د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، او حکومتي چارواکو یې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فيبرورۍ ۲۶) د کابينې د لومړۍ غونډې له پېليدو مخکې له خبريالانو سره په خبرو کې په افغانستان کې پر پاتې شويو امريکايي وسلو پر بیرته اخيستو ټینګار وکړ.
د امریکا د دفاع وزير هیت هېګست، په دې غونډه کې وويل چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د اخراج د ټولو اړخونو بشپړه ارزونه به ترسره کوي، څو روڼتيا رامنځته شي.
دونالد ترمپ، د خبريالانو پوښتنو ته د ځوابونو په دې غونډه کې يو ځل بیا وویل چې «موږ افغانستان ته په ميليارډو ډالر ورکوو، په دې هیڅوک نه پوهيږي...او په همدې حال کې موږ هلته تجهیزات هم پرېښې دي چې داسې باید نه وای شوي.»
اړونده موضوع: ټرمپ: افغانستان کې د امریکا وسلې بازارونو کې پلورل کېږي
نوموړي د دې په ویلو سره چې امريکا متحده ايالاتو «۷۰ زره نقليه وسيلې» چې زياتره یې زري دي، په افغانستان کې پرېښي دي، ټینګار وکړ امريکا بايد د دې تجهیزاتو ډېره برخه بيرته ترلاسه کړي.
ترمپ، چې د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې له طالبانو سره د امريکايي ځواکونو د راوتلو توافقنامه لاسليک شوې وه، زياته کړه چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د راوتلو عمليات باید د باګرام له هوايي اډې څخه عملي شوي وی او ادعا یې وکړه چې اوس دغه اډه چينايانو «نيولې» ده.
اړونده موضوع: ترمپ، هريس د افغانستان څخه د وتلو په «فاجعه» کې ګرم وبلله
ترمپ، وويل: «موږ غوښتل چې خارج شو، خو په پام کې وه چې باګرام وساتو، د افغانستان په خاطر نه بلکې د چين له وجې، په دې خاطر چې دا اډه له هغه ځای څخه چې چين پکې خپل اتومي توغندي جوړوي، د يوه ساعت په واټن کې پرته ده.»
په بګرام هوايي اډه کې د امريکايي ځواکونو ويجاړ شوي سامانونه
بګرام هوايي اډه له کابو شلو کلونو راهيسې د امريکايي ځواکونو د قومندې مرکز وو. اوس له څه مودې راهيسې د دغي اډې خالي کول پيل شوي دي. ډېر توکي ويجاړ او غورځول شوي دي. ځيني په دې ويجاړو کې خپل بخت آزمايي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFPتاريخ ليکونکي کيدای شي يو وخت پر دې اختلاف سره ولري چې په افغانستان کې د امريکا له پوځي ماموريت څخه څه پاته شول؟ خو اوس لا روښانه ده چې څه چې عملاً «پاتيږي» هغه ډېر کباړ يا زاړه توکي دي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFPکابو شل کاله د بګرام هوايي اډه د امريکايي ځواکونو د قومندې مرکز وو. اوس په داسې حال کې چې د امريکايي پوځ بشپړ وتلو ته تقریباً ۱۱ هفتې پاتې دي، هغوی ډېر وسايل يا خو له ځان سره وړلی شي او يا یې هم افغان امنيتي ځواک ته سپاري. خو ډېر هغه توکي چې نه انتقاليږي، ويجاړ کړل شوي دي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFPپه تېرو دوو لسیزو کې تر سلو زرو ډېرو امريکايي عسکرو په بګرام هوايي اډه کې دنده ترسره کړې ده. د کابل په شمال کې پرته دغه هوايي اډه په دغه موده کې په يوه کوچني امريکايي ښارګوټي بدله شوې وه: د سړک پر غاړه د فاست فوډ غرفې او رستورانتونه هم جوړ شوي ول. په انځور کې یې سړی ليدلی شي چې د لويديځ تمدن له لاسته راوړنو څخه څه شي باقي پاتې دي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFPد چا له پاره کباړ او د چا له پاره د کار توکي
د بګرام اډې د دروازې دباندې دغه انبار د ځينو له پاره د بخت آزموينې ځای دی. دلته په لسونو کسان راځي او په دې پاتې شونو کې لټه کوي څو د کار يو څه پيدا کړي. لکه دغه سړی چې پوځي موزې یې موندلي دي. ځيني یې په ليلامي کې د خرڅلاو له لارې ګټې ته په تمه دي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFPپه بګرام کې د کمپيوترونو انبار ډېر دی. د دې ډول سرکټ بورډونو ځينې ميخونه او برخې بيا کارول کيدلی شي. سربيره پر دې ځيني وخت پکې مس او آن په لږه اندازه سره زر هم موجود وي. هلته ځيني قيمتي توکي هم موندل کيږي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFPد بګرام راتلونکې به څه وي؟
د هندوکش د غرونو په پلمنه کې پرته د بګرام اډه د پوځ د مقر په توګه يو اوږد تاريخ لري. له ۱۹۷۹م کال څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو هم دغه اډه د مقر په توګه کاروله. اوس چې امريکايان وځي نو د طالبانو لاسو ته د دغه اډې لوېدو په اړه اندېښنې موجودې دي. دا به د هغوی له پاره يوه ډېره مهمه ستراتيژيکه بريا وي.
انځور: imago imagesد ځواکونو اخراج چې خطر ورسره مل دی
د می مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د ځواکونو وتل پېل شوي دي. بهرني ځواکونه د خپلو ويجاړ کړو شيانو د ځای پر ځای کولو له پاره کافي وخت نه لري. دمګړۍ د پوځيانو د اخراج پر وخت د طالبانو د ممکنه بريدونو د ځواب ويلو له پاره درنې وسلې او اضافي عسکر لا پاتېږي. د ناټو په پريکړنده ماموريت کې ۳۶ هيوادونو ونډه لرله چې په دې وروستيو کې یې په ترڅ کې ۲۵۰۰ امريکايي او ۱۱۰۰ آلماني عسکر په افغانستان کې ميشت ول.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFPټول لاس په کار دي: يوه نجلۍ په ويجاړو کړل شويو شیانو کې يو وسپنیز بکس موندلی دی. افغان ښځو او نجونو پر ټولو مشکلاتو سربیره چې لري یې په افغانستان کې د امريکايي له خوا د طالبانو رژيم له ړنګيدو څخه ګټه واخيستله. هغوی وکولی شول ښوونځي ته ولاړې شي او ښځو وکولی شول د هيواد په کابو ټولو ادارو کې په لوړو څوکيو کي کار وکړي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFPد پاته شونو په دې انبار کې ځيني موندنې يوازې معنوي ارزښت لري. ځيني یې اوس همداسې دلاسايي توکو ته اړتيا لري: د بګرام هوايي اډې په شا او خوا کې د هغه سيمه ایز کارکوونکي ميشت دي. هغوی د دې هوايي اډې له درکه خپله نفقه برابروله. ډېری به اوس د خپلو کورنيو له پاره د ژوند کولو نوې لارې چارې لټوي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFPپه افغانستان کې د امريکا له کابو شل کلن ماموریت څخه د دې انبار پرته نور څه پاتيږي؟ د امريکا ولسمشر جو بايدن د جون پر ۲۵ نېټه له ولسمشر غني سره په سپينه ماڼۍ کې د ليدنې کتنې پر وخت ژمنه وکړه چې «د افغانستان او امريکا مشارکت پای ته نه رسيږي.» په ميليونو افغانان به دې ته سترګې په لار وي چې بايدن خپله دا ژمنه پوره کړي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFP ترمپ، همدا شان دا عجيبه ادعا هم وکړه چې د امريکا د پاتې شويو وسلو له کبله افغانستان په نړۍ کې يو په سترو وسله پلورونکو هېوادونو بدل شوی دی: «دوی هغه تجهیزات چې موږ پرېښي دي، پلوري. موږ لومړی مقام لرو. دوی دويم يا دريم مقام کې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې په ستاکهولم کې د سولې د نړيوال انستيتويت په څېر نړيوالو سازمانونو په رپوټونو کې چې د نړۍ د وسلو د سترو پلورونکو نوملړونه جوړوي، افغانستان هیڅ نشته.
يوازې يو شمير هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان، په افغانستان کې د پاتې شويو امريکايي وسلو د ترهګرو ډلو لاسونو ته د لوېدو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.