د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه "Truth Social" کې ویلي دي شخصاً ده پخپله د دغو عملیاتو امر ورکړی دی. نوموړي د خپل پوسټ په یوه برخه کې لیکلي دي: «داعش او ټولو هغو کسانو ته چې پر امریکا حمله کوي پيغام دا دی چې مونږ به تاسې پيدا کړو او وبه مو وژنو.»
ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کې د داعش لوړپوړي مشران چې د بریدونو، جذبولو او تازه ځواکونو د روزنې مسئولیت یې درلود په نښه کړای شوي دي. خو د دغو عملیاتو په هکله نور جزویات نه دي خپاره شوي.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون په وینا د دغو بریدونو هدف د سومالیې په شمال کې د ګولیس غرونو په نیمه خودمختاره سیمه کې د داعش جنګیالي ول. د لومړنیو ارزونو له مخې «څو» بریدګر وژل شوي دي. د امریکا د دفاع وزیر پيت هګست، په خبره په دغو بریدونو کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی او د سومالیې له حکومت سره په همغږۍ کې ترسره شوي دي.
په سوډان کې سیمه ایز حکومت د یکشنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۲ نیټه) په ورځ د داعش ډلې له پاره د ځای ناستې د نوم په کارولو سره وویل: «وروستي هوایي بریدونه د داعش د کلیدي شخصیتونو په مړينې تمامه شوې چې د خپلو عملیاتو په دویم پړاو کې د پام وړ پرمختګ ښيې.»
د سیمه ایز حکومت له خوا ستاینه
همدارنګه د سوډان سیمه ایز حکومت په هوایي بریدونو کې د متحده ایالاتو ګډون ارزښتناک بللی دی او د زړه له کومې یې ورڅخه مننه کړې ده.
په دې وروستیو کلونو کې د ګولیس په غرونو کې د داعش او الشباب ملیشه ترهګرو ترمنځ په سیمه کې د لاس بري ترلاسه کولو له پاره نښتې رامنځته شوي دي.
د افریقا په ښکر کې واقع دغه هیواد د کلونو راهیسې د افرطي اسلامپالو پر وړاندې چې په سومالیې او نورو ګاونډیو هیوادونو کې یې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، جنګیږي.
ویل کیږي چې په دې وروستیو میاشتو کې ډیر شمیر جنګیالي له منځني ختیځ، په ځانګړي توګه له عراق او سوریې څخه د سومالیې په غرونو کې له افراطي اسلامپالو سره یوځای شوي دي.
په سومالیا کي د لوږي له کبله د انساني ناورين ویره
په سومالیا کې له تيرو څلویښتو کلونو راهيسي تر ټولو سخته وچکالي ده. که بله قحطي راشي، د دي احتمال شته چې په سلګونو زره انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي. وضعیت ډېر کړکیچن دی.
انځور: Jerome Delay/AP/picture allianceډېر خلک لا دمخه له قحطۍ څخه تښتي. د ډولو ښارګوټي په څنډه کې د پلاستیک او د ونو له څانګو څخه جوړي شوي لنډ مهاله خیمې ایښودل شوي دي. حمدي یوسف او مور یې هم هلته بند پاتې دي. کوچنى حمدي په سخته خوارځواکۍ اخته دى. په کمپ کې ګاونډیان دوی ته خواړه چمتو کوي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یونیسف په وینا، په دې وروستیو کې څه باندې ۷۰۰ سومالیايې هلکان او نجونې د لوږې له امله مړه شوي دي.
انځور: Jerome Delay/AP/picture allianceخېمې یوازې لنډمهاله محافظت لري. په تيرو څلورو لسیزو کې دا مهال شاوخوا ۷،۸ میلیونه وګړي تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخامخ دي. تر یو ميلیون زيات خلک د خوړو، اوبو او څړځایونو په لټه کې بې ځايه شوي. یوازې د کال له پیل راهیسې ۳۶۶۰۰۰ کسان کډوال شوي دي. ملګري ملتونه د "راتلونکي ناوړه حالت" په اړه خبرې کوي. امریکا د ۷۰۸ میلیونه یورو په ارزښت د مرستې ژمنه کړې ده.
انځور: Jerome Delay/AP/picture allianceپه سومالیا کې وچکالۍ د درد د ډول له پلوه نومول کيږي. په ۱۹۷۰مه لسيزه کې "اوږده"، په ۱۹۸۰مه لسيږه کې "د څارویو قاتل" او پنځه کاله دمخه "مساوي" په نوم ياد شوي، ځکه چې په ټول هیواد کې يو ډول وه. اوسنۍ وچکالۍ تر اوسه نوم نه لري او د مهاجرو په کمپ کې له دې نل څخه کابو هيڅ اوبه نه راځي.
انځور: Jerome Delay/AP/picture allianceخلک کمپ ته نږدې د دې برمې مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي. د اوبو سرچینې نادري دي. په ځینو سیمو کې ماشومان چې زیاتره یې نجونې دي، د اوبو راوړلو له پاره اوږد واټن وهي. ډېري نجونې ښوونځي ته نشي تلای. قحطۍ په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان سخت ځپلي دي.
انځور: Jerome Delay/AP/picture allianceیو ماشوم په ډولو کمپ کې وزن کیږي. له قحطۍ سره د مبارزې له پاره ډیرو پیسو ته اړتیا ده. کاریتاس د بیړنیو مرستو په موخه۶۰۰۰۰۰ یورو چمتو کړي دي.
انځور: Jerome Delay/AP/picture allianceوچکالي د انسان په لاس رامنځ ته شوې ده
د اقلیم بدلون مسؤلیت د هغه چا پر غاړه دی چي ډېر ګلخانه يي ګازونه خپروي، لکه المان. د کاریتاس په وینا، له همدې امله موږ مکلفیت لرو چې له وچکالۍ ځپلو سره مرسته وکړو. آلمان سږکال د لوږې د اوسني بحران سره د مبارزې له پاره ۸۸۰ يملیون یورو چمتو کوي. مګر تر دې دمه، د دغو کسانو له پاره یوازنۍ لار د ډولو کمپ پر لور تیښته او ورته رسیدل دي.
انځور: Jerome Delay/AP/picture alliance