ترمپ وايي تهران ورته د اعتراض کوونکو د نه وژلو ډاډ ورکړی دی
۱۴۰۴ دی ۲۵, پنجشنبه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په ورستیو ورځو کې په ایران کې د اعتراضونو د سرکوبه کولو په جریان کې د ایران خلکو سره د مرستې کولو په هکله غږېدلی دی. بشري سازمانونه وايي چې په دغو اعتراضونو کې لږ تر لږه ۳۴۲۸ کسان وژل شوي دي.
ترمپ په خپلو خبرو کې دا ګواښ هم کړی و که د ایران حکومت د سوله ایزو لاریون کوونکو له وژلو لاس وانخلي امریکا به غبرګون وښيي.
خو ترمپ د چهارشنبه په ورځ د جنوري ۱۴مه په سپینه ماڼۍ کې یو حیرانوونکی اعلان وکړ او وې ویل چې اوس یې «د مقابل لور [ایران] له ډېرو مهمو سرچينو» له خوا ډاډ ترلاسه کړی، چې ویلي يې دي تهران نور د اعتراض کوونکو وژنې درولي او اعدامونه به نه عملي کوي.
ترمپ زیاته کړه: «هغوی ويلي دي چې وژنې درول شوي او اعدامونه به نه عملي کيږی... په پام کې وو نن هلته ډېر اعدامونه وشي اما اعدامونه نه ترسره کیږي. موږ به وګورو چې پوه شو.»
نور ولولۍ: ایران کې پراخ اعتراضونه؛ هغه څه چې باید پرې وپوهیږئ
ترمپ په دې هکله نور جزئیات نه ورکړل، خو یادونه ېې وکړه چې امریکا متحده ایالاتو تر اوسه د تهران دغه ادعاوې نه دي تائید کړي.
ترمپ چې په بيضوي دفتر کې له خبریالانو سره غږېده د فرانس پریس خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا متحده ایالات به پر ایران پوځي اقدام وکړي، وویل: «موږ وضعیت تر نظر لاندې لرو او و به ګورو چې د کار بهیر څرنګه دی.»
تر دې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، له امریکايي شبکې فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې «نن یا سبا به هېڅ اعدام ونشي.» عراقچي پر اسرائیل تور ولګاوه چې تاوتریخوالو ته لمن وهي، خو په دې هکله ېې کوم شواهد وړاندې نه کړل.
په ایران کې د دسمبر میاشتې پر ۲۸مه د اقتصادي او مالي ستونزو پر وړاندي سوله یز اعتراضونه پیل شول چې ډېر ژر نورو ښارونو ته وغځېدل او ورسره ېې سیاسي رنګ خپل کړ. عراقچي وويل دغه سوله ایز اعتراضونه د جنوري د ۷مې او ۱۰مې ترمنځ په تاوتریخوالو واوښتل ځکه د بهرنیو تر نفوذ لاندې راغلل او هغوی «پلان درلود تر څو ډېرې وژنې وشي چې په واقعیت کې ولسمشر ترمپ شخړه کې د داخلېدو له پاره تحریک او د ایران پر ضد یو نوی جنګ پیل کړي.»
نور ولولۍ: د ايران قضايه قوه: ژر به د لاريون کوونکو محاکمه پيل سي
په ناروې کې د ایران د بشری حقونو سازمان ويلي دي چې د ایران په اعتراضونو کې لږ تر لږه ۳۴۲۸ اعتراض کوونکي د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي او تر ۱۰زرو ډېر نور نیول شوي دي.
د ایران عدلیې وزیر امین حسین رحيمي، د ایران دولتي خبري آژانس ته وویل چې د جنوري تر ۷مې وروسته «نور اعتراضونه نه ول» او کوم خلک چې تر دغې نيټې وروسته په واټونو کې نیول شوي دي، «جنایتکاران دي.»
د ملګرو ملتونو سازمان رهبري د چهارشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو په غوښتنه به د پنجشنبې په ورځ د ایران د وضعیت په هکله د امنیت شورا غونډه جوړوي.
د ایران په هکله د ترمپ له وروستیو څرګندونو سره د پنجشنبې په ورځ د تیلو بېه راښکته او د انرژۍ په مارکیټ کې هم د عرضې په هکله اندېښنې راکمې شوې. ایران د نړۍ شاوخوا درې سلنه نفت تولیدوي.
نور ولولۍ: میرڅ: د ایران حکومت د وروستیو ورځو او اونیو شاهد يو