1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

د اوکراين جګړې ختمول؛ترمپ د اردوغان مرستې ته سترګې په لار دی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، او ترکي سيال یې رجب طيب اردوغان، د دوشنبې د ورځې تليفوني خبرې اترې «ډېرې ګټورې» بللي. ترمپ، ويلي چې دواړه هېوادونه به د اوکراين د جګړې ختمولو له پاره همکاري ولري.

آرشيف انځو: د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان سره
د ترمپ، له راتګ سره انقره له واشنګټن سره د ښو اړيکو تمه لري انځور: Alex Wong/Getty Images

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ټولنیزو رسنیو د يوه پيغام په ترڅ کې وويل چې د ترکیې ولسمشر ورته ژر تر ژره ترکیې ته د سفر بلنه ورکړې او دا چې نوموړی به خپله هم واشنګټن ته سفر وکړي. خو ترمپ، دا خبره روښانه نه کړه چې دا دواړه سفرونه به څه وخت ترسره شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، هم د ايکس شبکې په يوه پوست کې يو بل ته د بلنې ورکړه تائيد کړې. اردوغان، وويل چې ما چې نن له خپل دوست دونالد ترمپ، سره کومې تليفوني خبرې اترې وکړې هغه ډېرې ګټورې او جامع وې.

د سوریې په اړه د ترکیې د دريځ او له مسکو سره یې د اړيکو په تړاو خپل منځي اختلافاتو له وجې په تېره لسیزه کې د ترکیې او امريکا دوه اړخیزې اړيکې وار په وار خرابې شوې وې.

د پخواني ولسمشر جو بایدن، د حکومت پر وخت چې له اردوغان، څخه یې واټن نیولی وو، د امريکا او ترکیې اړيکې نورې هم سړې شوې وې.

د ترمپ، له راتګ سره انقره له واشنګټن سره د ښو اړيکو تمه لري، که څه هم همدې جمهوري غوښتونکي ولسمشر له روسیې څخه د «اس ۴۰۰» دافع هوا سیسټم د رانيولو له کبله پر ترکیې بندیزونه لګولي ول.

ترمپ، چې سپينه ماڼۍ کې یې په پخپله لومړۍ دوره کې له اردوغان، سره اړيکي «بهترينې» بللي، وويل چې دواړه هېوادونه به د اوکراين د جګړې د ختمولو له پاره همکاري وکړي.

اړونده موضوع: ترمپ: روسيه دې په اوکراین کې د «بې معنی» جګړې د پای له پاره هڅې وکړي

ترمپ، پخپل پوست کې لیکلي: «زه له ولسمشر اردوغان، سره د تاسف وړ خو د وژوونکې، د روسیې او اوکراين ترمنځ جګړې د ختمولو په اړه کار کولو ته منتظر يم.»

اردوغان څه وويل؟

ترمپ، وويل چې د دوشنبې ورځې د خبرو اترو په ترڅ کې اردوغان، هغه ته ترکیې ته د سفر بلنه ورکړه او هغه هم نوموړی امريکا ته دعوت کړ. د دې سفرونو نیټې نه دي اعلان شوي.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر له لوري ویل شوي چې اردوغان هم ترمپ، ته بلنه ورکړې ده.

د ترکي د مخابراتو ادارې د ايکس شبکې په يوه پوست کې ويلي دي چې «د دې ټکې په يادولو سره چې د جګړو د ختمولو د ولسمشر له نظر څخه ملاتړ کوي، ولسمشر اردوغان له ایران سره د مذاکراتو د جاري ساتلو او د روسیې او اوکراين د جګړې د درولو له پاره د ترسره شويو هلو ځلو ستاينه وکړه.»

اړونده موضوع: اروپايي اتحادیه: ترکیه باید د روسیې پر وړاندې د لویدیځ بندیزونه عملي کړي

اردوغان، د دوه اړخیزو اړيکو په اړه وویل چې په انقره کې حکومت غواړي له امريکا سره په ځانګړي توګه د دفاع په برخه کې د همکارۍ پياوړي کولو هوډ لري.

د يادولو وړ ده چې د ناټو دې غړي هېواد پر اوکراين باندې د روسیې له یرغل راهېسې د تورې بحيره له خپلو دواړو ګاونډيانو سره د ښو اړيکو د پر ځای ساتلو هڅه کړې او د جګړې د ختمولو په موخه یې دوه ځله د خبرو اترو کوربتوب کړی دی.

ترمپ، راتلونکې اونۍ سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب