، فرانس پریس، اسوشیټډ پریس
۱۴۰۳ آذر ۸, پنجشنبه

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د شخړې ښکیلو خواو پر ۱۰ ورځني اوربند موافقه کړې ده. چارواکو ویلي دي چې له یوې اونۍ راهیسې د تاوتریخوالي په روانو فرقه ییزو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۱۱ ته رسیدلی دی.

احتجاج کوونکي په خپلو سیمو کې د امن غوښتنه کوي
د پاکستان په سني اکثریت لرونکي هیواد کې د نا آرامه شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا ایالت کُرمه ولسوالي د افغانستان پولې ته نږدې پرته ده.انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د پاکستان په شمال لوېديځ کې په جګړه کې ښکېلو خواوو د چهارشنبې (د نومبر میاشتې ۲۷ نیټه) په ورځ پر نوي لس ورځني اوربند موافقه وکړه. د خیبر پښتونخوا ایالت د وزیر اعلی دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي «د ښکیلو اړخونو ترمنځ لس ورځنی اوربند به له نن څخه عملي کیږي.»

دغه پرمختګ په داسې یوه وخت کې رامنځته کیږي چې د چارواکو په حواله د سني او شيعه ډلو ترمنځ د شنبې روځې راهیسې د تاوتریخوالي په روانو پيښو کې د وژل شویو شمیر ۱۱۱ ته رسیدلی او ۸۸ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې ۷۸ یې د شيعه او ۳۲ یې د سني مسلمانو پورې تعلق لري.

د پاکستان په سني اکثریت لرونکي هیواد کې د نا آرامه شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا ایالت کُرمه ولسوالي د افغانستان پولې ته نږدې پرته ده. په دې سیمه کې ډیر شمیر شيعه مسلمانان میشت دي.

له همدې امله په تیرو لسیزو کې د دوی څو څو ځله فرقه ییزې نښتې رامنځته شوي دي. په دغه ځای کې د نا امنۍ او وژنو تازه څپه هم د همدې شخړې د لړۍ دوام ده.

د ایالتي وزیر اعلی دفتر زیاته کړې ده چې د اوربند د نافذولو له پاره به د کُرمې په مهمو ځایونو کې پوځي واحدونه وګمارل شي او د وژل شویو کسانو عزیزانو ته به جبران خساره ورکړل شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي دي «د دامداره امنیت د ثبات له پاره به خبرې اترې جاري وساتل شي.»

په کُرمه کې وروستی تاوریخوالي د پنجشنبې په ورځ هغه وخت پیل شو، کله چې د شيعه مسلمانانو د موټرو پر دوو جلا جلا کاروانونو بریدونه وشول. انځور: Dilawer Khan/AFP/Getty Images

کُرمه د فرقه ییز تاوتریخوالی سابقه لري

په کُرمه کې وروستی تاوریخوالي د پنجشنبې په ورځ هغه وخت پیل شو، کله چې د شيعه مسلمانانو د موټرو پر دوو جلا جلا کاروانونو بریدونه وشول. په دغو کاروانونو کې نږدې ۵۰ موټرې شامل وې، په داسې حال کې چې د دوی د حفاظت له پاره د پولیسو یوازې یو موټر و چې پنځه تنه پولیس په کې سپاره ول. دغو موټرو ته په کمین کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي ول.

سیمه ایز شعیه مشران وایي چې د پيښور او پاړه چنار ترمنځ سفر کوونکو ته د حفاظتي اقداماتو په هکله کومې ژمنې چې شوې وې، هغه نه وې عملي شوې.

د ایالتي چارواکو په منځګړیتوب د یوه اووه ورځني اوربند موافقه هم رامنځته شوې وه، خو هغه عملي نه شوه.

پولیسو په کُرمه کې چې پخوا د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې د خپلواکمنوقبایلي سیمو یوه برخه وه، د تشدد پای ته رسولو له پاره کوښښونه وکړل، تر هغه وخته پورې چې په ۲۰۱۸ م کال کې د فاټا پخوانۍ سیمې یې مدغم او د خیبر پښتونخوا ایالت ولسوالۍ وګرځولې.

تیره میاشت هم په کُرمه کې په فرقه ییزو نښتو کې د درو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په حواله په دغه هیواد کې د روان کال له جولای څخه تر اکتوبره پورې د فرقه ییز تاوتریخوالي په مختلفو پيښو کې ۷۹ تنه وژل شوي دي.

خیبرپښتونخوا؛ په بنو کې پر لاريون کوونکو ډزې

01:45

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب