1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د ترمپ په دستور په افغانستان کې د عسکرو شمېر راټيټ کړ

۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعه

د متحده آيالاتو پوځ خپل دغه هدف ته رسېدلی چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي. دغه کمښت ښايي د کانګرس له بېړنۍ پرېکړې سره په ټکر کې وي چې د دې مخه يې نيوله.

US-Präsident Trump besucht Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/AP/A. Brandon

ولسمشر ترمپ چې د ځواکونو د کمولو امر يې په نوومبر کې ورکړی وو، د پنجشنې په ورځ‌ وويل چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر له ۱۹ کلونو راهيسې خپلې ټيټې کچې ته رسېدلی دی، خو نوموړي د ځواکونو دقيق شمېر په ګوته نه کړ.

تېره فبروري مياشت د هغه ادارې له طالبانو سره په تدريجي ډول د امريکايي ځواکونو د کمولو تړون لاسليک کړ چې هدف يې د ۲۰۲۱م کال تر می مياشتي پورې صفر ته د هغوی راکښته کول دي. خو تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د راتلونکي ولسمشر، جو بايدن اداره به څه کوي.

منتخب ولسمشر جو بايدن چې د يوه کوچني ترهګرۍ ضد ځواک د ساتلو پلويتوب کوي،‌ چې هدف يې د القاعده په څېر د افراطي ډلو له خوا پر متحده ايالاتو د بريدونو مخنيوی دی، اوس د افغانستان په هکله له ډېرو پوښتنو سره مخامخ دی.

يوه پوښتنه دا ده چې د ځواکونو کمښت ته آيا دوام ورکړل شي او که هو،‌ نو څنګه؟ ترمپ په يوه لنډه بيانيه کې خپلې هغې اوږدمهالې هيلې ته اشاره وکړه چې له افغانستان څخه بشپړ وتل دي.‌ هغه وويل چې «زه به تل دې ته ژمن پاتې شم چې بې پايه جګړې ودروم.» نوموړي په دې خبرې سره د ۲۰۰۱م کال راهيسې جاري د افغانستان او د ۲۰۰۳م کال راهیسې روان د عراق جنګ ته اشاره وکړه.

پوځي چارواکي د چټکې وتنې سره مخالفت کوي

سره له دې چې لوړپوړو پوځي چارواکو په افغانستان کې د ځواکونو له چټک کمولو څخه خبرداری ورکړی وو، خو د امريکا د دفاع سرپرست وزير،‌ کريستوفر ميلر، د نومبر پر ۱۷مه وويل چې د ترمپ امر به پلی کړي. په پايله کې پوځي قوماندانو په تېرو څو اوونيو کې ۱۵۰۰ ځواکونه له دغه هيواد څخه ايستلي دي.

د ترمپ په امر دغو قوماندانانو په عراق کې هم د ځواکونو شمېر له ۳۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټيټ‌ کړی دی.

AP/ن ص/ن ز