دمشق د داعش ضد ائتلاف سره یوځای شو
۱۴۰۴ آبان ۲۲, پنجشنبه
په سپينه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره د سوریې د موقت ولسمشر د لیدنې نتیجه، د دمشق پر وړاندې د امریکا د لګول شوو بندیزونو د ځنډولو غځیدل او د امریکا په مشرۍ له داعش ضد ائتلاف سره د سوریې یوځای کیدل و.
په ۱۹۴۶م کال کې د سوریې له تاسیس راهیسې دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر د سوریې یوه ولسمشر ته په سپينه ماڼۍ کې هرکلی کوي.
ترمپ د احمد شرع په هکله چې پخوا یو جهادي شخص و، وویل: «نوموړی یو ډیر ځواکمن رهبر دی» ترمپ د هغه د ځواک له کبله د هغه ستاېنه وکړه او زیاته یې کړه: «نوموړی له یوې ډیرې سختې سیمې څخه دی او پخپله هم یو سر سخته انسان دی.»
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دې مطلب په بیانولو سره چې غواړي سوریه ډیره موافقه اوسي وویل: «شرع کولی شي دا کار ترسره کړي، زه واقعاً په دې باور لرم.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل د سوریې پر وړاندې د دغه هیواد بندیزونه د ۱۸۰ نورو ورځو له پاره ځنډول کیږي.
ترمپ په می میاشت کې له دمشق سره د واشنګټن د اړیکو بهترولو پروګرام پر اساس (په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته) د دمشق پر وړاندې د امریکا بندیزونه ځنډولي ول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۹م کال کې پر سوریې د لګول شوو بندیزونو په بشپړ ډول لغوه کیدو ملاتړ کړی و. په هر حال وروستۍ پریکړه باید د امریکا کانګرس وکړي.
د داعش ضد ائتلاف سره د دمشق یوځای کیدل
د هغه څه پر اساس چې د ترمپ او شرع د ملاقات په هکله اعلان شول، سوریه هم د امریکا تر رهبرۍ لاندې د داعش ضد ائتلاف سره یوځای شوې ده.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر حمزه المصطفی، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې سوریې له داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې سره د مقابلې له پاره له نړیوال ائتلاف سره د سیاسي همکارۍ موافقتنامه لاسلیک کړې ده او «په دې ترتیب سره یې یو وار بیا له ترهګرۍ سره په مبارزه او سیمه ایز ثبات کې پر خپل نقش ټينګار کړی دی.»
داعش په ۲۰۱۴م کال کې د سوریې او ګاونډي هیواد عراق ډیرې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستلې وې. دغې ترهګرې ډلې په یو وخت کې د سوریې شاوخوا یو پر څلورمه برخه او د عراق ۴۰ سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندې راوستلې وه.
امریکا متحده ایالاتو په هغه وخت کې د دغې افراطي اسلامپاله ترهګریزې ډلې پر وړاندې د پوځي ائتلاف مشري پر غاړه واخیسته. که څه هم داعش له نظامي پلوه ماته خوړلې ده، خو د اټکلونو له مخې اوس یې هم شاوخوا ۲۵۰۰ جنګیالي په عراق او سوریې کې فعاله دي او ځینې وختونه په ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کوي.
د تازه فصل پیل
ترمپ په دې هڅه کې دی چې د اسد کورنۍ له پنځوس کلنې واکمنۍ وروسته له سوریې سره خپلې اړیکې له سره پیل کړي. شرع د «هیئت تحریر شام» ملیشه ډلې د قوماندان په توګه د هغو یاغیانو د عملیاتو رهبري په غاړه لري چې په تیر دسمبر کې یې بشارالاسد د هیواد پریښودو او روسیې ته تیښتې ته اړ کړ او د سوریې اوږدمهاله جګړې ته یې د پای ټکې کیښود.
له هغه وخت راهیسې د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع هڅه کړې ده چې له عربي هیوادونو او لویدیځ سره خپلې اړیکې بهتره کړي.
په ورته وخت کې احمد شرع له القاعده ترهګرې ډلې سره د خپلو پخوانیو اړیکو له کبله، اړ دی چې د یو شمیر خنډونو پر وړاندې مقابله وکړي. متحده ایالاتو په تیر جولای کې «هیئت تحریر شام» ډله د ترهګریزو سازمانونو له نوملړ څخه وایستله.
په سپينه ماڼۍ کې له ترمپ سره د احمد شرع لیدنه کتنه نه یوازې له هغه څخه د متحده ایالاتو رسمي تقدیر و، بلکې د دمشق او واشنګټن د اړیکو د تازه فصل پرانیستل ګڼل کیږي.
په سپینه ماڼۍ کې د سوریې د موقت ولسمشر په توګه د یوه پخواني جهادي شخصیت حضور پيدا کول او له لویدیځ سره ډیالوګ، یو دیپلوماتیک خوځښت ګڼل کیږي چې په سیمه ایزو معادلاتو کې د سوریې د مقام ښکارېندویي کوي؛ هغه هیواد چې په لسګونو کورنیو جګړو، نړیوالې محاصرې او څو ګونو بندیزونو کې ښکیل دی.
خو سره له دې ټولو د داعش ضد ائتلاف کې شاملیدل او د بندیزونو د ځنډو غځیدل، په بشپړ ډول د ستونزو د لیري کیدو په معنا نه ده؛ په سوریې کې دولتي جوړښتونه لا هم متزلزله دي، د بیلا بیلو وسله والو ډلو ترمنځ د قدرت موازنه په بشپړ ډول تغیر شوې نه ده او سیمه ایز او بین المللي اعتماد لا هم په ازمایشي پړاو کې قرار لري.
له دې اړخه دغه لیدنه کتنه تر دې زیات چې ستونزو ته د پای ټکې وبلل شي، د دمشق او لویدیځ ترمنځ د اړیکو د نوي فصل یا پړاو پيل دی. هغه پړاو چې په هغې کې به په منځني ختیځ کې د سوریې د بیارغونې، مشروعیت، جیوپولیتیک او امنیتي موقعیت د تنظیمولو برخلیک روښانه شي.