د امریکا متحده ایالاتو ټاکل سوي ولسمشر، دونالد ترمپ اعلان کړی دی چي خپل د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کي به په متحده ایالاتو کي ټول اوسیدونکي غیرقانوني مهاجر له دغه هیواده وباسي.
اعلان
دونالد ترمپ د یکشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ م کال د دسمبر ۸) له NBC رسنۍ سره د یوې مرکې په ترڅ کی په دې اړه پوښتنې په جواب کی وویل: "زما په فکر سړی باید دا کار وکړي." ترمپ زیاته کړه: " د دې کار عملي کول که څه هم ستونزمن دي، خو تاسي پوهیږی چي په دې هکله قواعد، مقررات او قوانین موجود دي."
د امریکا متحده ایالاتو د ملې امنیت د ساتلو وزارت اټکل کوي چي د ۲۰۲۲م کال په پیل کي څه ناڅه ۱۱ میلیونه مهاجر په غیرقانوني ډول په دغه هیواد کي اوسیدلي دي. په دې ترڅ کي د هغوی شمیر لاپسې ډیر سوی دی.
د امریکا د مهاجرت شورا په دې باور ده چي په متحده ایالاتو کې په غیر قانوني توګه د ټولو مهاجرو اخراج به په کال کې د یوې لسیزې څخه زیاتې مودې له پاره ۸۸ ميلیارډه ډالر لګښت ولري. ترمپ دا هم وویل چي د په اصطلاح "Dreamer" مهاجر د ساتلو له پاره د یوه تړون غوښتونکی دی. دا هغه کسان دي چي په کوچنیوالي کي په غیرقانوني توگه امریکا متحده ایالاتو ته راوستل سوي دي.
ترمپ دا هم ویلي دي چي په پلان کي لري د ولسمشر په توگه د خپلي دندې د پیل کیدو په لومړۍ ورځ د تابعیت د قانون د بدلیدو په هکله گام پورته کړي.
نوموړی غواړی هڅه وکړي، هغه قانون لغوه کړي چي له مخې یې هر هغه ماشوم چي په امریکا متحده ایالاتو کي زیږي، پرته له دې چي والدین یې څه ډول تابعیت لري، د امریکا د تابعیت ورکولو ضمانت یې سوی وي. خو د "birthright citizenship" یا د زیږیدو د حق د تابعیت لغوه کول به ښايي په محکمه کي له ننگونو سره مخامخ سي. دغه حق د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې له یوه تعدیل څخه سرچینه اخلي او د ۱۸۹۸م کال د سترې محکمې له خوا یې د یوې نمونې په توگه ملاتړ کیږي.
ترمپ د NBC رسنۍ ته څرگنده کړه چي جمهوري غوښتونکي به ښايي د دغې موضوع د حل له پاره د اساسي قانون د تعدیل په هڅه کي سي.
هغه څه چې د آلمان تابعيت د ترلاسه کولو له پاره پرې بايد وپوهيږئ