ترمپ: روسیه له ایران سره مرسته کوي
۱۴۰۴ اسفند ۲۳, شنبه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وايي د هغه په آند د دې امکان شته چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل په جګړه کې له ایران سره مرسته وکړي.
ترمپ وویل: «زه فکر کوم چې هغه [پوتین] به له هغوی [ایران] سره یو څه نا څه مرسته کوي، هو، زه فکر کوم، او هغه به ښايي فکر کوي چې موږ له اوکراین سره مرسته کوو، رښتیا؟»
ګڼو رسنیزو سرچینو ويلي دي چې روسیه په منځني ختيځ کې د امریکايي ځواکونو او بالقوه اهدافو د ويشتلو له پاره ایران ته معلومات ورکوي.
له دې ډلې امریکايي تلویزونې شبکې سي ان ان او واشنګټن پُست، رپوټونه ورکړي چې مسکو تهران ته د امریکايي عسکرو، کښتیو او جنګي الوتکو د موقعیتونو او تګ راتګ په تړاو جزئیات په لاس ورکوي.
نور ولولئ: ترمپ: ایران په میناب کې پر ښوونځي د برید مسئول دی
د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی ستیف ویتکوف چې په اوکراین کې د جګړې د پای له پاره هڅې کوي، هم په وروستیو کې د دغې موضوع په تړاو په کراتو پوښتل شوی دی.
ویتکوف ويلي دي چې هغه روسیې ته یې ویلي چې نباید تهران ته د جګړې په تړاو استخباراتي معلومات ورکړي. هغه په وروستیو کې دا هم وویل چې روسي پلاوو ترمپ ته د ېوې ټیلفوني اړیکې پر مهال ډاډ ورکړ چې دوی به ایران سره استخباراتي معلومات شریک نه کړي.
د ایران نوي رهبر څخه د پوتین ملاتړ
د کریملین له خوا د روانې اوونۍ په سر کې د یو خپور شوي بیان له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له نوي رهبر مجتبی خامنه اي څخه خپل «هوډمن ملاتړ» اعلان کړی.
نور ولولئ: د ایران نوی مشر مجتبی خامنه ای څوک دی؟
پوتین وویل هغه ډاډه دی چي مجتبی به په «ویاړ سره» د ستر علي خامنه اي لارې ته دوام ورکړي او د ایران خلک به «د سختو ازموینو پر وړاندې» سره متحد کړي.