واشنګټن پوست ورځپاڼي خبر ورکړی دی چي ترمپ له پوتين سره تليفوني خبري کړي دي، خو کريملين وايي چي ترمپ او پوتين په وروستيو ورځو کي هيڅ خبري نه دي کړي او دغه رپوټونه يې رد کړل.
اعلان
واشنګټن پوست ورځپاڼي د يکشنبې په ورځ رپوټ ورکړی وو چي د امريکا نوي انتخاب شوي ولسمشر دونالد ترمپ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تليفوني خبري کړي او هغه ته يې ويلي ول چي په اوکراين کي جګړه نوره مه پراخوئ.
د کريملين وياند ديميتري پيسکوف، د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي دا «په بشپړ ډول غلط معلومات» دي او دا چي د هغوی [ترمپ او پوتين] ترمنځ هيڅ تليفوني خبري نه دي شوي.
هغه زياته کړه: «دا د معلوماتو خپرولو د کيفيت تر ټولو څرګنده بېلګه ده چي ځيني وختونه يې حتی نسبتاً معتبري رسنۍ خپروي.»
ترمپ په وروستیو ټاکنو کې تر بریالیتوب دمخه اوکراین ته د امریکا د پوځي او مالي مرستو پر کچې نیوکه کړې وه او ژمنه یې کړې وه چې ژر به جګړه پای ته ورسوي. خو دا چې څنګه غواړې دغه جګړه ختمه کړي، جزئیات يې نه دي ورکړي.
واشنګټن پوسټ په خپل رپوټ کې لیکلی دي چې د اوکراین حکومت د ترمپ او پوتین د تماس په اړه په جریان کې اچول شوی و او اوکراین په دې برخه کې مخالفت نه و کړی؛ خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع رد کړې ده.
د ترمپ د ارتباطاتو د دفتر مشر ستیون چونګ، ویلي دي چې د امریکا د منتخب ولسمشر د تلیفوني اړیکې په اړه نه غواړي خپل نظر څرګند کړي. په واشنګټن کې د روسیې سفارت هم په دې برخه کې د رویترز پوښتنه نه ده ځواب کړې.
اوکرایني ځواکونو د می پر ۱۶ پریکړه وکړه چې د آزوفستال فولادو کارخانې څخه وروسته د نژدې ۳ میاشتو مقاومته ووځي. دا په ماريوپول کې د اوکرايني ځواکونه تر ټولو وروستی او کلک سنګر وو چې د روسي ځواکونو په محاصره کې وو.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS
د می ۱۸مه
د می مياشتي پر ۱۸، فنلند او سويډن په ناټو سازمان کې د غړيتوب له پاره خپل درخواستونه وړاندې کړل. دغه اقدام د جګړې پر مهال د اوکراین د متحدینو د پوځي اتحاد د لا پراختیا او پر مسکو یو قوي ګوزار وو.
انځور: JOHANNA GERON/AFP
جون ۲۰۲۲
په جون میاشت کې اوکراین ته د امریکايي هيمارس توغنديو په ګډون ډيرې غربي وسلې ورسېدې. د آرشیف انځور
روسيې د نومبر مياشتي پر ۹ له خیرسون څخه د خپلو ځواکونو د شاتګ اعلان وکړ. تر هغه وروسته دغه ښار اوکرایني ځواکونو بېرته ونیو او د دغه هیواد ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي هم هلته ورغی له خپلو ځواکونو او د سیمې له اوسیدونکو سره ېې وکتل.
انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS
د دسمبر ۵مه
د روسېې پوځ د دسمبر میاشتې پر ۵ وويل چې اوکراین د روسېې په خاوره کې دننه ډير وړاندې د دوی پر دوو پوځي اډو بریدونه کړي دي. روسېې وويل چې اوکراین په دغو بریدونو کې له اوږد واټن وهونکو جنګي ډرون څخه استفاده کړې ده.
انځور: TASS/dpa/picture alliance
د نومبر ۲۱
د ۲۰۲۲م کال د نومبر مياشتي پر ۲۱ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي امریکا متحده ایالتو ته ولاړ او له ولسمشر جو بایدن سره ېې وکتل. دا د جګړې له پيل راوروسته امریکا ته د زيلنسکي لومړی سفر وو چې پکې اوکراین ته د پيټرويټ هوايي دفاع سیستم او نورو وسلو پر ورکړې خبرې وشوې.
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance
جنوري ۲۰۲۳
اوکراین د نوي کال په لومړيو شيبو کې په ماکییوکا سیمه کې د روسي عسکرو يو مرکز په نخښه کړ. د روسېې دفاع وزارت وویل چې په دغه برید کې ېې ۸۹ عسکر ووژل شول. دا پر روسي عسکرو د اوکراین یوه تر ټولو خونړۍ حمله وه.
انځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERS
د جنوري ۱۴مه
روسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.
سالیوان همدارنګه ټینګار کړی دی چې بایدن به د راتلونکو ۷۰ ورځو په جریان کې هڅه وکړي چې کانګرس او د امریکا راتلونکی حکومت قانع کړي چې د اوکراین د ملاتړ ختمول به په اروپا کې د لازیاتې بې ثباتۍ سبب شي.
ترمپ تیر کال ویلي ول چې په سپینه ماڼۍ کې د هغه د موجودیت په صورت کې به پوتین هیڅکله هم پر اوکراین برید نه وای کړی. نوموړي حتی مطرحه کړې وه چې اوکراین ممکن له خپل یو شمیر سیمو څخه تیر شي، څو سولې ته ورسیږي. خو اوکراین او بایدن دغه دریځ رد کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، اعلان وکړ چې په بیړه د جګړې پای ته رسولو له پاره د ترمپ د پروګرام پر جزئیاتو نه دی خبر او باور لري چې دا کار به د اوکراین له خوا د لویو امتیازاتو ورکول له ځان سره ولري.