1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بګرام اډې په هکله د ترمپ څرګندونو ته د چین او طالبانو غبرګون

۱۴۰۴ شهریور ۲۹, شنبه

چین او یوه طالب چارواکي په افغانستان کې د بګرام هوایي اډې د بیرته نیولو په اړه د دونالد ترمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. د امریکا ولسمشر ویلي چې هیواد یې نباید هیڅ کله له دې مهمې اډې څخه وتلی وای.

آرشیف انځور: له بګرام هوایي اډې څخه یوه امریکایي جنګي الوتکه د پرواز په حالت کې لیدل کیږي
ترمپ لکه د پخوا په څیر ویلي چې امریکایي ځواکونه نباید له بګرام هوایي اډې څخه وتلي وای.انځور: Josh Smith/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې (د سپټمبر ۱۹ نیټه) په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د بګرام هوایي اډې د کنترول بیرته ترلاسه کولو په هکله له طالبانو سره خبرې اترې روانې دي. ترمپ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «مونږ باید هیڅ کله له هغې څخه لاس وانخلو»

دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې صورت نیسي چې ترمپ د بریتانیې له لومړي وزیر کیر سټارمر سره په یوه خبري ناسته کې وویل چې امریکا د هغې اډې د کنترول بیرته ترلاسه کولو په هڅه کې ده چې امریکایي ځواکونو د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته ترې استفاده کوله.

ترمپ په دې ناسته کې زیاته کړه: «مونږ هڅه کوو هغه بیرته واخلو، ځکه هغوي له مونږ څخه ځینې شیانو ته ضرورت لري.»

هغه وویل یو له دلایلو څخه چې امریکا غواړي دغه اډه بیرته واخلي دا ده چې دغه اډه «له هغې سیمې سره چې چین په کې خپل اټومي وسلې تولیدوي یو ساعت واټن لري.»

د ترمپ څرکندونو ته د چین غبرګون

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ترمپ له څرګندونو څخه یو ورځ وروسته غبرګون ښودلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي چې چین د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی کوي او په سیمه کې تشنج ته د لمن وهلو او مخامخ کیدنې ملاتړ نه کوي.

نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان راتلونکې باید د افغانستان د خلکو په لاس کې وي. مونږ هیله لرو چې ټولې خواوې د سولې او ثبات له پاره رغنده رول ولوبوي.»

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو په حال کې ده، څو د دغه هیواد یوه کوچنۍ نظامي ډله د بګرام په هوایي اډه کې مستقره شي. دغه اقدام د ترهګرۍ ضد عملیاتو د پيل یوې نقطې په توګه اعلان شوې ده.

وال سټریټ ژورنال همدارنګه زیاته کړې ده چې دغه مذاکرات د یرغمل شوو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي آدم بوهلر، په مشرۍ ترسره شوي دي. ویل کیږي چې د بحث په موضوعاتو کې د بندیانو احتمالي تبادله، یو احتمالي اقتصادي موافقه او امنیتي مسایل شامل دي.

د طالبانو ادارې تر اوسه پورې په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي په ایکس شبکه کې په یوه پوست کې لیکلي دي: «افغانستان او امریکا متحده ایالات له یوه بل سره تعامل ته اړتیا لري... بې له دې چې امریکا متحده ایالات دې په دغه هیواد کې پوځي حضور ولري.»

جلالي زیاته کړې ده چې دواړه هیوادونه کولی شي د متقابل احترام او مشترکو منابعو په اساس اقتصادي او سیاسي اړیکې ټینګې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب