د امريکا فدرالي پوليسو ويلي دي چې بريد کوونکی ۲۰ کلن توماس ماتيو سي دی. ويل شوي دي چې هغه د پنسلوانيا ایالت په شمال ختيځ کې د پراته ښارګوټي بېتل پارک سره تړاو درلود.
د نوموړي يوه پخواني ټولګيوال د ان بي سي خبري شبکې ته ویلي دي چې «هغه [توماس ماتيو سي.] به ښوونځي کې تل ډېر ځورول کېدی.»
دغه ټولګيوال یې وويل چې شکمن بريدګر ځان له نورو خلکو منزوي کړی وو او دا چې دی نه شي ويلی چې څه شي د ترمپ پر غونډه بريد ته هڅولی دی.
د اف بي آی، په حواله پلټونکو ویلي دي چې د توماس د رواني ناروغۍ هیڅ درک نشته او کورنۍ یې له څېړونکو سره همکاري کوي.
د پنسلوانيا ايالت د رایه ورکوونکو د سوابقو له مخې دا شل کلن د جمهوري غوښتونکي ګوند د غړي په توګه ثبت وو. نوموړي په ۱۷ کلنۍ کې يو ځل د ديموکراتانو سياسي کاري کمېټې ته هم بسنه ورکړې وه. هغه د زړو کسانو په يوه پالنځای کې کار کاوه.
اف بي آی، ويلي دي چې تر اوسه د بريد ګر انګیزه نه ده مشخصه شوې خو داسې انګیرل کیږي چې بريد يې په يوازې سر پلان کړی وو.
د نوموړي د ټولنیزو رسنيو حسابونه ارزول کيږي او تر اوسه د ګواښنې هیڅ ډول پوستونه نه دي موندل شوي.
اعلان
بایدن په هېواد کې د سياسي فضا سړولو غږ کړی
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د يکشنبې په ماښام له خپل دفتر څخه د وينا پر مهال د آرام پاتېدو غږ کړی دی او دا خبره یې يو ځل بيا تکرار کړې ده چې په امريکا کې سياسي تاوتريخوالی «هیڅ ځای» نه لري.
نوموړي په تکراري ډول د یوه لږ ګرم کمپاين او سړې سياسي فضا غږ کړی دی او ویې ویل چې دا بريد «د هغه هرڅه برخلاف وو چې موږ ترې د يوه ملت په توګه دفاع کوو.»
بايدن، پر خلکو غږ وکړ چې «خپل اختلافات د رایې اچونې د صندوق» له لارې حل کړي او خبرداری یې ورکړ چې «سياسي لهجه ډېره ګرمه شوې ده.»
جو بایدن، په خپلو خبرو کې وويل چې دی به په دې تړاو د خپلواکو څېړنو امر هم ورکړي چې څرنګه داسې يو بريد رامنځته کيدلای شي.
په ۲۰۲۱م کال کې له ولسمشر کیدو راهېسې دا دريم ځل وو چې نوموړي له « Oval Office» يا د امريکا د ولسمشر د رسمي کاري دفتر څخه ملت ته تلویزيوني وینا وکړه.
بايدن تېر کال پر اسرائيل باندې د حماس ترهګرې ډلې د اکتوبر د ۷ نيټې تر بريد وروسته او د ۲۰۲۳م کال په جون مياشت کې په کانګرس کې د بودجې په تړاو بنبست ماتېدو په اړه هم له دې ځایه وینا کړې وه.
زموږ له آرشيف څخه:
د امریکا د ولسمشر د واک حدود چيري پای ته رسيږي؟
په سپینه ماڼۍ کې د ناست مشر اختیارات هم محدود وي او په پریکړو کې نورې کړۍ هم دخيلي وي. د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر پر چوکۍ د ناست کس د اختياراتو حدود چيري پای ته رسيږي؟ دلته ورباندي ځان پوه کولای شئ:
انځور: Klaus Aßmann
اساسي قانون
په امریکا کې ولسمشر د څلورو کلونو له پاره ټاکل کیږي، خو حد اکثر تر دوو قانوني دورو وروسته یې وخت پای ته رسیږي. نوموړی هم د حکومت او هم د دولت د مشرۍ چارې پر مخ وړي. له کانګرس څخه د تائید شوي قانون عملي کول د هغه مسئولیت دی. په مجموع کې نږدې ۴ میلیونه کسان د هغه تر لاس لاندې کار کوي.
انځور: Klaus Aßmann
د ولسمشر پر چارو کنترول
په امریکا کې دری لویې ادارې د یو بل په پریکړو کې د شریک کیدو حق لري او په دې توګه د یو بل واک یا اختیارات محدودوي. ولسمشر خلکو ته د بخښنې اعلان کولی شي او د فدرالي ادارې له پاره قاضیان نومولی شي، خو یوازې د سنا مجلس په خوښه. د سنا د مجلس په خوښه خپل د کابینې وزیران او سفیران هم ټاکلی شي. په دې توګه نو مقننه قوه چارواکي هم کنترولی شي.
انځور: Klaus Aßmann
د دواړو شورای ګانو د مشرۍ واک
ولسمشر باید د هیواد د وضعیت په اړه کانګرس ته معلومات ورکړي او دا کار هغه دواړو شوراګانو ته د وینا پر مهال کوي. که څه هم ولسمشر کانګرس ته د قوانینو مسودې نه شی وړاندې کولی، خو دغو دواړو شوراګانو ته د وینا پر مهال موضعات ور په ګوته کوي. په دې توګه هغه د ولس په ملاتړ سره پر کانګرس فشار واردولی شي، خو تر دې زیات د ولسمشر په اختیار کې څه نه وي.
انځور: Klaus Aßmann
د ویټو حق
ولسمشر واک لري چې یوه قانوني مسوده بې له لاسلیک څخه بیرته کانګرس ته واستوي او هغه ویټو کړي. کانګرس په دواړو شوراګانو کې د رایو په اکثریت یعنې د دوه پر دریو رایو سره دغه ویټو بې اغیزې کړي. د سنا د مجلس په حواله د امریکا په تاریخ کې ولسمشر ۱۵۰۰ ځله خپل د ویټو له حق څخه استفاده کړې چې یوازې ۱۱۱ ځله بیا دغه ویټو رد شوې.
انځور: Klaus Aßmann
د اختیاراتو په تشریح کې ابهام
د اساسي قانون او لویو محکمو په پریکړو کې دا خبره په بشپړ ډول واضح نه ده چې په اصل کې ولسمشر تر کومې اندازې واک لري. ولسمشر له یوه بل ډول ویټو څخه هم کار اخیستلی شي، هغه دا چې د کانګرس له خوا یوه قانوني مسوده بې له تائید څخه له ځان سره وساتي او له ياده یې وباسي. بیا نو دغه قانون نه هم عملي کیږي او نه هم کانګرس دا ډول ویټو ردولی شي. دا سیاسي چال د امریکا په تاریخ کې تر ۱۰۰۰ زیات وارې استعمال شوی دی.
انځور: Klaus Aßmann
هغه احکام چې د قانون مترادف وي
ولسمشر حکومتي چارواکو ته امر کولی شي چې هغوي باید څنګه خپلې دندې ترسره کړي. دا د«ایګزیکټیو آرډرز» یا اجرایې امر د قانون درجه لري او د کومې بلې ادارې له خوا منضورۍ ته اړتیا نه لري. خو سره له دې هم ولسمشر خپل په خوښه هر څه نه شي کولی. داسې حکم یا د محکمې له خوا منسوخ کیږي او یا هم کانګرس د دا ډول یو حکم پر ضد یو نوی قانون جوړولی شي. بل ولسمشر بیا دغه احکامات په یو لاسلیک سره ختمولی هم شي.
انځور: Klaus Aßmann
بې د ګانګرس له منظورۍ څخه موافقه
ولسمشر له نورو حکومتونو سره مختلف تړونونه کولی شي، چې باید د سنا مجلس د دوه پر دریو سناتورانو له خوا تائید شي. د دې له پاره چې ولسمشر د سنا مجلس سره په ټکر کې واقع نه شي ولسمشر د تړون پر ځای د حکومتي موافقو لاره خپلوي چې د کانګرس تائید ته اړتیا نه پیدا کیږي. دغه موافقې تر هغه وخته پورې د اجرا وړ وي تر څو چې کانګرس یې پر وړاندې اعتراض نه وي کړی.
انځور: Klaus Aßmann
کله چې ولسمشر یو قدم شاته کیدو ته اړ شي
ولسمشر د امریکایې پوځ سر اعلی قوماندان دی، خو د جګړې اعلان کول د کانګرس د اختیاراتو په دایره کې شاملیږي. دا خبره واضحه نه ده چې ولسمشر تر کومې اندازې د کانګریس له تائید پرته خپل پوځي قطعات په یوه جګړه کې ښکیل کولی شي. د ولسمشر له خوا د یتنام په جګړه کې د شاملیدو تر پریکړې وروسته کانګرس قانون جوړ کړ. دا په دې معنی چې ولسمشر تر هغې وخته پورې خپله پریکړه عملي کولی شي، تر څو کانګرس یې پر ضد نه وي.
انځور: Klaus Aßmann
وروستې او پریکړنده کنترول
که ولسمشر له واک څخه ناوړه استفاده وکړي او یا د کوم جرم مرتکب شي، نو د استازو مجلس د هغه له دندې څخه د ګوښه کولو هڅې پيلولی شي. تر اوسه پورې له دې امکان څخه دوه واره کار اخیسل شوی چې دواړه ځل له ناکامۍ سره مخامخ شوی دی. خو کانګرس یوه بله وسله هم په اختیار کې لري چې هغه د بودیجې د تصویب موضوع ده. کانګرس بودیجه منصوروي او که وغواړي ولسمشر ته د بودیجې په اختیار کې ورکولو لړۍ بندولی شي.