1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او بايدن جلا جلا راڅرگند شول

۱۳۹۹ مهر ۲۵, جمعه

د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو د دواړو نوماندانو دوهم ځل مخامخ کيدل يو له بله جلا ترسره شول. ترمپ او بايدن په جلا تلويزيونونو کې راڅرګند او د خلکو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل. بايدن دا ځل د ترمپ پر سياستونو ډيرې حملې وکړې.

USA Townhalls Fragestunde Trump Biden
انځور: Abc/Msnbc/Zumapress/picture alliance

د ترمپ او بايدن دوهمه انتخاباتي مناظره چې په پام کې وه د پنجشنبې په ورځ وشي، ترسره نه شوه، پر ځای يې دواړه، يو وخت، په جلا جلا تلويزيونونو کې راڅرګند شول او د خلکو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

ترمپ په ميامي کې په NBC تلويزيون کې خبرې کولې. هغه د خپلو خبرو په پيل کې له ښی اړخو افراطيانو څخه فاصله ونيوله، خو په عين وخت کې يې پر کين اړخو هم شديدې حملې وکړې. ترمپ ادعا وکړه چې له کلونو راهیسې ښي اړخي محکوموي، خو ترڅنګ په کيڼ اړخو يا چپیانو هم حملې کوي، البته هغه کيڼ اړخي چې پر وينا يې «زموږ ښارونه سوځوي.»

له ترمپ څخه د «کيو انان» د توطئې تئوري د پلويانو په اړه هم پوښته وشوه. هغه وويل چې په دې اړه ډير نه پوهيږي خو د هغوی له ځينو نظرونو سره موافق دی.

ترمپ ومنله چې پوروړی دی، خو اندازه يې لوړه نه ده او د ټولې سرمايې څخه يې ډيره کمه ده. تر دې وړاندې «نيويارک ټايمز» رپوټ ورکړی وو چې ولسمشر ترمپ شا او خوا ۴۲۱ ميليون ډالره پوروړی دی.

ترمپ چې په ابتدا کې يې نه غوښتل خپل پور افشا کړي، بلاخره يې د ۴۰۰ ميليونه ډالرو څخه يادونه وکړه. هغه وروسته ټينګار وکړ چې ګومان نه کوي له امريکا بهر دې هم پوروړی وي.

پر ترمپ د بايدن حمله

د ديموکرات ګوند نوماند، جو بايدن په ABC تلويزيون کې خبرې کولې. هغه تر ډيره آرامه خو په حمله کونکې روحيه وغږيد. د بايدن د خبرو پيل، د کرونا وبا په تړاو د ترمپ پر غيرمسئولانه سياست باندې حمله وه. هغه وويل چې په امريکا کې تر۲۱۰ زره ډير کسان د کرونا وبا له امله مړه شوي دي. «او هغه څه کوي؟ هیڅ.»

بايدن وويل چې ولسمشر بايد د ملت له پاره يوه بيلګه وي او کله چې ترمپ د ماسک له اغوستلو څخه ډډه کوي او يا ماسک لرونکو کسانو باندې تمسخر کوي، له دې خلک داسې نتیجه اخلي چې ماسک وهل ضروري نه دی.

بايدن د ترمپ او بهرني سياست او همدارنګه يې پر قضايي دستګاه باندې شديدې نيوکې وکړې. هغه په دې اړه وويل چې غواړي د فسيلي انرژۍ (د سوند موادو څخه په لاس راتلونکې انرژي)مالي ملاتړ ته د پاي ټکی کيږدي او د تجديد منونکې او سالمه انرژۍ له رشد څخه ملاتړ وکړي.

بايدن د نړيوالو شخړو د حل په برخه کې د ترمپ کړنې «تر يو حده»، تائيد کړې، خو ډيرې نه. هغه نيوکه وکړه چې ترمپ تقریبا له ټولو نړيوالو سازمانو څخه وتلی او د ملګرو ملتونو په سازمان کې هم په پرله پسې توګه تر تمسخر لاندې نيول کيږي.

بل خوا د بايدن مرستيالۍ ته نوماندې، کاملا هريس، خپل ټول انتخاباتي کمپاينونه لغوه کړی دی. هغې په يوه ټويټري پیغام کې ليکي دي چې دوه کسان چې له هغې سره په تماس کې ول په کرونا ويرس اخته شوي دي، له همدې امله لازمه نه ګڼي چې په عمومي غونډو کې ګډون وکړي. خو هغې په عين حال کې ويلي دي چې د اوونۍ په اوږدو کې يې دوه ځله د کرونا تیستونه ترسره کړل چې نتيجه يې دواړه ځله منفي وه.

د امريکا انتخابات د راتلونکې ميلادي مياشت (نوامبر) پر دريمه ترسره کيږي. دغو انتخاباتو ته دواړه نوماندان، ترمپ او بايدن به راتلونکې اوونۍ يو ځل بيا په يوه تلويزيوني مناظره کې ګډون وکړي.

په اکثرو نظر پوښتنو کې ترمپ له بايدن څخه لس سلنه شاته دی. حتی په مهمو ايالتونو، لکه پنسلوانيا او ویسکانسن کې هم ترمپ د ديموکراټانو له نوماند څخه شاته دی.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب