1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: اسرائیل له غزې څخه د شاتګ لومړي پړاو سره موافقه کړې

۱۴۰۴ مهر ۱۳, یکشنبه

ترمپ په سوشل تروت شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره ویلي چې اسرائیل له غزې څخه «د وتلو له لومړي پړاو» سره موافقه کړې او دا موضوع له حماس سره هم شریکه شوې ده. ترمپ زیاته کړه چې د حماس له تایید سره سم به اوربند عملي شي.

په غزې تړانګه کې د اسرائیلي پوځ یو ټانګ د عملیاتو پر جریان کې لیدل کیږي
د اسرائیل لومړي وزیر ویلي چې مصر ته یې یو مذاکره کوونکی پلاوی استولی دیانځور: Jack Guez/POOL/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې (د اکتوبر میاشتې ۴ نیټه) په ورځ د یوې هوایي نقشې د انځور په خپرولو سره په غزه کې د اسرائیل «لومړۍ کرښې ته شاتګ» سره د موافقې خبر ورکړی دی او ویلې یې دي چې دا موضوع له حماس سره هم شریکه شوې ده.

ترمپ زیاته کړې ده د حماس له خوا د «عقب نشینې لومړۍ کرښۍ» له تاییدیدو سره سم به اوربند عملي شي او له فلسطیني بندیانو سره به د اسرائیلي یرغمل شوو تبادله پیل شي او دا کار به له غزې څخه د اسرائیل د شاتګ دویم پړاو ته لاره هواره کړي.

ترمپ د خپل متن په دوام کې لیکلي دي: «د شاتګ راتلونکی پړاو به مونږ د دې ۳۰۰۰ کلن ناورین پای ته نزدې کړي.»

ترمپ تر دې څو ساعته مخکې په یوه یاداشت کې د «یرغمل شوو او سولې موافقې» بشپړیدو ته پر خپلې لیوالتیا ټینګار کړی و او د حماس په مخاطب کولو سره یې ویلي و: «باید چټک عمل وکړئ، که نه نو هر څه امکان لري.»

په همدې هکله « اسرائیل ټایمز» د یوه رپوټ په خپرولو سره اعلان کړی دی چې اسرائیلي ځواکونو ته د ابتدایي شاتګ ټاکل شوې کرښه په غزې تړانګه کې د اسرائیل د کنترول هم هغه محورونه او تقریبي حدود دي چې د تیرې میاشتې د عملیاتو له پیلیدو مخکې په غزې ښار کې وو.

د دغې رسنۍ د اعلان مطابق اسرائیلي پوځ په غزې تړانګه کې د خپلو سترو عملیاتو له پیلولو مخکې، د غزې د خاورې شاوخوا ۷۰ سلنه برخه تر خپل کنترول لاندې درولودله.

د « اسرائیل ټایمز» په خبره دا په دې معنی چې اسرائیلي پوځ به د غزې په سویل ښارونو له دې ډلې په رفح، خان یونس او همدارنګه د غزې تړانګې په شمال کې پراخو برخو کې خپل موجودیت وساتي.

سربیره پر دې اسرائیلي پوځ به د غزې په نورو برخو کې د خپلې حایلې سیمې په نوم برخې تر خپل کنترول لاندې ولري.

بل لور ته د ترمپ د سولې په طرحه کې د نوو تحولاتو په لړ کې په تل ابیب کې په ډیر لوړ شمیر کې مظاهره کوونکو د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. د دې اعتراضي مظاهرې وینا کوونکو د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې دترسره شوو کوښښونو هرکلی کړی دی.

د ترمپ د سولې طرح د نهایي کولو له پاره په مصر کې مذاکرات

د ترمپ له شل مادیي طرحې سره د حماس ترهګرې ډلی د موافقې خبر له اعلانیدو وروسته، اوس اسرائیل په مصر کې د دې طرحې په اړه د مذاکراتو ترسره کیدل تایید کړی دی.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه تلویزوني وینا کې ویلي چې مصر ته یې یو مذاکره کوونکی پلاوی استولی دی او هیله یې څرګنده کړې ده چې اسرائیلي یرغمل شوي به د راتلونکو ورځو په جریان کې د حماس له منګولو آزاد شي.

په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ هم اعلان کړی دی چې ترمپ خپل زوم جرد کوشنر او همدارنګه خپل ځانګړی استازی ستیو ویتکاف مصر ته استولی دی. همدارنګه د هغو معلوماتو له مخې چې حماس ته د نږدې کړیو له خپاره شوي دي، دغه ډله هم اراده لري مصر ته په دغو خبرو اترو کې د ګډون کولو له پاره خپل استازي واستوي.

د خپرو شوو رپوټونو په حواله ټاکل شوې ده دغه مذاکرات نن یکشنبه (د اکتوبر ۵ نیټه) پیل شي، که څه هم د ترسره کیدو دقیق ځای یې تر اوسه پورې نه دی مشخص شوی.

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

02:35

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب