د واشنګټن د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د اټومي وسلو د کمولو او د ایران د موضوع په اړه خبرې وشي، خو د اوکراین جګړه به د بحث برخه نه وي. د ټرمپ، پوتین او شي ترمنځ دا لومړنۍ درې اړخیزه سرمشریزه ده چې د امریکا، روسیې او چین د مشرانو په کچه ترسره کېږي.
د ختيځ پاکستان (بنګله دېش) پر سر په ۱۹۷۱ کال د هند او پاکستان تر منځ يوه جګړه رامنځ ته سوه چي د دسمبر مياشتي د ۳يمي نېټي او ۱۶مې نېټي تر منځ يې دوام وکړ. پاکستان دغه جګړه بايلوله او په نتيجه کي يې ختيځ پاکستان ورڅخه بېل سو او د بنګله دېش په نوم يو نوی هيواد رامنځ ته سو. دغې جګړې ۱۳ ورځي دوام وکړ او د نړۍ يو له تر ټولو لنډو جګړو څخه ؤ.
د مصر، اردن، سوريې او عراق څلور اسلامي هيوادونو په ۱۹۶۷ کال د اسرائيل پر ضد جګړه اعلان کړه. خو اسرائيل څلور واړه هيوادونه د ۶ ورځو په جريان کي مات کړل. د دغې جګړې وروسته د اسرائيل خاوره تر پخوا لا پراخه سوه.
انځور: Reuters/IDF
۳ مقام ـ ۵ ورځې ـ د روسيې او ګورجستان جګړه
د ابخازيا او اوسيتيا د سيمو پر سر په ۲۰۰۸ کال د روسيې او ګورجستان تر منځ جګړه رامنځ ته سوه. دغه جګړه چي د اګست مياشتي په ۷مه نېټه پېل سوې وه پنځه ورځي وروسته د ګورجستان په ناکامۍ پای ته ورسېده او روسيې هم ابخازيا او هم اوسيتيا خپلې کړې.
انځور: picture-alliance/ZURAB KURTSIKIDZE
۲ مقام ـ ۱۰۰ ساعته ـ د اېل سلوادور او اندوراس جګړه
په ۱۹۷۰ کال د فيفا تر نظارت لاندي د اېل سلوادور او اندوراس د فټبال لوبډلو تر منځ له سيالۍ څخه د وتنې يا پاته کېدنې يوه لوبه تر سره سوه. د اېل سلوادور لوبډلې ۳ او د اندوراس لوبډلې ۲ ګولونه وکړل او په دې توګه اېل سلوادور دغه لوبه وګټله. په دې وخت کي د اېلسوادور پوځ پر اندوراس بريد وکړ. د جولای په ۱۴ پېلېدونکي دغې جګړې ۱۰۰ ساعته دوام وکړ او د نورو امریکايي هيوادونو تر فشار وروسته پای ته ورسېده.
انځور: DW/S. Oelze
۱ مقام ـ ۳۸ دقيقې ـ د زنجبار سلطنت او بريتانيې جګړه
د بريتانويانو او د زنجبار د سلطنت تر منځ جګړه د ۱۸۹۶ کال د اګست مياشتي په ۲۷مه نېټه پېل سوه. دغې جګړې د ۳۸ او ۴۵ دقيقو تر منځ جريان وکړ او د نړۍ تر ټولو لنډه جګړه بلله کيږي. بريتانويانو په دغه جګړه کي د زنجبار سلطنت ته ماته ورکړه.
انځور: Reuters/N. Woo
انځورونه1 | 10
د ټرمپ او پوتین ترمنځ جلا دوه اړخیزه غونډه نه ده پلان شوې
د امریکايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د ټکنالوژۍ میلیاردر ایلان ماسک به چین ته په دې سفر کې له ټرمپ سره مل وي. خو ویل شوي چې د ټیسلا او سپېس اېکس مشر به له پوتین او شي سره په اصلي خبرو اترو کې ګډون ونه کړي. د چارواکو په وینا، د پنجشنبې په ورځ به د ټرمپ او شي ترمنځ یوه دوه اړخیزه کاري غرمنۍ او جلا لیدنه هم ترسره شي.
اعلان
خو د ټرمپ او پوتین ترمنځ جلا دوه اړخیزه غونډه نه ده پلان شوې. مسکو د شنبې په ورځ د دې تاریخي سرمشریزې لپاره د پوتین ګډون تایید کړ.
ټرمپ به د سرمشریزې په څنډه کې د «کواد» ډلې له غړو سره هم مشورتي غونډه ولري. په دې ډله کې امریکا، هند، جاپان او اسټرالیا شامل دي او ډېری وخت د چین د نفوذ پر وړاندې د متوازن ځواک په توګه ارزول کېږي.