1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له چین سره د سوداګریزې موافقې له کبله کاناډا ګواښلې ده

۱۴۰۴ بهمن ۱۲, یکشنبه

کاناډا غواړي له چین سره سوداګریز تړون وکړي او ترمپ په دې هیواد کې د امریکايي محصولاتو د پلور کمیدو انديښنه لري. نوموړي خبرداری ورکړ چې د دې موافقې عملي کیدو په صورت کې به پر کاناډایي توکو ۱۰۰ فیصده تعرفې وضع کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ
دغه څرګندونې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د ګواښونو یو تازه پړاو ګڼل کیږيانځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې (د جنورۍ ۳۱ نیټه) په ماښام په «ایرفورس ون» دولتي الوتکه کې ګواښ وکړ چې له چین سره د کاناډا د سوداګریزې موافقې د عملي کیدو په صورت کې به کاناډا ته سخت ځواب ورکړي. ټرمپ وویل: «مونږ نه غواړو چې چین کاناډا تر خپل کنترول لاندې راولي.»

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د ۲۰۲۶ م کال د جنورۍ په لومړیو کې پکن ته د خپل سفر پر مهال د متقابلو تعرفو پر کمولو موافقه کړې وه.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پخوا هم اعلان کړی و چې د دا ډول موافقې د عملي کیدو په صورت کې به امریکا پر کاناډایي توکو ۱۰۰ فیصده ګمرکي تعرفې ولګوي.

اړونده موضوعات: د امریکا تعرفو ته غبرگون؛ هند او چین د اړیکو د ښه کولو په هڅه کې دي

امریکا او چین د ګمرکي شخړې په اړه د مهلت غځولو پرېکړه وکړه

دغه څرګندونې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د ګواښونو یو تازه پړاو ګڼل کیږي. ترمپ مخکې تر دې هم خبرداری ورکړی و چې په کاناډا کې تولیدیدونکو ټولو الوتکو به ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفې وضع کړي.

ترمپ کاناډا وګواښله چې د امریکایي شرکت «ګلف سټریم» پر الوتکو د محدودیتونو د دوام په صورت کې به، پر کاناډایي الوتکو ۵۰ سلنه تعرفې وضع کړي او په امریکا کې به د بم غورځوونکو الوتکو د لایسنس تایید لغوه کړي.

د اتحادیو او صنایعو استازو د دا ډول اقداماتو د جدي پایلو له کبله خبرداری ورکړی دی. د «امریکن ایرلاینز» او «دلتا ایرلاینز» په څیر د امریکا د هوایي چلند شرکتونه خپل اکثره سیمه ایز پروازونه د کاناډا ساخت الوتکو سره ترسره کوي.

اړونده موضوعات: امریکا پر هند تازه ګمرکي تعرفې وضع کړې

دا هم لا معلومه نه ده چې اوس ترمپ د کوم قانون له مخې دغه سندونه لغوه کولی شي، ځکه دا د (FAA) په نوم د امریکا د هوایي چلند سازمان مسئولیت دی. د نوموړي سازمان مقررات یوازې د حفاظتي دلایلو پر بنسټ د دا ډول اقدام اجازه ورکوي، نه د اقتصادي دلایلو پر بنسټ.

د کاناډا لومړي د امریکا د سوداګریزو سیاستونو په پام کې نیولو سره له امریکا څخه د کاناډا د لا زیات استقلالیت غوښتنه کړې ده. کارني، تیره اونۍ د امریکا پر سیاستونو انتقاد کولو سره، د سختو قوانینو په اساس د نړیوال نظم د خرابیدو خبره کړې وه او نور هیوادونه یې همکارۍ او سیمه ایز مشارکت ته را بللي وو.

اروپایې اتحادیه د چین پر الیکټرونیکي موټرو ګمرکي تعرفه لوړوي

03:13

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب