1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق يوې محکمې د ترمپ د نیولو امر کړی

۱۳۹۹ دی ۱۹, جمعه

د عراق يوې محکمې د دغه هيواد د مليشي ځواک د قوماندان ابو مهدي المهندس د وژنې له کبله د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د نيولو امر کړی دی.

Irak Schiitische Miliz droht USA nach Luftangriffen
انځور: AFP/H. Hamdani

په منځني ختيځ کې د امريکا متحده ایالاتو له مهمو متحدينو څخه يوه يې يعني عراق د يوې محکمې له خوا پر ترمپ د ابو مهدي المهندس د وژلو تور لګول شوی او د نوموړي د نيولو امر جاري شوی دی.

دا واضح ده چې ښايي دغه امر هیڅ عملي نه شي خو په داسې وخت کې یې سمبوليک اهميت ډېر دی چې د ولسمشر دونالد ترمپ د جمهوري رياست دوره پای ته پر رسيدو ده.

د تېر میلادي کال د جنورۍ پر درېمه نيټه د بغداد هوايي دګر ته څېرمه د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د ايران د سپاه پاسداران انقلاب القدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني او د نوموړي سره مل د عراق د نيمه پوځي ځواک «هاشد الشابي» مرستيال مشر ابو مهدي المهندس هم ووژل شو.

دا بريد د ولسمشر دونالد ترمپ په امر ترسره شوی وو. ترمپ د قاسم سليماني او المهندس پر مړينه ويلي ول: «د يوه په بيه دوه [کسان] له منځه ولاړل.» د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دا بريد «يو اړخيز» او «غير قانوني» بللی وو.

د جرم ثابتيدو په صورت کې اعدام

د عراق د سترې قضايي شورا له خوا د پنجشنبې په ورځ په جاري کړل شوې اعلاميه کې د ترمپ د نیولو امر تائيد شوی او ويل شوي چې «د عراق د جزا قانون د ۴۰۶مې مادې پر اساس يې د متحده ایالاتو د ولسمشر د نيولو امر صادر کړی دی.» په دې اعلاميه کې زياته شوې چې «لومړۍ پلټنې بشپړې شوي خو په دې جرم کې د شريکو نورو مجرمينو که هغه عراقيان وي او که خارجيان، د پيژندلو له پاره به پلټنې رواني وي.»

د عراق سترې قضايي شورا په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې محکمې د ابو مهدي المهندس د کورنۍ له خوا راجستر شويو شکايتونو او څرګندونو پر اساس د نيولو دا امر جاري کړی دی.

د ولسمشر ترمپ د نيولو امر په قتل د لاس پورې کولو له وجې جاري شوی دی او د ثابتيدو په صورت کې د دې جرم سزا د مرګ سزا ده.

د عملي کيدو امکان؟

که څه هم چې په عراق کې د دې امر د عملي کيدو کوم امکان نه ترسترګو کيږي خو د ولسمشر ترمپ د ولسمشرۍ د دورې په وروستيو ورځو کې د ګرفتارۍ دا حکم ډېر سمبوليک اهميت لري.

دا نوی پرمختګ په عراق کې د امريکا له تګلارې سره د مخ پر زياتيدونکي مخالفت ښکارندوی هم کوي چې علت یې د عراق پر اکثريت شيعه وګړو د ايران مخ پر ډيريدونکی نفوذ هم دی.

له انترپول څخه د ایران غوښتنه

ايران هم په جون مياشت کې د ولسمشر دونالد ترمپ د نيولو امر صادر کړی وو. په تهران کې حکومت يو وار بيا له انترپول يا نړيوالو پوليسو څخه د دونالد ترمپ په ګډون د يو شمير امريکايي چارواکو د نیولو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې انترپول لا دمخه روښانه کړې وه چې د ايران د عريضې د عملي کولو هیڅ اراده نه لري.

د ایران د عدليې وياند غلام حسين اسماعيلي د سه شنبې په ورځ ويلي ول: «د ایران اسلامي جمهوريت د قاسم سليماني د وژنې د امر کوونکي او د هغو پر ضد چې دا امر یې عملي کړی دی، د ګامونو پورته کولو او هغوی ته د جزا د ورکړې په هکله ډېر جدي دی.»

د جنرال قاسم سليماني او قوماندان ابو مهدي المهندس تر وژل کيدو وروسته د امريکا او عراق سفارتي اړيکي ډېر ترنګلې شوې وې. د عراق د پارلمان شيعه غړيو د يوه پريکړه ليک په تصويبولو سره له حکومته د بهرنيو عسکرو د شړلو غوښتنه کړې وه.

د عراق حکومت دمګړۍ د خپل تر ټولو ستر نړيوال متحد امريکا او خپل ګاونډي ايران سره ښو اړيکو ته دوام ورکولو له پاره ډېر زيار بايد وباسي. د عراق د يوې محکمې له خوا د ولسمشر ترمپ د نيولو پر امر سربیره په بغداد کې د امريکا سفير د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر برهام صالح سره ليده کاته وکړل او د ترنګلتياو له د منځه وړلو، امنيت د پياوړي کولو او د سیمې د ثبات په اړه خبرې اترې وکړې.

ب. ص/ ن. ز (AP,afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب