نوموړي پر دې خبرې له ټینګار کولو سره چې اوس د کیف د اقدام کولو وخت دی وویل: «ځکه مسکو له سترو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.»
ترمپ له زیلنسکي سره تر ملاقات لږ وروسته په خپله ټولنیزه شبکه سوشل تروت کې اعلان کړ او ویې لیکل: «پوتین او روسیه په ستر اقتصادي ستونزو کې قرار لري او دا د دې وخت دی چې اوکراین لاس په کار شي.»
نوموړي زیاته کړه: «د اقتصادي مشکلاتو له لیدو وروسته چې جګړې د روسیې له پاره رامنځته کړي دي، فکر کوم اوکراین د اروپايي اتحادیې په ملاتړ په داسې یو موقعیت کې دی چې وجنګیږي او ټول اوکراین بیرته خپل اصلي شکل ته را وګرځوي.»
دا کار به عملاً د اوکراین له شاوخوا ۲۰ سلنه خاورې څخه د روسي ځواکونو د ایستلو په معنا وي، له دې ډلې د کریمیا ټاپو چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې اشغال کړې ده یادونه کولی شو.
په ورته وخت کې زیلنسکي دغه لیدنه «ښه او رغوونکې» بللې ده او په سوشل تروت کې یې د ترمپ له تویت څخه د یوه «ستر تغیر» په توګه یادونه کړې ده.
زیلنسکی له «فاکس نیوز» سره په مرکه کې وویل چې متحده ایالات باید د روسیې پر وړاندې سخت بندیزونه وضع کړي، څو روسیه د جګړې پای ته رسولو له پاره خبرو اترو ته غاړه کیږدي.
د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو، هم د می په ۹مه په مسکو کې د روسې پوځي پريټ په مراسمو کې حضور درلود.
انځور: KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP
انځورونه1 | 15
نوموړي ترمپ د اوکراین له پاره د «لوبې بدلونکی» وباله او اشاره یې وکړه چې له هغه سره یې د روسیې د متزلزل اقتصاد په اړه بحث کړی دی او داسې «درک» شتون لري چې ترمپ تیار دی له جګړې وروسته اوکراین ته امنیتي ضمانت ورکړي، که څه هم هغه په دې اړه نور جزویات ور نه کړل.
سره له دې د ترمپ یوازنۍ مشخصه ژمنه، ناټو ته د وسلو د تامین جاري ساتل و، څو دغه ائتلاف «هر هغه کار چې غواړي ترسره یې کړي»، چې ظاهره د اروپايي هیوادونو له خوا د اوکراین له پاره د امریکایي وسلو د خریدارۍ نوي مکانیزم ته اشاره کوي.
ترمپ کریمیا ته هیڅ اشاره نه ده کړې او ویې ویل چې اوکراین کولی شي «شاید حتی تر دې هم وړاندې لاړ شي»، خو نور جزویات یې نه دي وړاندې کړي.
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د خپلې وینا پر مهال وویل: «دغه جګړه باید پای ته ورسیږي. خو که په لنډ مهال کې د سولې له پاره کومه لاره شتون ونه لري، متحده ایالات او ولسمشر به د تیري د دوام پر ضد لازم ګامونه پورته کړي.»
د درمپ دریځ بدلیدو ته غبرګونونه
د اروپایې اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې کایا کالاس د ترمپ د څرګندونو ستاینه کړې ده او ویلې یې دي: «دغه څرګندونې پياوړې دي چې مخکې تر دې مې په دا ډول چوکاټ کې نه وې اوریدلې، نو ځکه ښه خبره ده چې اوس یو مشترک درک لرو.»
د دې په مقابل کې بیا په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې د استازي مرستیال دیمتري پلیانسکي، د دې پوست ارزښت کم ښودلی او خبریالانو ته یې ویلي: «د هر تویت له پاره دومره حیرانه کیږئ مه.»