1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بایډن پر کاروان د خپلو پلویانو له برید څخه د ترمپ دفاع

۱۳۹۹ آبان ۱۲, دوشنبه

د ترمپ د پلویانو یوې ډلې چې په خپلو موټرو کې یې د ترمپ بیرغونه له ځان سره لیږدول د بایډن د انتخاباتي ټیم پر بس حمله وکړه چې له امله یې دیموکراتانو په تکساس کې خپله کمپایني غونډه لغوه کړه. ترمپ برید کونکي وطن پرستان بللي.

Arizona  | Trump Anhänger Wahlkampf
انځور: Ariana Drehsler/AFP

دغه حمله په داسې وخت کې شوې، چې سبا د نومبر ۳مه د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره انتخابات ترسره کيږي.

د دواړو نوماندانو، جو بايدن او ترمپ، د انتخاباتي کمپاينونو په جریان کې پر يو بل سختې لفظې حملې ترسره شوي دي.

په ځانګړې توګه د ترمپ او بايدن لومړنۍ ګډه تلويزيوني مناظره پر يو بل د لفظي ګوزارونو ډکه وه چې حتی د پروګرام کوربه هم ځېنې وخت نه شو کولی د پروګرام په هغه ډول چې لازمه ده په کنټرول کې وساتي.د امريکا د سبا ورځې انتخاباتو ته نه يوازې په خپله امريکايان، بلکه اروپا او بيا افغانستان هم خلک د انتظار شيبې شميري.

ځينې افغانان په دې باور دي چې د دغو انتخاباتو پايلې په افغانستان کې د سولې د پیل شوي بهیر پر برخلیک هم اغيز درلودلی شي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هایکو ماس تر دې وړاندې ويلي وو چې فکر نه کوي د بايدن په بریا سره دې «هر څه ښه شي.» ماس هغه وخت ويلي چې د ترمپ په دوره کې د اتلانتيک دواړو غاړو اړيکې ډيرې پيچلې شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب