1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ، هريس د افغانستان څخه د وتلو په «فاجعه» کې ګرم وبلله

۱۴۰۳ شهریور ۶, سه‌شنبه

دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ امريکايي عسکرو د وژل کیدو د دريم تلين پر وخت خپله ټاکنیزه سياله کاملا هريس، له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو وتلو په «فاجعه» کې شريکه وبلله.

د ۲۰۲۱ په اګست مياشت کې د کابل هوايي ډګر کې د خلکو ګڼه ګوڼه
دونالد ترمپ، په داسې حال کې د انتقاد ګوته جو بایدن، او کاملا هريس، ته نيولې ده چې پخپله د نوموړي حکومت په ۲۰۲۰م کال کې له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو توافقنامه لاسليک کړه.انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

دونالد ترمپ، په داسې حال کې د انتقاد ګوته جو بایدن، او کاملا هريس، ته نيولې ده چې پخپله د نوموړي حکومت په ۲۰۲۰م کال کې له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو توافقنامه لاسليک کړه.

خو پای کې بيا دا ولسمشر جو بايدن وو چې د يو څو میاشتو په ځنډ سره یې له افغانستانه د امريکايي عسکرو ايستل عملي کړل چې د نوموړي د حکومت له کمزوریو څخه يوه بلل کیږي.

ترمپ تل پر بایدن، له افغانستانه د ګډوډ اخراج له کبله نيوکې کوي خو له هغه وخت راهېسې چې بايدن، د انتخاباتي سيالۍ لاس اخيستی دی او مرستیاله یې د ديموکرات ګوند د کانديدې په توګه غوره شوې، ترمپ، پر هريس، د سپينې ماڼۍ د پريکړو مسئوليت ور اچوي.

۷۸ کلن ترمپ، په ديتروېت کې د متحده ایالاتو د ملي ګارډ ټولنې ته د وينا پر وخت استدلال وکړ چې له افغانستان څخه د عسکرو دا را ايستل چې امريکا یې «تحقير» کړه او اعتبار یې ورته له خاورو سره خاورې کړ، «مسئول» یې جو بایدن، او کاملا هريس ول.

ترمپ، وويل: «زه تمه لرم چې اوس رایه ورکوونکي کاملا هريس او جو بایدن، د نومبر پر ۵مه ګوښه کړي او کله چې زه واک ته ورسيږم ...د هر هغه لوړپوړي چارواکي استعفا به چې د افغانستان په فاجعه کې ښکيل ول، د خپلې لوړې پر ورځ ترلاسه کوم.»

طالب جنګيالو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه نیټه د امريکا متحده ایالاتو له ملاتړه د برخمن حکومت تر سقوط وروسته او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د پلان شوي اخراج څخه څو ورځې تر مخه پلازمينه کابل ونيوله.

د همدې کال د اګست پر ۲۶ نيټه د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې د ګډوډۍ د اوج پر وخت د يوې چاودنې په ترڅ کې ۱۳ امريکايي عسکر او ۱۷۰ افغانان ووژل شول. دا پیښه په داسې حال کې وشوه چې د تخلیې نظامي عمليات روان ول او له افغانستان څخه یې په يو څو ورځو کې نږدې ۱۲۰ زره کسان را وايستل.

تر هغه د مخه چې امريکايي عسکر د هوايي ميدان د امنيت په ټينګولو وتوانيږي، نړۍ د غير نظاميانو د دردونکي حضور شاهده وه چې بيرېدلي ول او له افغانستان څخه د تېښتې په موخه یې پر مسافر وړونکو الوتکو هجوم ور وړی وو او حتی هڅه یې کوله چې ځان په الوتکو پورې ونښلوي. يو شمير یې له الوتکو د لویدو په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. 

د ترمپ تر وينا د مخه د نوموړي د کمپاين ډلې د هريس مخکنيو څرګندونو ته اشاره وکړه چې ويلي ول کله چې بایدن، له افغانستان څخه د وتلو په اړه پريکړه کوله نو هغه د جلسې په خونه کې موجود وروستی کس وو. 

د بهرنیو ځواکونو شل کلن حضور؛ د لارې کومه برخه غلطه وه؟

07:22

This browser does not support the video element.

د ترمپ د ټاکنیز کمپاين د ډلې په اعلاميه کې راغلي دي: «کاملا هريس په خپل اعتراف سره د اخراج په فاجعه کې يوه کليدي لوبغاړې وه.»

په بيانيه کې راغلي: «هغې په وياړ ويل چې د دې برخليک ټاکونکې پريکړې له پاره په خونه کې وروستۍ نفر وه، په امنيتي جلسو او مرکز کې ناسته وه او حتی کله چې ترې يوه خبريال د هغو امريکايي وګړو په اړه وپوښتل چې لا هم په افغانستان کې بند پاتې وو، دې خندلي ول.»

سپینې ماڼۍ د تېر کال په اپريل میاشت کې له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د راوتلو په اړه يوه محرمه ارزونه خپره کړه چې په هغه کې استخباراتي ناکامۍ ومنل شوې خو ترمپ، یې د هغو شرائط د رامنځته کولو له پاره ګرم وباله چې د شکست باعث شول.

د امريکا حکومت د دې ارزونې په لنډيز کې ويلي ول چې د طالبانو او ترمپ ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فيبرورۍ میاشتې توافق د بايدن حکومت د خروج د تاريخ پر سر د توافق په تړاو په يوه ناممکن دريځ کې اچولی وو، په داسې حال کې چې د هغه د عملي کولو له پاره یې هیڅ برنامه نه وه وړاندې کړې. 

هريس، د يوې اعلاميې په نشرولو سره د کابل په هوايي ډګر کې د وژل شويو عسکرو په اړه وويل چې  «۱۳ وطن پرستو سرښندونکو» او عزیزانو ته دوعا کوي. هغې وويل: «زړه مې له درده او د هغوی د له لاسه ورکولو له کبله ماتیږي.«

دونالد ترمپ، په وار وار د پخوانيو عسکرو په اړه د عمومي پاروونکو او ځانګړو ادعا شويو څرګندونو له کبله د نيوکو ښکار شوی دی.

نوموړي د روانې مياشتې په سر کې وويل چې د هېواد تر ټولو غوره ملکي جایزه د نظامي افتخار څخه «ډېره ښه» ده ځکه هغه نظاميان چې دغه جایزه ترلاسه کوي يا «په ډېر خراب وضعيت» کې وي او يا «مړه» وي.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب