پاکستان: کرمې ته د مرستو رسولو پر کاروان برید شوی
۱۴۰۳ دی ۲۷, پنجشنبهپه دې پېښه کې چې نن، پنجشنبه (د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۱۶) د کرمې په بګن ښارګوټي کې رامنځته شوې، په سملاسي توګه د تلفاتو په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرمه سيمه کې په دې وروستيو میاشتو کې د سني او شيعه مسلمانانو ترمنځ د نښتو په پايله کې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان وژل شوي ول.
د سيمې يوه دولتي چارواکي سيد منان، وويل چې د مرستو دغه کاروان د امنيتي دلايلو پر اساس بيرته راګرځول شوی دی خو نوموړي نور جزئیات ور نه کړل.
څو اوونۍ تر مخه د پاکستان د حکومت په منځګړتوب ددواړو قبيلو د مشرانو ترمنځ د اوربند يو تړون وشو. تر دې وروسته دغه سيمې ته چې د نښتو له کبله ورته غځېدلې لارې تړل شوې وې، د مرستې لومړي کاروانونه ورسېدل.
د جنورۍ میاشتې په سر کې هم په کرمه کې د بشري مرستو پر کاروان وسله وال برید شوی و. په دغه برید کې یو شمېر دولتي مامورین هم ټپیان شوي ول.
په کرمه سيمه کې د ځمکې پر سر روانه دغه شخړه د نومبر پر ۲۱مه نیټه هغه وخت لا پسې پراخه شوه چې وسله والو د موټرو پر يوه کاروان بريد وکړ او ۵۲ انسانان یې ووژل چې زياتره یې شيعه مذهبه مسلمانان ول.
د کرمې سيمه د فرقه ییزو شخړه تاريخ لري چې په ماضي کې هم وسله والو سني ډلو شعيه اقليتونه په نخښه کړي دي.