د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۵مه) وویل چې هغه د متحده ايالاتو استخباراتي ادارې CIA ته اجازه ورکړې چې په وینزویلا کې پټ عملیات ترسره کړي.
دغه څرګندونې د امریکا او وینزویلا ترمنځ د سیاسي کړکېچ نوې مرحله څرګندوي، ځکه چې امریکا د جنوبي امریکا له دې هېواد څخه راوتونکو کښتیو باندې په نړیوالو اوبو کې بریدونه ته دوام ورکړی.
دا هم ولولئ: امریکا د نیکلاس مادورو د نیول کیدو جایزه ۵۰ میلیونه ډالرو ته پورته کړه
ټرمپ د وینزویلا حکومت تورن کړ چې د سمندر له لارې امریکا ته نشه يي مواد قاچاق کوي. هغه وویل: «اوس موږ مځکې ته ګورو، ځکه چې سمندر مو ښه تر کنټرول لاندې راوستی دی.» ټرمپ دا خبرې د کارابین په اوبو کې د بریدونو په اړه وکړې. هغه زياته کړه: «زه فکر کوم وینزویلا تود فشار احساسوي.»
خبریالانو له ټرمپ څخه وپوښتل چې ایا هغه CIA ته واک ورکړی چې مادورو «له منځه یوسي»، خو هغه دا خبره رد کړه. ټرمپ وويل: «دا پوښتنه له ما څخه د کولو لپاره بېځایه ده. نه، ښایي بېځایه پوښتنه نه وي، خو ایا دا د ځواب ویلو لپاره بېځایه پوښتنه نه ده؟»
د ټرمپ ادارې مخکې له دې د مادورو د نیولو او د مخدره موادو د قاچاق په تور د محاکمې لپاره د معلوماتو په بدل کې ۵۰ میلیونه ډالر اعلان کړي دي.
وینزویلا پر امریکا د دسیسې تور ولګاوه
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ژر غبرګون وښود او د ټرمپ څرګندونې یې وغندلې. هغه په خپله وینا کې وویل: «په کارابین کې جګړې ته نه وايو... د رژیم و بدلون ته نه وايو... هغو کودتاوو ته نه وايو چې CIA يې تنظیموي.»
د وینزویلا حکومت پر امریکا تور ولګاوه چې د رژیم د بدلون هڅه کوي چې د دغه هيواد پراخې د تېلو زیرمې تر خپل واک لاندې راولي. د وينزويلا حکومت وویل چې دا موضوع به د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.
په وینزویلا کې د نویو پیسو له معرفي کولو سره حکومت غواړي چې د مالي کړکیچ مخه ونیسي. دا چې اوس په دې هیواد کې د یوه چرګ یا یوې ټوټې پنیر له پاره څومره پیسې ورکول کیږي، په دې انځورونو کې یې ووینئ.
انځور: picture alliance/colprensa/J. P. Cohenد یوه کیلو چرګ غوښې له پاره په میلیونونه پیسې
که څوک وغواړي چې د وینزویلا په پلازمینه کاراکاس کې بازار ته ولاړ شي باید د صبر او حوصلې سربیره په میلیونونو بولیوار «د وینزویلا پولي واحد» ولري. دغه چرک نزدې دوه کیلو وزن لري او د رانیولو له پاره یې باید ۱۴ میلیونه بولیواري پیسې ورکړل شي چې د ډالر په حساب شاوخوا دوه ډالره کیږي.
انځور: Reuters/C. G. Rawlinsپه وینزویلا کې د یوې کیلو رومیانو «بانجانو» بیه نږدې ۵ میلیونه بولیواره ده چې په اروپايي هیوادونو کې شاوخوا ۴۰ سنته کیږي. د پیسو د نړیوال صندوق په حواله په ونیزویلا کې د روان کال په ترڅ کې د پیسو تورم یا پړسوب شاوخوا یو میلیونه سلنه دی.
انځور: Reuters/C. G. Rawlinsپه وینزویلا کې د تشناب د یوه کاغذ د رانیولو له پاره اړ یاست چې ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره بولیواره پیسې ورکړئ. د دې هیواد په بازارونو کې ګڼ شمیر تولیدات په سختی موندل کیږي. د دارو درملو او د توکو د نه پیدا کیدو له کبله ګڼ شمیر کسان د خپل هیواد ترک کولو ته اړ شوي.
انځور: Reuters/C. G. Rawlinsپه وینزویلا کې د یوې کیلو وریژو بیه نږدې دوه نیم میلیونه بولیواره ده. په دې هیواد کې د خلکو عاید ورځ تر بلې ټیټیږي او د وینزویلا د خلکو ساتل شوې پسو هم خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
انځور: Reuters/C. G. Rawlinsپه دې هیواد کې د یوه کیلو پنیر بیه ۷ میلیونه او ۵۰۰ بولیواره ده. دغه هیواد بیا د پیسو د پړسوب د مخنیوي له پاره نوي پولي واحد معرفي کړي چې په نویو پیسو یې ارزښت بیا یوازې ۷۵ بولیواره دی. د اقتصادي چارو کارپوهان وړاندوینه کوي چې د پیسو پړسوب او د بیو لوړوالی به همداسې ادامه پیدا کړي.
انځور: Reuters/C. G. Rawlinsدا لومړی ځل نه دی چې د وینزویلا خلک تیښتې ته اړ کیږي. اوس د دې هیواد وګړي د بې کارۍ، د پیسو د پړسوب «تورم» او د اولیه توکو د کمښت له کبله هم د خپل هیواد ترک کولو ته اړ شوي. ملګري ملتونه بیا د شاوخوا ۲ میلیونه وینزویلايي مهاجرینو خبره کوي او داسې ویرې شته چې دغه شمیر لا پسې لوړ شي. د دې هیواد خلک کولمبیا او برازیل ته مهاجرت کوي.
انځور: picture alliance/colprensa/J. P. Cohen