1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس ته د ترمپ خبرداری: سم چلند وکړئ، که نه نو لمنځه ځئ

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۲۹, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر په غزه کې د اوربند ماتولو په اړه حماس ته خبرداری ورکړی او دغه ترهګره ډله یې په «لمنځه وړلو» ګواښلې ده. د هغه په وینا«حماس نور د ایران له ملاتړ څخه برخمن نه دی.» حماس د یوه اسرائیلي یرغمل جسد هم سپارلی دی.

USA Washington D.C. 2025 | Donald Trump und Pam Bondi bei Pressekonferenz zur Operation Summer Heat
انځور: Jim LoScalzo/CNP/picture alliance

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۰ نیټه) په غزه کې د اوربند ماتولو په اړه حماس ته خبرداری ورکړ او دغې ډلې ته یې ګواښ وکړ چې له سم چلند څخه دې کار واخلي، که نه نو ريښې به یې وايستل شي.

نوموړي چې په سپینه ماڼۍ کې د استرالیا د لومړي وزیر آنتوني آلبانیزې کوربتوب کولو خبریالانو ته وویل: «موږ له حماس سره موافقه وکړه چې هغوی دې ډیر ښه اوسي، ښه چلند ولري، مهربانه اوسي او که داسې نه وي، نو موږ به لاړ شو او که مجبوره شو د هغوي ریښې به وباسو. د دوی به ریښې و ایستل شي او دوی پخپله په دې پوهیږي.»

ترمپ همدرانګه ادعا وکړه چې «حماس نور د ایران له هیڅ ډول ملاتړ څخه برخمن نه دی. هغوی نور واقعاً د هیچا له ملاتړ څخه برخمن نه دي.»

منځني ختیځ ته د ترمپ استازی ستیو ویتکاف، او د امریکا د ولسمشر زوم جرد کوشنر د غزې د اوربند د ثبات په اړه خبرو اترو له پاره اسرائیل ته ورسیدل. اسرائیلي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې دغو دواړو د اسرائیل لوموړی وزیر بنیامین نتانیاهو، قانع کړی دی چې له داسې اقداماتو دې ډډه وکړي چې اوربند په خطر کې اچوي.

اسرائیل د یکشنبې په ورځ حماس د اوربند په ماتولو تورن کړ او فلسطیني سیمو ته یې د بشري مرستو د لیږد مخه ونیوله. حماس هم اسرائیل د اوربند په ماتولو تورن کړی دی.

د اسرائیل وسله والو ځواکونو د یکشنبې په ورځ یو لړ هوایي بریدونه وکړل چې د حماس د اعلان مطابق په کې تر ۴۰ ډیر انسانان ووژل شول. اسرائیل بیا خبر ورکړ چې په دغو نښتو کې یې دوه سرتیري وژل شوي دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی دي ونس، د سه شنبې په ورځ د یوه دری ورځني سفر په نیت اسرائیل ته روان شوی دی. ټاکل شوې ده چې هغه به د اسرائیل له ولسمشر، لومړي وزیر او د یرغمل شوو له کورنیو سره وویني.

د نوموړي د سفر هدف د اوربند موافقې د عملي کیدو تضمینول او د دونالد ترمپ د سولې طرح دویم پړاو ته داخلیدل اعلان شوی دی.

د یوه بل یرغمل شوي جسد سپارل شوی

په همدې منځ کې حماس د دوشنبې په ورځ د یوه بل یرغمل شوي جسد اسرائیل ته سپارلی دی. د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر د هویت تر ثبیتولو وروسته تائید کړه چې دا د اسرائیلي تبع تال حیمي مړی دی.

اسرائیل وایي چې حماس د مړو د سپارلو بهیر ځنډوي. حماس ۲۰ ژوندي یرغمل شوي خوشې کړي او له ۲۸ مړو څخه یې تر اوسه پورې د ۱۳ کسانو جسدونه اسرائیل ته سپارلي دي.

ترمپ ویلي دي چې باور لري حماس په «ښه نیت» د یرغمل شوو د جسدونو د پیدا کولو کوښښ کوي. دغې ملیشه ډلې اعلان کړی دی چې د غزې تر ویجاړیو لاندې د پاتې مړو د پيدا کولو له پاره وخت او تخنیکي مرستې ته اړتیا لري.

حماس د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر اوومه پر اسرائیل په برید کې، چې د غزې د جګړې پيلامه شوه، ۱۲۰۰ اسرائیلي اتباع ووژل او تر ۲۵۰ ډیر نور یې له ځان سره غزې ته یرغمل وتښتول.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل