1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادامریکا متحده ایالات

ټرمپ پر روسیې وروستي بندیزونه ځنډولي

احمد حکيمي l اسوشیتید پریس او دفرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ مهر ۲۵, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د خپلې دغې پریکړې لپاره ملي ګټې یادې کړې او هغه معافیت یې لاسلیک کړ چې له مخې یې پر روسیې د هغو بندیزونو لګول ځنډبږي چې کانګرس پرې رایه ورکړې وه.

اوس پر روسیې د بندیزونو د معاف کولو پریکړه یوه اوونۍ وروسته له هغې شوې چې ټرمپ وویل، متحده ایالاتو له روسیې څخه د ډیزلو د پېرلو هوکړه کړې ده.
اوس پر روسیې د بندیزونو د معاف کولو پریکړه یوه اوونۍ وروسته له هغې شوې چې ټرمپ وویل، متحده ایالاتو له روسیې څخه د ډیزلو د پېرلو هوکړه کړې ده.انځور: Jae C. Hong/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د خپلې دغې پریکړې لپاره ملي ګټې یادې کړې او هغه معافیت یې لاسلیک کړ چې له مخې یې پر روسیې د هغو بندیزونو لګول ځنډبږي چې کانګرس پرې رایه ورکړې وه.

پر روسیې د متحده ایالاتو بندیزونه به د پلان له مخې عملي نه شي، ځکه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د ملي امنیت د دلیلونو له کبله د دغو بندیزونو د معافیت اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ.

په اجرائیوي فرمان کې راغلي: «لکه څنګه چې د دې فرمان په څلورمه برخه کې نور وضاحت ورکړل شوی، زه په دې توګه د ګراهام قانون له مخې د دغو بندیزونو، محدودیتونو او ګمرکي تعرفو له پلي کیدو معافیت ورکوم.»

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خپور شوي فرمان په متن کې ویلي: «ما کانګرس ته یو تصدیق ‌لیک سپارلی چې پکې ویل شوي، په دې وخت کې د دغه ډول معافیت صادرول د متحده ایالاتو د ملي ګټو له پاره دي.»

سپینې ماڼۍ سمدستي دا وضاحت ورنه کړ چې د ټرمپ له خوا د بندیزونو د ځنډولو پریکړه به څنګه د امریکا ملي ګټې خوندي کړي. سپینې ماڼۍ دغه پرېکړه د جمعې په ماښام ناوخته پر خپلې وېبپاڼې خپره کړه.

د فرمان له مخې، دغه معافیت به تر هغه وخته پر خپل ځای پاتې وي چې ټرمپ یا د ترمپ ادارې لوړپوړي چارواکي پریکړه وکړي چې «نور اقدامات مناسب دي».

له روسیې سره د ټرمپ لانجمنه د ډیزلو معامله

د لینډسي ګراهام قانون، چې د هغه امریکايي سناتور په نوم نومول شوی چې د دې طرحې ملاتړ یې کاوه او وروسته مړ شو، په کانګرس کې د دواړو ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړی و او د سپټمبر په میاشت کې تصویب شوی و.

دغه قانون د ټرمپ ادارې ته اجازه ورکوله چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له امله پر مسکو فشار زیات کړي او د روسیې د تیلو پر سترو پیرودونکو تر ۱۰۰ سلنې پورې ګمرکي تعرفې وضع کړي.

د دغو بندیزونو موخه دا وه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغو مالي سرچینو بې ‌برخې کړي چې په اوکراین کې د جګړې د دوام لپاره ورته اړتیا لري. د دې قانون موخه پر روسي چارواکو، بانکونو او د تيلو پر هغو پټو بېړیو بندیزونه لګول هم وو چې د روسیې د انرژۍ صادراتو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې هندوستان، چې د روسیې د تیلو له سترو پیرودونکو څخه دی، یو له هغو هیوادونو څخه و چې پر روسیې د احتمالي بندیزونو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې وه.

اوس پر روسیې د بندیزونو د معاف کولو پریکړه یوه اوونۍ وروسته له هغې شوې چې ټرمپ وویل، متحده ایالاتو له روسیې څخه د ډیزلو د پېرلو هوکړه کړې ده. د دې اقدام موخه د انرژۍ د نړیوالو بیو راټیټول بلل شوي، خو دا کار ښايي له روسیې سره په جګړه کې اوکراین ته زیان ورسوي.

شنونکي وايي، په داسې حال کې چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو وخت رانږدې شوی، پر روسیې د بندیزونو دوام ښايي د تیلو بیې لا لوړې کړې وای په ځانګړي ډول اوس چې امریکایان له هغو لوړو لګښتونو سره مخ دي چې تر ډیره د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې له امله زیات شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل